CRI Online

د باغوانۍ نړيوال نندارتون او چين ترمنځ نژدې اړيکې

cri     (GMT+08:00) 2011-06-15 16:01:31

د باغوانۍ نړيوال نندارتون چې اوس د چين د شان شي ولايت په مرکز شي ان ښار کې روان دی، د باغوانانو د نړيوالې ټولنې له خوا يو جوړ شوی نندارتون دی. د ګلانو د نړيوالو بازارونو د پټ توان د پراخوالي او د نباتاتو د کرنيزو تخنيکونو سويې او اړوندو خدمتونو د لوړتيا لپاره د سويس، المان ، فرانسې او اطريش په ګډون لسو هېوادونو په ١٩٨٤ کال کې په سويس کې لومړي ځل لپاره ياده شوې ټولنه جوړه کړه، تر اوسه پورې دغه ټولنه ٢٥ غړي هېوادونه لري. هر غړی هېواد بايد د باغوانۍ نړيوال نندارتون جوړ کړي او دا د دغې ټولنې يوه کاري موخه ده . دغه نندارتون له پيمانې او مودې سره سم په وار سره په څلورو درجو ويشل شوی دی. چين په ١٩٩٩ او ٢٠٠٦ کال کې په کون مينګ او شن يانګ کې د باغوانۍ نړيوال نندارتونونه هم جوړ کړي و.

کون مينګ ښار د چين په جنوب لوېديځ کې پروت دی ، په ١٩٩٩ کال کې د خلکو او طبيعت – ٢١ پيړۍ ته د ننوتلو په اصلی موضوع د باغوانۍ نړيوال نندارتون په دغه ښار کې په بريالۍ توګه تر سره شو. دا لومړی ځل دی چې چين يو ځانګړی نړيوال ننداتون جوړ کړی. د کون مينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د ١٨٤ ورځو لپاره دوام وکړ او د کورنيو او بهرنيو نندارچيانو شمېر ٩ مليونه ٥٠٠ زره تنو ته رسېدلی و. دغه نندارتون د چين د دوديزې باغوانۍ د هنر سره سم د طبيعت د تعقيب او درناوي په موخه د ډيزاين نظرونه څرګند کړي و.

يون نان ولايت د نباتاتو د خزانې په توګه ډېر شهرت او ځانګړي طبيعي ښيګڼې لری. د کون مينګ د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې څه د پاسه ٥٠٠ ډولې ونې خورې ورې پرتې وې چې د نندارتون٧٠ سلنې برخې په ونو او وښو پټې وې. د دغه نندارتون له لارې نړيوالو کون مينګ ښه پېژندلی دی.

په ٢٠٠٦ کال کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون يو ځل بيا په چين کې تر سره شو. د شن يانګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون د دغه ښار په شمال ختيځ د چي پان شان په طبيعي سيمې کې جوړ شو. دلته د چانګ بای شان غرنۍ سيمې يوه برخه ده چې په کې غرونه رغونه پراته دي او تک شنه ښکاری . د مصنوعي منظرو نه بر سېره د ايکولوژيکي منظرې او لندو ځمکو په ګډون طبيعي منظرې د شن يانګ د باغوانۍ د نړيوال نندارتون د ليدو وړ ځايونه بلل کېږي.

د شن يانګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون اصلي موضوع له طبيعت سره د انسانانو همغږی ژوند و او ٦ مياشتې يې دوام درلود. څه د پاسه ١٢ مليونه تنه نندارچيانو له دغه نندارتون څخه ليدنې کړې وې. د نندارتون تر پای وروسته دغې سيمې د يو ستر عمومي پارک په توګه خلاص شوې او د چين په شمال لوېديځ کې د سيلانۍ يو نوی مشهور ځای ګرځېدلی دی.

د ٢٠١١ کال د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون د تېر اپرېل په پای کې پرانيستل شوی او ٦ مياشتو لپاره به دوام وکړي. د دغه نندارتون اصلي موضوع د ښار او طبيعت ترمنځ همغږي ده چې په عمده توګه د نباتابو په اړه طبيعي منظرې او نړيوالې باغوانۍ ابادي وکړي چې د شي ان ښار تاريخ او کولتور او سيمه ييزې ځانګړتياوې، د انسانانو او طبيعت او د ښار او طبيعت ترمنځ د همغږۍ په اړه نوې نظريې څرګندې کړي.

د شي ان د باغوانۍ د نړيوال نندارتون پراخوالی ٤١٨ هېکټارو ته رسېږي چې په کې د اوبو پراخوالی ٤٠ سلنه نيسي.

په چين کې د باغوانۍ ٣ نړيوال نندارتونونه ټول خپلې ځانګړتياوې لري. اوس د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون د رنګارنګ ګلانو او غوره خدمتونو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو د نندارچيانو هر کلی کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای