CRI Online

په پاکستان کې د چين سفارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګدو د ٦٠ کاليزې د نمانځنې فعاليتونه تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2011-05-11 20:44:13

د مې د ٨ نېټې په شپه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د چين او پاکستان د دوستۍ په مرکز کې يو لړ خوندور او په زړه پوړې کولتوري فعاليتونه تر سره شوي چې د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګدو د ٦٠ کاليزې د نمانځنې لپاره په دغه هېواد کې د چين سفارت او د پاکستان د مطبوعاتو وزارت له خوا په ګډه جوړ شوي و.

په همدې ورځ د پاکستان صدراعظم يوسف رضا ګيلاني، په دغه هېواد کې د چين لوی سفير ليو جيان، د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د دايمي کميټې د مدير مرستيال، د پاکستان د مطبوعاتو وزير،په پاکستان کې د بهرنيو هېوادونو سفيرانو او د بهرنيو زده کوونکو د استازيو په ګډون څه نا څه ٧٠٠ تنو په نوموړو فعاليتونو کې ګډون درلود.

لوی سفير ليو جيان د نندارې له پيل مخکې يوه وينا وکړه چې له ٦٠ کلونو راهيسې د چين او پاکستان د تر لاسه شويو پرمختګونو يادونه او ستاينه يې وکړه. هغه وويل ٢٠١١ کال د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال دی، دواړو خواوو د خپلمنځی ژورې دوديزې دوستۍ د نمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. هغه باور لري چې په راتلونکو ٦٠ کلونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکی اړيکې او همکاری په پر له پسې توګه پرمختګ وکړي.

(اواز ١)

له کلونو کلونو راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ دوستی موجوده ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د مشرانو ، د بېلا بېلو ټولنو د شخصيتونو او د دواړو هېوادونو خلکو د کوښښونو له امله د چين او پاکستان ترمنځ لوړ کيفيت ستراتيژيکی همکاری اړيکې ټينګې شوې دي چې د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتنې لپاره يې فعال خدمتونه کړي دي.

د پاکستان صدراعظم ګيلاني په همدې ورځ د دوستۍ په مرکز کې هم يوه وينا وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ٦٠ کاليزې له امله مبارکي وويله. هغه غواړي په راتلونکو څو ورځو کې به له چين څخه د ليدنې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې يې نوې سويې ته لوړې شي.

(اواز ٢)

موږ وياړو چې د چين په شان باوري دوست لرو. پاکستان به تل له چين سره يو ځای او ملګری وي . ولسمشر اصف علي زرداري ٦ ځلی له چين څخه ليدنې کړې چې هر ځله يې زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

تر هغه وروسته د شينجيانګ د ټولنيزې کولتوري تبادلوی ډلې له خوا خوندورې نندارې د نندارچيانو تود هرکلی تر لاسه کړي دي.

(اواز ٣)

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سکريتر مرستيال جاويد حسن په چين کې يوه اوږده موده ژوند کړی چې له چين سره ډېره مينه لري. هغه وويل

(اواز ٤)

د دواړو هېوادونو حکومتونو پرېکړه وکړه چې ٢٠١١ کال د دوستۍ کال دی او په روان کال کې به څه د پاسه سل فعاليتونه تر سره شي چې د شينجيانګ د سندرو او نڅاوو ډلې سفر په کې يو دی. د دې له لارې به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستۍ پياوړې شي.

په عين وخت کې جاويد هم په ځانګړې توګه د مبارکي وويله چې د چين د نړيوالې راډيو له خوا هند سمندر ته د سفر په نامه د چين د خبري رسنيو پلاوي فعاليت برياليتوبونه تر لاسه کړي.

(اواز ٥)

د پاکستان خلک هرکلی کوي چې د چين د خبري رسنيو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوديزې دوستۍ د پياوړتيا لپاره د خبري رسنيو ستر خدمتونه دي.

په همدې ورځ دواړو خواوو د چين او اسيا او اروپا ترمنځ نندارتون يعنې د شينجيانګ د کاشغر د ورپېژندنې غونډه او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د عکسونو نندارتون هم تر سره کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای