CRI Online

چين به په نړۍ کې د چيني طب او دوديزو درملو اغېزې د پراخوالي لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2011-01-21 15:25:44

د چين د روغتيا وزارت مرستيال او د چيني طب او دوديزو درملو د اداری مشر وانګ ګوه چيانګ د جنورۍ په ١٣ نېټه خبري رسنيو ته وويل چين به د اروپايي ټولنې بازارونو ته د خپلو دوديزو درملو د ننوتلو لپاره همغږی پياوړی کړي. هيله ده چې د چين د دوديزو درملو او طب له لارې به سيمه ييزو خلکو ته لا ښه خدمتونه برابر شي. هغه وويل چين به نړۍ ته د دوديزو درملو د ننوتلو لپاره په پر له پسې توګه له نړيوالې ټولنې سره همکاری پياوړې کړي .

د نباتي درملو د ثبتولو په اړه د اروپايي ټولنې د مقرراتو لنډ مهالی موده به د روان کال د اپريل په لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي. له دغو مقرراتو سره سم ټول نباتي درملونه بايد د نويو مقرراتو له مخې تر ثبتولو وروسته په بازار کې د پلورلو اجازه ولري. تر اوسه پورې د چين دوديز درملونه د اروپايي ټولنې په بازار کې په بريالۍ توګه نه دی ثبت شوی چې په اروپايي بازارونو کې به د چين دوديزې درملو خرڅلاو په نشت حساب دی.

د چين د دوديزو درملو کاري غونډه د روانې مياشتې په ١٣ نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د دوديزو درملو د ادارې مشر وانګ ګوه چيانګ تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چين به د اروپايي ټولنې بازارونو ته د دوديزو درملو د ننوتلو لپاره له دغې ټولنې سره همغږی پياوړی کړي.

(اواز ١)

د چين دوديز درملونه زيات کلونه مخکې د اروپايي ټولنې په بېلا بېلو هېوادونو کې کارول شوي چې د اروپايانو د روغتيا ساتنې برخه کې ستر رول لوبولی او تود هرکلی يې تر لاسه کړی دی.

ښاغلي وانګ ګوه چيانګ وويل چين په فعاله توګه په اروپايي هېوادونو کې له سيمه ييزو حکومتونو سره د چيني طب ډاکترانو همکارۍ ملاتړ کوي چې د چيني طب او د دوديزو درملو د علاج کوونکو تاثيراتو او معيارونو په اړه معلومات ورکړي.

په دې وروستيو کلونو کې چين تل نړۍ ته د چيني طب او دوديزو درملو د ننوتلو لپاره کوښښ کوي. د تېر کال په نومبر کې د چين اکيوپنکچر يا ستن وهل د انسانانو د نامادی کولتوري اثار په ليست کې ټاکل شوي ، له دی څخه څرګندېږي چې د چين دوديز طبي کولتور د نړيوالې ټولنې له خوا ومنل شو. په دې وروستيو کلونو کې د چين د دوديزو درملو توليدي چارې او اړوندې خدمتي سوداګرۍ په ثابت ډول پرمختګ کړی چې په تېرو ٥ کلونو کې د چين د دوديزو درملو د صادراتو ارزښت يو مليارډ او ٤٠٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی. له دې څخه څرګندېږي چې د چين د دوديزو درملو بازاري پرمختګ ستر پټ توان لري. ښاغلي وانګ ګوه چيانګ وويل

(اواز ٢)

زيات شمېر هېوادونو د خپل دوديز طب رول او ارزښت ته بيا پاملرنه کړې او کوی يی. د چين د دوديزو طب او درملو په اړه د نړيوالې ټولنې پېژندنه په فعاله توګه بدل شوی او د بېلا بېلو هېوادونو لازيات خلک د چين دوديز طب او درملونه منی او استعمالوی.

اوس نړۍ ته د چين د دوديز طب او درملو د ننوتلو لار له ننګونو سره مخامخ ده. ښاغلي وانګ ګوه چيانګ وويل چين به د نويو تخنيکونو د کارولو او د دوديزو درملو د معيارونو د طرح کولو په برخو کې له نړيوالې ټولنې سره همکاری پياوړی کړي.

(اواز ٣)

نړۍ ته د چين د دوديز طب او درملو د ننوتلو لپاره کوښښ وکړو. د بهرنيو هېوادونو له حکومتونو او نړيوالو سازمانونو سره خپلمنځی همکاری او د خلکو ترمنځ تبادلی او تګ راتګ پياوړی کړو چې د چين د دوديز طب او درملو د نړيوال کېدو بهير چټک شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای