CRI Online

چينايي مشهور انځورګر لي بين

cri     (GMT+08:00) 2011-08-23 19:59:04

ګرانو اورېدونکو،له اوږدې مودې راهيسې خلکو د هنرمندانو د نندارو له لارې د بېجينګ اوپېرا په اړه معلومات تر لاسه کول. اوس د چين په دا ليان ښار کې يو انځورګر د بېجينګ اوپېرا د رولونو څېرې او ښکلي اندامونه او کالي انځور کړي څو چې خلک د دغو انځورونو له لارې د چين دوديز هنر لاښه وپېژني. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ګرانو اورېدونکو ته د انځورګر لي بين په اړه ځينې معالومات وړاندې کړو.

ښاغلی لي بين د بېجينګ له اوپېرا سره ډېره علاقه لري، هغه په ١٩٦٤ کال کې د چين په دا ليان ښار کې زېږېدلی او په ٦ کلنۍ کې يې له خپل پلار او مور سره د دا ليان د جوانګ هه په کلی کې ژوند کاوه. د ژوند چاپيريال د بدلون له امله هغه سمدلاسه د يوازيتوب احساسات درلود ل او هغه مهال يې د انځورګرۍ پر زده کړه پيل وکړ. يو کال وروسته د ده کور شان دونګ ولايت ته انتقال شو چې په نتيجه کې د چيني اوپېراګانو په اړه د ده مالومات زيات شول.

(اواز ١)

زما د کور تر څنګ د شان دونګ د ليو محلي اوپېرا هنري ډله وه او د کوچنيو لوبغاړيو د استخدام په ترڅ کې وټاکل شوم او ورپسې مې په څو نمونوي تياتري اثارو کې کوچنی ماشوم رول لوبولی و او له دې وروسته مې له بېجينګ اوپېرا سره مينه پيدا کړه .

په شان دونګ کې د ٦ کلونو ژوند وروسته لي بين له خپل پلار اومور سره يو ځای دا ليان ته راستون شو. د خپلو کوښښونو له لارې يې د لياو نينګ ولايت د ښوونکو پوهنتون د نقشۍ په څانګه کې د غوړينۍ نقاشۍ پر زده کړې پيل وکړ او وروسته تر هغه په منځني ښوونځي کې يې د انځورونو يو ښوونکي په توګه دنده پيل کړه.په ١٩٩٩ کال کې ښاغلي لي بين د يوه مسلکي انځوګر په توګه په بېجينګ اوپېرا کې د ډول ډول رولونود بڼو له مخې په انځورګرۍ پيل وکړ.

په پيل کې لي بين د غوړينۍ نقاشۍ د انځورولو لاروچارو سره سم په بېجينګ اوپېرا کې د رولونو بڼې انځورولې او د يوې مودې تر ازموينو وروسته پوه شو چې دغه لارې چارې د بېجينګ اوپېراګانو ژور فلسفي محتويات نه شي څرګندولای. نو د چين د دوديزې نقاشۍ د لاروچارو په وسيله يې د بېجينګ اوپېراګانو په نندارو کې د لوبغاړو د څېرو ، اندامونو او کاليو پر انځورولو پيل وکړ.

د پر له پسې نوښتونو غور او پلټنې په بهير کې د لي بين مهارتونه لوړ شوي دي.

(اواز ٢)

زما په اند د يو چيني او کولتور پېژندونکي شخص په توګه بايد په باخبره توګه د کولتور د خپرونې دندې پلې شي. پوه شوم چې زه بايد تر ممکنه حده پورې لازم کارونه تر سره کړم يعنی زما د انځورونو له لارې د بېجينګ اوپېرا بهرنيانو ته معرفی کړم ځکه چې د بېجينګ اوپېرا نه يوازې د چين ، بلکې د نړۍ هنري ستره خزانه هم ده.

د ٢٠١١ کال د مارچ په ٢٢ نېټه د بېجينګ اوپېرا – د لي بين د هنري اثارو نندارتون د دا ليان په تای دا می جيوه هوټل کې پرانيستل شو او د هېواد زيات شمېر انځورګران او خطاطان يې راجلب کړي دي. د لياو نينګ ولايت دښوونکو پوهنتون د نقشې څانګې کارپوه سونګ مين چې په دې وروستيو کلونو کې تل د لي بين انځورګرۍ ته پاملرنه کوي ،وويل

(اواز ٣ )

لي بين له زياتو کلونو راهيسې د بېجينګ اوپېرا په اړه انځورونه جوړ کړي دي چې د بېجينګ اوپېرا د رولونو بڼې ، حرکات او روحيې ترې ښه څرګندېږي .

په دغه نندارتون کې د شپېتو مترو په اوږدوالي د لي بين يو انځور د نندارې لپاره وړاندی شوی چې د بېجينګ اوپېرا سل بېلا بېل رولونه پکې انځور شوي دي. د دا ليان د بېجينګ اوپېرا هنري ډلې مشر يانګ چه وويل

(اواز)

په دې اوږد انځور کې د هغو سلو نامتو مشهورو لوبغاړو څېرې ليدل کېږي چې د نامتوهنري مجلې لخوا انتخاب شوي دي او زه هم پکې شامل يم .د دوديز کولتور او هنر ترمنځ يوځايښت ډېر ارزښت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای