CRI Online

په پاکستان کې د همغږۍ په نامه کتاب د چاپ مطبوعاتي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2011-10-11 15:27:38

د چين د دولت رئيس هو جين تاو له خوا د همغږۍ ټولنې د جوړېدو نظريه د چين د نورهم سالم او چټک پرمختګ خوځنده قوه ده.روان کال د چين او پاکستان ترمنځ سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٦٠مې کاليزې سره برابر دی، د نوی چين د جوړېدو د ٦٢مې کاليزې د نمانځنې په موقع کې د همغږۍ په نامه کتاب په پاکستان کې په چيني او انګليسي ژبو چاپ شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او تبادلې يو پل بلل کېږي.

د سپتمبر د ٢٨ نېټې له غرمې وروسته په اسلام أباد کې د چين او پاکستان د انسټيټوټ له خوا د چيني او انګليسي ژبو په وسيله د همغږۍ په نامه کتاب د چاپ مطبوعاتي غونډه تر سره شوه. د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو دوستانو او خبري رسنيو په دغه غونډه کې ګډون درلود. د پاکستان د بهرنيو چارو د سکريتر سلمان بشير، په چين کې د پاکستان د پخواني لوي سفير اکرام زاکي او د چين او پاکستان انسټيټوټ د مشر مشاهد حسين په ګډون د پاکستان چارواکو او د بېلا بېلو ساحو شخصيتونو د دوستۍ او خوښۍ له احساساتو څخه ډکې ويناوې وکړې.

د همغږ ۍ په نامه د کتاب مولف د چين د برېښنايي ټېکنالوژۍ د نړيوال سوداګرۍ شرکت مشر يان لي جين دی. له لسو کلونو راهيسې ښاغلی يان د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ ټينګولو لپاره وتلي خدمتونه کړي او د غوره ستوري په نامه د ولسمشرۍ مډال يې تر لاسه کړی دی.ښاغلي يان لي جين وويل په ياد شوی کتاب کې په عمده توګه د چين د همغږۍ نظريه لوستونکو ته ورپېژندل کېږي يعنې له دوو زرو کلونو مخکې د کانفوسيوس له همغږۍ نظريې څخه د چين د حکومت د اوسنې واکمنۍ په مفکوری پورې معرفي کېږي. (اواز ١)

په دغه کتاب کې له ٥ زرو کلونو راهيسې د چين کليدي تمدن شاملېږي، زموږ د کولتوري کليدي محتوا همغږۍ ده. په تېره بيا په کې د چين اوسنۍ بهرنۍ تګلارې او د هېواد د پرمختګ تګلارې هم بيانېږي.

ښاغلي يان لي جين وويل د ده موخه دا ده چې په لاښه توګه بهرنيو دوستانو ته د چين د پرمختګ مفکوره معرفی کېږي. هغه به د همغږۍ – د چين د ادارې موډل او د همغږۍ – د چين د پرمختګ شکل په نامه د ده کتابونه چاپ کړي چې په مفصل ډول د چين د ادارې او پرمختګ د شکلونو او سبکونو په اړه معرفی وکړي.

د اسکاري بانک د منيجر حسيب رحمان په اند د همغږۍ په نامه کتاب د پاکستان د لوستونکو لپاره ګټور دی چې د چين په اړه مالومات تر لاسه کړی شي. (اواز ٢)

په پاکستان کې زيات شمېر دوستان د چين په اړه لازيات مالومات نه لري، نو د دغه کتاب په لوستلو سره به پاکستانيان په ښه توګه چين وپېژني.په تېره بيا همغږی د چين يوه مهمه مفکوره ده .

په چين کې د پاکستان پخواني لوی سفير اکرام زاکي له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې هم وويل نه يوازې چين او پاکستان همغږۍ ته اړتيا لري، بلکې په نړۍ کې همغږی هم په کار ده. هغه د همغږۍ په نامه د کتاب ليکوال ته مبارکی وويله.

د پاکستان د مسلم ليګ سرمنشي او د چين او پاکستان انسټيټوټ مشر مشاهد حسين د نوموړی کتاب ګټه او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره فعال رول وستايه. (اواز ٣)

زما په اند دغه کتاب د پاکستاني لوستونکو لپاره د چين د تاريخ، ميراثونو ، کولتور او تمدن د پوهاوی لپاره ګټور دی ، ځکه چې همغږی د چين د کولتور، اقتصاد، بهرنيو تګلارو او سياست لپاره ستر اهميت لري.دغه راز زما په اند دغه کتاب د چين او پاکستان ترمنځ د متقابل تفاهم د تبادلې لپاره يو پل دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای