CRI Online

د چين او پاکستان د ځوانانو ترمنځ دوستي د کولتوري تبادلې له لارې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 16:21:12

د جنورۍ د ٩ نېټې له غرمې وروسته د پاکستان په اسلام اباد کې د پاکستان او چين ترمنځ د دوستۍ په مرکز کې د چين د ځوانانو د پلاوی سندرغاړيو، زده کوونکو او د پاکستان هنرمندانو په ګډه يوه ځلانده ننداره جوړه کړه.

(سندره ١)

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د ياسمين ګل په نامه د چين يوه مشهوره دوديزه نغمه واورېده چې د پاکستان د ٢ هنرمندانو له خوا غږول شوی ده.د چين د ځوانانو پلاوی چې له پاکستان څخه ليدنې کړی، د تصديو د ځوان خاوندانو، هنرمندانو او محصلينو په ګډون د سلو تنو غوره کسانو له خوا جوړه شوی. سندرغاړی جين بوه نندارچيانو ته ٢ سندری وړاندې کړی. که څه هم پاکستاني نندارچيان په چيني ژبه نه پوهېدل، خو دوی د جين بوه له سندرو سره ډېره مينه لري.

(اواز ٢)

ډېر خوشاله يم چې دغه ځل د چين د ځوانانو له پلاوی سره پاکستان ته سفر وکړم ، پاکستانيانو د تودو احساساتو خاوندان دي . که فرصت ولرم، زه غواړم يو ځل بيا تاسو ته د دوی سندرې وړاندې کړم .

د پلازمېنې د دارالمعلمين د نڅاوو څانګې زده کوونکې ګه چيو شيا د چين د هان او تانګ سلسلې دوديزې نڅاوې نندارې ته وړاندې کړی. تر نندارې وروسته ګه چيو شيا د سي ار ای راډيو خبريال ته وويل هغه د پاکستان د نڅاوو هنر په اړه زيات شمېر سي ډي ګانې به واخلی .

په نندارچيانو کې نه يوازی چيناسان، چيني زده کوونکي او پاکستاني چارواکي ، بلکې زيات شمېر پاکستاني زده کوونکي هم شته . د روټس ښوونځی ١٤ کلن زده کوونکې عراج اسفاق وويل نننۍ پروګرامونه ډېر ځلانده دي.

(اواز ٣)

پروګرامونه په زړه پوری دي چې له دې لارې په ښه توګه د چيني کولتور په اړه معلومات تر لاسه کړم او دا يوه تازه تجربه ده.

د روټس ښوونځی د مدير مشر چودري فيصل مشتاق وويل روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال دی. هغه د ٣٠٠ زده کوونکو په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ځوانو هنرمندانو له خوا نندارې کتلي چې په خپله چيني کولتور احساس کړي.

(اواز ٤)

موږ د چين او پاکستان د ځوانانو او زده کوونکو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره کوښښ کوو. موږ باور لرو چې د دواړو هېوادونو خلک د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال د يادونې لپاره ځانګړی لارې چارې وړاندې کړي. زموږ ښوونځی د دی کال د نمانځنې لپاره د چيني ژبې لوست پرانيستلی چې د شينجيانګ د اوروموچی ښوونکی به په زموږ ښوونځی کې د چيني ژبې درسونه ورکړي.

د پاکستان او چين انسټيټوټ مشر مشاهد حسين د دواړو هېوادونو د ځوانانو له خوا د نندارې ډېره ستاينه وکړه. هغه باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي به يو نسل بل ته وسپاري.

(اواز ٥)

زما په اند نننۍ پروګرامونه ډېر ځلاند دی. ځکه چې دا ځانګړی پروګرامونه دي چې د چين او پاکستان د ځوانانو استازيتوب کوي. دا په ٢٠١١ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې راهيسې لومړنۍ پروژه ده چې ستر اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای