روان کال د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له لسمې کاليزې سره برابر دی. د بېلا بېلو غړيو هېوادونو مشرانو د روانې مياشتې په ١٥ نېټه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د يادونې په سرمشريزه غونډه کې ګډون درلود. زيات شمېر شخصيتونو وويل د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له لسو کلونو راهيسې په اقتصادي او امنيتي برخو کې همکاريو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي ، بېلا بېل غړي هېوادونه بايد په راتلونکی کې په کولتوري برخه کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.
وليخان توليشوف د قزاقستان يو شمهور شخصيت دی چې اوس د دغه هېواد د ولسمشرۍ صندوق په اړه د نړيوال اقتصادي او سياسي انسټيټوټ د مرکز مدير دنده په غاړه لري. هغه د چين له فلسفې او کولتور سره ډېره علاقه لري چې د اسيا لار او د ٢١ پيړۍ د اسيا تاريخ په نامه خپل ليکل شوی کتاب کې يې د چين د پرمختګ لار او پر اسيا د چيني کولتور د اغېزې په اړه زيات مالومات پکې ورکړي. خو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې په قزاقستان کې د چين له خوا خپاره شوي کتابونه نه شته.
(اواز ١)
اوس موږ د چين د معاصرو ليکوالانو له خوا د کتابونو د لوستلو کم فرصت لرو. په کتاب پلورنځيو کې زيات شمېر کتابونه له مسکو څخه راغلي دي.
قزاقستان په ٢٠٠٧ کال کې د مغولي د پاچا په نامه يو فلم جوړ کړی چې د چين هنرمند سون هونګ لی په دغه فلم کې د يو مهم لوبغاړي رول لوبولی دی. د قزاقستان د کولتور وزير مرستيال عسکر بوريبايف وويل
(اواز ٢)
موږ بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو. په وروستيو ورځو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د کولتوري چارو وزيرانو په غونډه کې ګډون کوونکو په اتفاق سره پرېکړه وکړه چې په کولتوري برخو کې د دغه سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزه همکاري پياوړې کړي. د بېلګې په توګه د فلمونو په برخه کې.
په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د انټرنېټ پوهنتون جوړ کړی چې د چيني او روسي ژبو له لارې د ليرې واټن ښوونې برابرې کړي. د دغه پوهنتون د جوړولو موخه دا ده چې د بېلا بېلو هېوادونو ځوانان د يو بل هېواد د کولتور په اړه مالومات تر لاسه کړي.د قرغيزستان د ولسمشر ستراتيژيکی انسټيټوټ پخوانی مشر او سياسي شخصيت سيرګی ماسولوف وويل
(اواز ٣)
زما په اند د شانګهای همکارۍ سازمان د پوهنتون جوړېدل ډېر مهم دي. دغه پوهنتون به زموږ لپاره يوه ډله غوره کسان وروزي چې د سازمان د غړو هېوادونو ژبې ښه استعماليدای شي.
ښاغلي ماسولوف زياته کړه چې په کولتوري برخه کې د تبادلې پياوړتيا به د شانګهای همکارۍ سازمان د کولتوري چارو د نوي پرمختګ لپاره ګټورې وي.
په قزاقستان کې د چين د لوی سفير جو لی په اند په کولتوري برخه کې د همکارۍ له لارې به په نورو ساحو کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ګټه ولري. هغه وويل د شانګهای همکارۍ سازمان له جوړېدو راهيسې په اقتصادي او امنيتي برخو کې همکارۍ تل د دغه سازمان د پرمختګ ٢ بنسټونه دي. سفير جو د مرکې په وخت کې وويل
(اواز ٤)
د شانګهای همکارۍ سازمان بايد په کولتوري برخو کې همکارۍ ته په درنه سترګه وګوري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |