CRI Online

په قزاقستان کې د کونفسيوس درېيم انسټيټوټ جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2011-06-28 20:04:57

د جون په ٢٤ نېټه د چين او قزاقستان د پوهنتونونو له خوا جوړ شوی د کونفسيوس درېيم انسټيټوټ د قزاقستان په لوېديځ اکتيوبينسک ښار کې جوړ شو. دغه انسټيټوټ د شينجيانګ د ماليې او اقتصاد پوهنتون او د اکتيوبينسک د ملي ښوونکيو پوهنځی له خوا جوړ شوی دی چې د سيمه ييزو اوسېدونکو، په تېره بيا د محصلينو د چيني ژبې د زده کولو او د چيني کولتور او د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه مالوماتو د تر لاسه کولو لپاره يو نوی کانال برابر کړی.

نوموړی انسټيټوټ په قزاقستان کې د کنفوسيوس تر ټولو يو لوی انسټيټوټ دی. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې ادارې سيمې د حکومت د مشر مرستيالې او د کولتوري او ښوونيزو چارو مسؤلې جين نوه د روانې مياشتې په ٢٤ نېټه په اکتيوبينسک کې وويل د دغه انسټيټوټ د جوړېدو له لارې به د چين او قزاقستان د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستی پياوړی شي.

(اواز ١)

هر ملت خپل ځانګړی کولتوري ميراث لري. قزاقي خلک هم غوره کولتوري سرچينه لري. هيله لرم چې د کونفسيوس انسټيټوټ د چين او قزاقستان د خلکو او کولتور ترمنځ د تبادلې په برخه کې ښه رول ولوبوي.

د اکتيوبينسک د ښوونکيو پوهنځي مشر ګاليمجان نورشيف په همدې ورځ وويل د کونفسيوس انسټيټوټ جوړېدل د دواړو هېوادونو د تبادلې په تاريخ کې يوه ستره بله د دوستۍ پېښه ده.

(اواز ٢)

له دې څخه څرګندېږي چې د قزاقستان او چين د خلکو ترمنځ د کولتوري تبادلې او د متقابل تفاهم پياوړتيا د دغه انسټيټوټ د دندې په توګه ټاکل شوی دی.

د اکتيوبينسک ايالت د قزاقستان په لوېديځ کې پروت دی چې د دغه هېواد دوهم لوی ايالت دی. زيات شمېر چيني تصديو په دغه ايالت کې پانګونې کړي او خپلې څانګې يې هلته پرانيستې دي. د شينجيانګ د ماليې او اقتصاد پوهنتون مرستيال وويل

(اواز ٣)

اکتيوبينسک د نفتو د توليداتو يو مهم ښار دی چې د قزاقستان د اقتصاد د راتلونکي پرمختګ کې ستر رول لوبولی او لرلی دی. دلته د کونفسيوس انسټيټوټ د جوړېدو له لارې به لازياتې چيني تصدۍ په قزاقستان کې پانګونې وکړي.

هغه زياته کړه چې د کونفسيوس انسټيټوټ له لارې به سيمه ييز خلک د چيني کولتور په اړه مالومات تر لاسه کړي . په عين وخت کې د کونفسيوس انسټيټوټ د دوه اړخيزې تبادلې يو ميدان هم دی.

(اواز ٤)

موږ به د کونفسيوس د انسټيټوټ له لارې د چيني کولتور په اړه مالومات برابر کړو او هم به دلته د قزاقستان د کولتور په اړه مالومات تر لاسه کړو چې په مساوي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ کولتوري او ښوونيزې تبادلې پياوړې شوې دي.

د اکتيوبينسک کونفسيوس انسټيټوټ د جوړېدو له لارې قزاقستاني ځوانانو ته د چيني ژبې د زده کړې ښه زمينه برابره شوې . ٢١ کلنه جينا د ماشومتوب له مودې څخه د چين په اړه مالوماتو سره ډېره علاقه لري، له ٣ مياشتو راهيسې د چيني ژبې زده کړې وکړې.

(اواز ٥ )زما نوم جينا دی. زه د اکتيوبينسک د کونفسيوس انسټيټوټ يوه زده کوونکې يم. روان کال کې به له پوهنتون څخه فارغه شم ، زه د چيني ژبې له زده کولو سره مينه لرم او له چين څخه ليدنه له څو کلونو راهيسې زما هيله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای