CRI Online

د ٢٠١١ کال د چين او اروپايي هېوادونو ځوانانو ترمنځ د کولتوري تبادلې کال پرانيستونکی مراسم په بېجينګ کې تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2011-03-06 19:36:23

د ٢٠١١ کال د چين او اروپايي هېوادونو ځوانانو ترمنځ د کولتوري تبادلې کال پرانيستونکی مراسم د تېر فبرورۍ په ٢٣ نېټه په بېجينګ کې تر سره شول. د چين صدراعظم ون جيا باو په دغو مراسمو کې ګډون درلود او د اروپايي ټولنې د کميټې رئيس جوس باروسو د مبارکی پيغام استولی و.

(اواز ١)

سلو تنو اروپايي او چيني ځوانانو په ګډه په بېجينګ کې د ٢٠١١ کال د چين او اروپايي هېوادونو ځوانانو ترمنځ د تبادلی کال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. دا د چين او اروپا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٣٥مې کاليزې راهيسې لومړنی تبادلوی کال دی او د چين حکومت او د اروپايي ټولنې ترمنځ د ځوانانو د کولتوري تبادلی لومړنی فعاليت دی چې د دواړو خواوو ځوانانو ترمنځ د متقابل تفاهم د پياوړتيا لپاره ګټور دی. د چين د تشکيلاتي کميټې مشر او د کمونېستي ځوانانو اتحاديي د سکريتريت سرمنشي لو هاو په خپله وينا کې وويل

(اواز ٢)

موږ بايد وګورو چې د نړيوالو حالاتو د پر له پسې بدلونونو په وړاندې د چين او اروپا ترمنځ ګډې ګټې پراخې دي.

په چين کې د اروپايي ټولنې د پلاوی نوی مشر او لوی سفير مارکوس ايدرېر په خپله وينا کې وويل

(اواز ٣)

تاسی ځوانان به د راتلونکی مشران وي. د چين او اروپايي هېوادونو د ځوانانو ترمنځ کولتوري تبادلوي کال به د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په بهير کې يو مهم پيل دی.

د چين د صدراعظم ون جيا باو او د اروپايي ټولنې کميټې د مشر باروسو په ٢٠١٠ کال کې د چين او اروپايي هېوادونو د مشرانو په ١٣مه غونډه کې وړانديز کړی و چې د چين او اروپايي هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د کولتوري تبادلوي کال فعاليت تر سره شي. د دغه فعاليت شعار د دوستۍ پل جوړېدل دی چې په اقتصادي، سياسي، کولتوري او سپورټي برخو کې د ځوانانو ترمنځ څه نا څه ٨٠ فعاليتونه تر سره شوي دي. د دغه فعاليت د پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې د چين تشکيلاتي کميټې د دواړو خواوو د ځوانانو لپاره کولتوري فورم او د همکاريو پروژو او د تبادلې او څېړنې يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. د چين او اروپايي هېوادونو ځوانانو د تبادلی کال لوی سفير او د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخه کې لارښوونکي دنګ جونګ هان په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

(اواز ٣)

ځوانان زموږ راتلونکی دی او ساينس او ټېکنالوژی زموږ خوځنده ځواک دی. ځوانان او ساينس او ټېکنالوژۍ به په روان کال کې د چين او اروپا ترمنځ د پرمختګ لپاره نوی زمينې برابرې کړي.

د دواړو خواوو ځوانانو لپاره دغه فعاليت يو دايمي فعاليت دی چې د چين او اروپايي هېوادونو ځوانان به د دغه فعاليت له لارې د خپلو نظريو تبادله وکړي ،متقابل تفاهم پياوړی کړي او توپيرونه له منځه يووسي چې د دواړو خواوو ترمنځ د راتلونکی همکاری لپاره به ډېر ګټور وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای