CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ٩٠ کاليزې د نمانځنې لپاره به د چين په ملي تياتر کې سل غوره نندارې وړاندې شي

cri     (GMT+08:00) 2011-05-11 21:11:23

٢٠١١ کال د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو له ٩٠ کاليزې سره برابر دی. په دې وروستيو ورځو کې د چين ملي تياتر د يوې مطبوعاتي غونډې د جوړېدو له لارې اعلان وکړ چې په روان کال کې به د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ٩٠ کاليزې د نمانځنې لپاره د هېواد له شلو تياترونو او زرو تنو هنرمندانو سره يو ځای يو لړ په زړه پورې نندارې تر سره کړي. دغه يو لړ نندارې به د روان کال د اپرېل له ١٩ نېټې څخه د اګست تر ١٤ نېټې پورې د ٤ مياشتو په بهير کې تر سره شي. د چين د ملي تياتر د اوپيرا په سالون، د کنسرټ لويه خونه، د چيني اوپيرا نندارځی او کوچنی تياتر کې به د ٤٢ ډولونو اوپيراګانې او سل نندارې خلکو ته وړاندې شي. د ملي تياتر مطبوعاتي وياند دنګ يي جيانګ وويل که څه هم تر اوسه پورې بهر ته موږ د خپلو نندارو پلان خپور کړی، د دغه پلان د جوړولو کارونه په تېر کال کې پيل شوي و.

په نوموړو نندارو کې به د سپينو ويښتانو نجلۍ ، په اوسپنيزه لاره ګوريلايي ډلې، په لرغوني ښار کې يوې ګوندي غړې په نامه ٣ کلاسيک چيني اوپيرګانې په نوې بڼه نندارچيانو ته وړاندې شي.

د چين د ملي تياتر مطبوعاتي وياند دنګ يي جيانګ وويل د کمونېست ګوند د جوړېدو د ٩٠ کاليزې د نمانځنې لپاره بايد نه يوازې تېره موده ياده کړو، بلکې تر لاسه شوي برياليتوبونه هم پکې وښودل شي. د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې زيات شمېر غوره هنري اثار جوړ شوي دي او خلک له کولتوري ژوند څخه هم ګټه اخلي. دغه ځل د چين ملي تياتر غواړي د کمونېست ګوند په اړه د انقلابی سوژې نه علاوه نور غوره اثار هم نندارچيانو ته وړاندې کړی چې د نوی چين تر جوړېدو وروسته په کولتوري او هنري چارو کې تر لاسه شوی برياليتوبونه به څرګند شي.

د چين ملي تياتر د يو لړ نندارو د جوړوونکي او لارښوونکي په توګه يو ځل بيا د کولتور او هنر د راغونډولو غښتلی رول لوبولی دی چې د هېواد څه د پاسه شلو تياترونو غوره ننداری به وړاندې شي او د پروګرامونو د طرحه کولو په برخه کې هم ګټور وړانديزونه مو کړي دي. په تېره بيا هغه کنسرټ کې چې نوم يې دی د سره اردو سرتېري بېرته راغلي دي، د بېلا بېلو هنري شکلونو په کارولو سره په انقلابي موده کې مروجې سندرې به نندارچيانو ته وړاندې شي.

د دغه کنسرټ يو جوړوونکي جاو دا مينګ وويل د چين د کمونېست ګوند پرېکړه وکړه چې له ١٩٢٨ کال څخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې د کارګرانو او بزګرانو انقلابي پوځ د سره اردو په توګه ونومول شي . هيله ده چې د دغه کنسرټ له لارې به د نوی چين د جوړېدو په بهير کې د سره اردو د ستر خدمتونه ياد او ستاينه وشي .

د چين د مشهور نغمه جوړوونکي ګوان شيا په ځانګړی توګه د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ٩٠ کاليزې د نمانځنې لپاره د بنسټ جوړوونکي په نامه يو سمفوني جوړ کړی. هغه په مطبوعاتي غونډه کې وويل له اوږدې مودې راهيسې د چين د موسيقۍ مرکزي ډلې زيات شمېر کلاسيکې انقلابی نغمې جوړې او راغونډې کړي. موږ به د کمونېست ګوند د جوړېدو د ٩٠ کاليزې د نمانځنې لپاره د بنسټ جوړوونکي په نامه يو ځانګړی سمفوني وړاندې کړو. بر سېره پر دې، په دغه کنسرټ کې به له وروستيو لسو کلونو راهيسې د خلکو د ژوند او روحيې د لښودلو په اړه نور په زړه پوري توليدات به هم نندارچيانو ته وړاندې کړو .

په عين وخت کې د چين يو شمېر دوديزې اوپيراګانې هم له می څخه تر جون مياشتې پورې د سيمه ييزو اوپيراګانو د هنرمندانو له خوا د بېجينګ په ستيجونو کې ولوبېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای