CRI Online

د کتابونو ١٨مې دورې نړيوال نندارتون په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2011-09-20 15:42:01

د کتابونو ١٨مې دورې نړيوال نندارتون د اګست په ٣١ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د ٦٠ هېوادونو او سيمو د چاپ څه د پاسه ٢٠٠ چيني او بهرنيو سازمانونو په بېجينګ کې راغونډ کړي او څه د پاسه ٢٠٠ زره ډوله کتابونه په کې نندارې ته وړاندې شوي چې دغه شمېر په تاريخ کې تر ټولو لوړ دی. د يو لړ نويو او ابتکاري نندارتونونو او فعاليتونو له لارې خلکو ته د کتابونو دايمي جذابيت ښودل شوی دی.په عين وخت کې د چاپ لازيات بهرني ادارې چيني بازار ته پاملرنه کړې ، دوی هيله لري چې د چين د چاپ له سوداګرانو سره لانژدی همکاري وکړي.

د چين د مطبوعاتو او چاپ د عمومي ادارې مشر ليو بين جيه وويل د کتابونو د بېجينګ نړيوال نندارتون چې ٢٥ کلن تاريخ لري، په نړۍ کې د کتابونو نندارتون او د کولتوري تبادلې يو مهم ميدان ګرځېدلی دی.

(اواز ١)

روان کال نه يوازې د دوديز چاپ سيمې يا د ډيجيتال برېښنايي چاپ برخې ټولې ځلانده دي، د چاپ په اړه ډول ډول تبادلې هم ډېرې دي. لازيات چيني او بهرنی ليکوالانو، ژباړونکو او سياسي شخصيتونو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

د دوديزو کتابونو په سيمې کې ٥ تنه ليکوالانو عکسونه په ښکاره توګه ښودل کېږي چې د ماو دون په نامه د ليکنې اتمې دورې جايزې يې تر لاسه کړې دي. د خلکو د ادبيات چاپ ادارې د بهرنيو همکارۍ څانګې مېرمن جای څان خبريالانو ته وويل

(اواز ٢)

په ٥ کتابونو کې ٢ زموږ د ادارې له خوا چاپ شوی چې تازه د ماو دون په نامه د ليکنې جايزې يې تر لاسه کړي دي.

په عين وخت کې د خلکو د ادبيات چاپ ادارې هم د کتابونو د نړيوال نندارتون له لارې د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د ادبيات د تبادلې فعاليتونه تر سره کړي چې د هېواد له تګلارې سره سم د چاپ حق د سوداګرۍ په اړه نندارتونونه يې جوړ کړي او خبرې اترې وکړې. په تېر کال کې د دغې ادارې له خوا چاپ شوی د توی نا په نامه کتاب د کوريا په جمهوريت ، اسرائيلو او روسيې کې هم پلورل شوی دی.د خبر له مخې، د چين د چاپ چارې له بهر سره همکارۍ کال په کال پياوړی شوی چې په ٢٠١٠ کال کې صادر شوي د چاپ حقونو شمېر ٥ زرو ٦ سوو ته رسېدلی چې د ٢٠٠٩ کال په پرتله ٣٠ سلنه زيات شوی دی او وارد شوی د چاپ حقونو شمېر ١٦ زرو ته رسېدلی چې د چاپ حقونو د سوداګرۍ کسر انډول نورهم کم شوی دی.

روان کال د بېجينګ نړيوال نندارتون د عمده مېلمه هېواد هالنډ د پاچاهي کورنۍ غړيو، لوړپوړيو حکومتي چارواکو، ليکوالانو او د چاپ د چارو سوداګرانو له خوا يو پلاوی جوړ شوی و چې په دغه نندارتون کې يې ګډون درلود. د هالنډ د ښوونې، ساينس او ټېکنالوژۍ او کولتور د وزارت مرستيال زيجلسترا وويل د دغه عمل موخه د دواړو خواوو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ پياوړتيا ده.

(اواز ٣)

موږ هيله لرو چې له دې فرصت څخه په استفادې سره د هالنډ کولتور خپور کړو، په تېره بيا د ادبيات پرمختګ پياوړی کړو.

د هالنډ د چاپ د چارو سوداګرې ايوا کاوسی د لومړي ځل لپاره په دغه نندارتون کې ګډون کړی. د دې په اند د چين د چاپي بازار پيمانه د پاملرنې وړ ده.

(اواز ٤)

د چين د چاپ ادارې د ورخلاصون په حال کې دي چې د بهرنيو هېوادونو د ناولونو او نورو کتابونو سره ډېره علاقه لري. دواړو خواوو د چاپ په برخو کې همکارۍ زياتې دي.

له شمېرنې سره سم، په ٢٠١٠ کال کې په چين کې ٣٢٠ زره ډوله کتابونه چاپ شوي دي او د چاپ چارې عمومي توليدي ارزښت يې يو زر او ٢٧٠ مليارډ يوانو ته رسېدلی دی چې د چاپ دومره لوړې پيمانې لازيات نړيوال سوداګران راجلب کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای