CRI Online

زه غواړم د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړم- د چين د برېښنايي ساينس او ټېکنالوژۍ د نړيوال سوداګريز شرکت له مشر يان لي جين سره ځانګړې مرکه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-04 17:30:19

 د مارچ ٢٣ نېټه د پاکستان د ملي جشن ورځ وه.د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام أباد کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې هغو کسانو ته د خدمت نښانونه ورکړل چې د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې غوره خدمتونه کړي دي چې په کې ٦ تنه چينايان هم شته او د چين د برېښنايي ساينس او ټېکنالوژۍ د نړيوال سوداګريز شرکت مشر يان لي جين ورڅخه يو دی. هغه د سيوريز امتياز په نامه د ولسمشرۍ مډال تر لاسه کړی دی.

ښاغلی يان لی جين په ١٩٦٤ کال کې زېږېدلی او په پاکستان کې يې ٢٠ کاله کار کړی دی. له ٢٠٠٥ کال څخه يې د دغه شرکت د مشر په توګه وټاکل شو. په چين کې د پاکستان لوی سفير محمد مسعود خان وويل دغه شرکت د پاکستان د اقتصادي پرمختګ، دفاعي ابادۍ او د چين او پاکستان ترمنځ د کولتوري تبادلې لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

ښاغلي يان خبريالې ته وويل په ٢٠٠ تنو جايزې ګټونکو کې زياتره پاکستانيان او بهرنيان لږ دی. د پاکستانيانو د ملګري په توګه هغه ډېر خوشاله دی چې د ولسمشرۍ دغه مډال يې تر لاسه کړی.

(اواز ١)

د يو بهرني په توګه زه ډېر خوشاله يم چې دلته دغه جايزه تر لاسه کوم. زه د پاکستان او چين له حکومتونو او خلکو څخه مننه څرګندوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دايمي دوستۍ په چاپيريال کې مې خپل خدمتونه وړاندې کړي.

يان لي جين وويل هغه به په پر له پسې توګه د پاکستان له خلکو سره يو ځای د ستونزو د له منځه وړلو ، د هېواد د ابادۍ او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره لانور کوښښ وکړي. روان کال د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کاليزې سره برابر دی. د چيني تصديو د يو استازي په توګه هغه هيله لري چې د پاکستان له اړوندو خواوو سره تر خپلې وسې پورې خپلې ټولنيزې دندې پلې کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره خدمتونه وکړي.

(اواز ٢)

د بېلګې په توګه، موږ به په روان کال کې د بسپنې پيسو باندې ښوونځيو د ابادۍ کارونه بشپړ کړو او په سالم ډول به ټولګي پرانيستل شي. بر سېره پر دې، موږ به له پاکستاني زده کوونکو سره د مرستو لپاره يو شمېر سکالرشيپونه برابر کړو چې په چين کې زده کړې وکړي. په عين وخت کې به موږ ژر تر ژره په پاکستان کې څېړنيزې او توليدي اډې جوړې کړو . په کولتوري برخه کې به موږ هم ځينې کارونه تر سره کړو. په دې وروستيو ورځو کې مو د دولتي شورا له مطبوعاتي دفتر سره همکارۍ کړې چې د دوی تر لارښوونې لاندرې د چين د همغږۍ نظرې په اړه يوه ويډيو هم جوړ کړو او وروسته به د پاکستاني تلويزيوني چينلونو له لارې خپور شي.

ښاغلي يان جين لي وويل د چين او پاکستان نظامونه بېل دي، خو د همغږۍ په ډول د ګډې استوګنې يوه ښه بېلګه ده. هغه به په راتلونکی اپرېل کې په پاکستان کې د همغږۍ په نامه يو انګريزي کتاب چاپ کړي چې په ژوره توګه د چين د همغږۍ غږ نظرونه وړاندې کړي.

ښاغلي يان وويل د چين او پاکستان ترمنځ د دوستانه تبادلې د پياوړتيا لپاره د چين د برېښنايي ساينس او ټېکنالوژۍ نړيوال سوداګريز شرکت د ٥ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د چين او پاکستان ترمنځ کولتوري تبادلوي صندوق جوړ کړی . د يو دولتي شرکت په توګه به دغه شرکت خپلې دندې پلې کړي چې په پر له پسې توګه د چين او پاکستان ترمنځ د دوديزې دوستۍ لپاره خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای