CRI Online

د چين د چاپ چارو د لندن د کتابونو نندارتون له لارې خپل کولتور ښودلی

cri     (GMT+08:00) 2011-04-20 19:24:10

په لندن کې د کتابونو نندارتون په نړۍ کې يو تر ټولو مشهور نندارتون دی چې هر کال زيات شمېر اړوند سوداګران او د کتابونو چاپولو مطبعو لرونکي په کې ګډون کوي. د چين د چاپ چارو د دغه نندارتون له لارې په فعاله توګه د چين کولتور کتونکيو ته وړاندې کړی دی. د هنر او کولتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه معلومات وړاندې کړو.

روان کال د لندن د کتابونو په نندارتون کې د چين د څو خپرندويه ټولنو او د چيني ژبې دفتر په ګډون ٧ سازمانونو نندارې ته وړاندې کړل چې زياتره برخه يې د چين د کولتور، سيلانۍ او دوديزې درملنې په اړه معلوماتو سر تړاو لرونکيو کتابونه و. د نوې نړۍ په نامه د چين د چاپخونې اداري مرستيال جاو يوان جه وويل د دغه نندارتون د پرانيستلو له ٢ ورځو راهيسې دوی د نړۍ له نورو سوداګرانو او مطبعو له خاوندانو سره پراخ تماسونه نيولي او يو شمېر موافقه ليکونه يې هم په دې هکله لاسليک کړي دي.

(اواز ١)

نن سهار زموږ د بهرنيو ژبو چاپونې ادارې د هسپانيا له يو شرکت سره د چاپ حق ساتنې د صادراتو يو تړون لاسليک کړ چې په کې ٧ ډوله کتابونه شامل دي. بر سېره پر دې، موږ هم د بهرنيو ژبو او د نوې نړۍ چاپونې ادارې او د بريټانيا له يو شرکت سره د يو شمېر کتابونو د چاپ حقونو خوندي کولو په اړه تړونونو لاسليک کړل.

د چيني ژبې د ترويج له امله اوس اړوند ښوونيز توليدات د ډېر پاملرنې وړ دي. په دغه نندارتون کې ډول ډول اړوند کتابونه ښودل شوي دي. د چيني ژبې دفتر يعنې د کانفسيوس انسټيټوټ د عمومي مقر چارواکي ليو بينګ وويل دوی له دغه نړيوال نندراتون څخه په استفادې سره د چيني ژبې ډېر کتابونه معرفی کړي.

(اواز ٢)

د لندن د کتابونو نندارتون اغېزه ستره ده چې د کتابونو په ٤ نړيوالو نندارتونونو کې تر ټولو مهم نړيوال نندارتون دی چې نړۍ ته د چيني ژبې کتابونو د ننوتلو او په بېلا بېلو ځايونو کې د چيني ژبې کتابونو د برابرولو يو ښه ميدان دی. زما په اند د دغه نندارتون رول ستر او ښکاره دی.

د بريټانيا د بېلا بېلو ځايونو د چيني ژبې ښوونکيو د چيني ژبې د ښوونيز دفتر په بلنه په دغه هېواد کې د چيني ژبې د ښوونې په اړه يوه غونډه جوړه کړه. د ويلس پوهنتون ښوونکې ډاکټرې جاو يان شيا وويل بايد د چيني ژبې د زده کړو په کتابونو کې د بريټانيايي ډول ښوونيزې لارې چارې وکارول شي او اوسنی ښوونيز نصاب بايد اصلاح شي.

(اواز ٣)

موږ پوهېږو چې دلته ښوونيزې لارې چارې له چين سره يو شان نه دي. نو بايد د دوی له لارې بريټانوی زده کوونکو ته اړوندې اسانه ښوونيزې لارې برابرې کړي.

د اوسنيو غوښتنو د پوره کولو لپاره د لندن د کتابونو په نندارتون کې هم د الکترونيکی کتابونو د معرفی کولو غرفې جوړې شوي دي. د امريکا د برېښنايي کتابونو د بدلون خدمتونو د برابرولو سوداګر سنديپ سيهديف هم د چيني ژبې د ښوونيز دفتر د نندارې په ځای کې سلامشورې وکړې. هغه له دې سره علاقه لري چې د چيني ژبې کتابونو جوړښت بدل او اصلاح شي چې لازياتو لوستونکيو ته اسانتياوې برابرې شي.

(اواز ٤)

په دې وروستيو ورځو کې مو د برېښنايي کتابونو لوستونکو لپاره د يو شمېر کتابونو جوړښتونو د بدلون کارونه تر سره کړي. موږ پيدا کوو چې د ادوبي (ADOBE)پر بنسټ تخنيکونه له نورو تخنيکونو سره د موازنې حالت دومره ښه نه دی، نو موږ غواړو چې د دغو کتابونو جوړښتونو د بدلون په اړه د چيني بازار غبرګونونه ځوابونه تر لاسه کړو او کوښښ کوو چې ورته د قناعت وړ خدمتونه وړاندې کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای