CRI Online

د چاپيريال ساتنې په اړه د سندرغاړي شياو وی کيسې

cri     (GMT+08:00) 2011-06-30 19:39:39

ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د غنمو پټي د ساتوونکي په نامه د چين د مشهورې هنري ډلې له خوا يوه ويل شوی سندره واورېده چې نوم يې و په لار کې. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د دغې هنري ډلې د عمده سندرغاړي شياو وی په اړه مالومات درکړو. په دې وروستيو کلونو کې ښاغلی شياو وی د سندرو ويلو په عين وخت کې د چاپيريال ساتنې پر چارو هم پيل کړی .ځينی خلک وايي ، هغه د غنمو پټی له ساتونکي څخه د ځنګلونو او فيلانو په ساتوونکي بدل شوی دی . د چاپيريال ساتنی لپاره د ده لومړی سفر له ٢٠٠٦ کال څخه پيل شو چې هغه د چاپيريال د ساتنې د يو داوطالب په توګه د نوې پاپواګينې لومړی ځنګل ته ننوتلوو.

پخوا نه پوهېدلم چې دغه هېواد چيرې دی.لومړی ما ګومان کولو چې په افريقا کې پروت دی او وروسته پر دې پوه شولم چې دا د جنوبي اوقيانوس يو هېواد دی . له يو شمېر سندونو سره سم په اسيا او ارام سمندري سيمې کې يوازنی لومړي ځنګل په دغه هېواد کې موجود دی.

دا لومړی ځل و چې شياو وی له طبيعت سره نژدی تماس نيولی و. بېرته چين ته تر ستنېدو وروسته هغه د چاپيريال د ساتنې چارو ته لاډېره پاملرنه کړی. هغه د چاپيريال ساتنې په اړه سندرې جوړې کړي او اړوند هنري نندارتونونه يې جوړ کړي چې د موسيقۍ له لارې د چاپيريال ساتنې مفکوره يې پکې بيان کړې. په ٢٠٠٩ کال کې ښاغلي شياو وی يو ځل بيا د چاپيريال ساتنې د داوطالب په توګه ټايلنډ ته ورسېد چې هلته له فيلانو سره يو ځای د تللو په نامه فعاليت کې ګډون وکړ. شياو وی له ٥ فيلانو سره يو ځای د سيام له باراني ځنګل څخه تېر شو.د ٢٥٠ کيلو مترو په لار کې يې له نورو داوطالبانو سره يو ځای د ځنګل د ويجاړۍ حالت او د فيلانو د ژوندانه چاپيريال بدلون له نژدې ليدلی. ښاغلي شياو وی وويل

د ټايلنډ په منځ د خاوياي په نامه يو دولتی پارک کې موږ له ٥ فيلانو سره يو ځای بنکاک ته ورسېدلو.

په لسو ورځو کې شياو وی هره ورځ له فيلانو سره ژوند کړی چې ګام په ګام يې له دغه ژوي سره مينه پيدا کړې. هغه مهال هغه غوښتل چې د فيلانو په اړه يو مستند فلم جوړ کړي . تر ٨ مياشتو وروسته د فيل د ژوند په نامه مستند فلم جوړ شوی چې د جوړولو ټول کارونه يې د شياو وی له خوا پخپله تر سره شوي دي. هغه هيله لري چې دغه ډول څاروي تل موجود وي او خلک د نوموړي فلم تر کتلو وروسته د فيلانو او ځنګلونو د ساتلو لپاره لا کوښښ وکړي. هغه وويل

د فيلانو بخت له ځنګلونو او انسانانو سره پيچلی اړيکې لري. ولی له سلو کلونو راهيسې په ټايلنډ کې د فيلانو شمېر له ٣٠٠ زرو څخه ٣ زرو ته ټيټ شو؟ ولې په دغه هېواد کې د ځنګلونو د پراخوالي انډول له ٩٠ سلنې څخه لسو سلنې ته ټيټ شوی دی؟ دا غمجن حالت له زيات شمېر مسئلو سره تړاو لري او غواړم چې واقعي حالت يې پيدا کړم.

د شياو وی له خوا جوړ شوی مستند فلم طبيعت په اړه د چين د مستندو فلمونو په نندارتون کې لويه جايزه تر لاسه کړې ده. ښاغلي شياو وی وويل د خوشحالۍ خبره دا ده چې خلک ورځ په ورځ طبيعت ته پاملرنه کوي. طبيعت تر ټولو ښه طرحه کوونکی دی او يوازی طبيعت د برابرۍ د رامنځته کېدو لپاره له موږ سره مرسته کولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای