CRI Online

د چين او امريکا د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو فورم په رسمي توګه پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2011-03-09 20:03:41

د روان کال په جنورۍ کې له امريکا څخه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د ليدنې په وخت کې دواړو هېوادونو د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو فورم د نظام يادښت لاسليک کړی و چې د دواړو هېوادونو د سيمه ييزې تبادلې او همکارۍ لپاره ګټور دی. د تېرې فبرورۍ په ٢٦ نېټه دغه فورم د امريکا په واشنګټن کې په رسمي توګه پيل شو. د دغه فورم جوړېدل د چين او امريکا د ولايتونو او ايالتونو ترمنځ د تبادلې لپاره لاپراخ ميدان برابر کړی.

د تېرې فبرورۍ په ٢٦ نېټه د چين د بهرنيو اړيکو دوستۍ د ټولنې مرستيالې لي شياو لين او د امريکا د ايالتونو واليانو ټولنې مشرې او د واشنګټن د ايالت والې کريستين ګرېګور

د چين او امريکا د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو فورم په پرانيستونکو مراسمو کې اړوند موافقه ليک لاسليک کړ. مېرمن لي شياو لين د چين او امريکا ترمنځ اړيکو د پياوړتيا لپاره د دغه فورم رول ډېره ستاينه وکړه.

(اواز ١)

د چين او امريکا د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو تبادلوي نظام د سيمه ييزو حکومتونو ترمنځ د تبادلې ډګر برابر کړی.

اوس د امريکا د اقتصادي بيارغونې حالات ثابت نه دي او د بېکارۍ انډول لوړ دی. له چين او د چين له سيمه ييزو حکومتونو سره د همکارۍ له لارې اقتصادي اعاده پياوړی شوی چې د ايالتونو مشرانو د ډېر پاملرنې وړ دی. مېرمن ګرېګور وويل د واشنګټن ايالت له چين سره سوداګريز تګ راتګ ته ډېر اهميت ورکوي.

(اواز ٢)

زموږ د واشنګټن په ايالت کې په هرو ٣ کاري فرصتونو کې يو د سوداګرۍ له لارې جوړېږي.

د هو نان ولايت د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې منشي جو چيانګ هم د دغه فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود. د دغه فورم تر پيل وروسته ښاغلي جو چيانګ د امريکا د ٦ ايالتونو له واليانو سره خبرې اترې وکړې. هغه وويل

(اواز ٣)

نن ورځ موږ د ٦ ايالتونو له واليانو سره دوه اړخيزې کاري خبرې اترې وکړې ، له نيوادا ايالت سره د همکارۍ يادښت مو لاسليک کړی او له نورو ٥ ايالتونو سره په اقتصادي، سوداګريزو، ښوونيزو، علمي، کولتوري او سيلانيزو برخو کې د همکارۍ په اړه ګډې نظريې تر لاسه کړې دي.

د امريکا د ايالتونو واليانو د ټولنې مشرې او د واشنګټن د ايالت والې کريستين ګرېګور وويل

(اواز ٤)

دغه فورم به په مستقيمه توګه د ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو خواوو ترمنځ مسئلو د بحثونو لپاره ميدان برابر کړي. موږ نه يوازې د اقتصاد ، بلکې د ښوونيزې تبادلې په اړه به هم بحث وکړو.

د امريکا د اقتصاد، انرژۍ او کرهڼې وزارت مرستيال رابرټ هورمتس وويل د چين او امريکا د حکومتونو ترمنځ د تبادلې په پرتله سيمه ييزه تبادله لازيات خوځنده ځواک لري.

(اواز ٥)

په رښتينې توګه زموږ په سيسټم کې د اقتصادي تګلارو او د ښوونې په اړه يو شمېر نوی فکرونه له بېلا بېلو ايالتونو او ښارونو څخه راغلي دي.

له پلان سره سم به د چين او امريکا د ولايتونو او ايالتونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو او تبادلې د نظام لپاره هر کال يو فورم جوړ کړي. د روان کال په جولای کې به لومړنی فورم د امريکا په يوتا ايالت کې تر سره شي. هغه مهال به د چين د ختيځ، جنوب، لوېديځ ، شمال او مرکز په ګډون د ولايتونو ٥ واليان او د ولايتي کميټې منشيان په کې ګډون وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای