CRI Online

چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې په چونګ چينګ کې د اسيا د کولتوري پرمختګ په اړه بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2011-10-13 14:55:57

د اسيا د دوولسمې دورې هنري فيسټيوال د اکتوبر په ١٠ نېټه په چونګ چينګ ښار کې پرانيستل شو. روان کال د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د خبرو اترو اړيکو د ټينګېدو له ٢٠ کاليزې سره برابر دی. د دواړو خواوو د مشرانو ترمنځ ١٤مه غونډه به هم په راتلونکی نوامبر کې تر سره شي. د اسيا د هنري فيسټيوال په وخت کې د چين د کولتور وزارت د جنوب ختيځې اسيايي هېوادونو ټولنې د ١٠ غړيو هېوادونو د کولتور وزيرانو او استازيو او د دغې ټولنې د سکرتريت استازيو ته بلنه ورکړی چې په چونګ چينګ ښار کې د اسيا د کولتوري پرمختګ په اړه سره بحث وکړي.

د کولتور په برخه کې خبرې اترې او همکاری د سيمه ييزې ګډې نظريې د رامنځته کېدو او د متقابل باور د ټينګېدو بنسټ دی. د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ترمنځ د همکارۍ د يوې مهمې برخې په توګه د دواړو خواوو ترمنځ د کولتوري تبادلې او همکارۍ پرمختګ د پاملرنې وړ دی. د نوموړی فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د ٢٠١١ کال د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د نوبتي مشر هېواد اندونيزيا د ولسي ښيګڼو د وزارت مرستيال اګوس سرتونو د دواړو خواوو ترمنځ کولتوري تبادلې او همکارۍ وستايلې او و يې ويل:(اواز ١)

په تېرو ٢٠ کلونو کې زموږ ترمنځ متقابل تفاهم په پر له پسې توګه پياوړی شوی او ستراتيژيکی تبادلې او همکاری ورځ په ورځ نژدی کېږي. په عين وخت کې د کولتوري تبادلې په بهير کې د فعال ګډون له لارې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ تفاهم او دوستی پياوړې شوې ده.

د ٢٠٠٩ کال په اکتوبر کې د چين صدراعظم ون جيا باو د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د مشرانو په دوولسمه غونډه کې د ګډون په وخت کې وړانديز وکړ چې دواړه خواوې بايد د خلکو ترمنځ کولتوري تبادلې پياوړی کړي او د دواړو خواوو د کولتور وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو نظام د جوړولو په اړه بحث وکړي.

د چين د کولتور وزير څای وو څرګنده کړه چې چين د ٣ ساحو په نظر کې نيولو سره د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د کولتور له وزيرانو سره د خبرو اترو نظام د جوړولو وړانديز کړی.

(اواز ٢)

لومړی، دا چې بايد د دواړو خواوو ترمنځ د کولتوري تبادلې او همکارۍ درجه لوړه شي ، همغږی دې پياوړی او ستراتيژيک پلان جوړ شي . دوهم، دا چې د دايمي نظام له مخې دې د کولتوري همکاری لازياتې پروژی ابادې شي . درېيم ، دا چې د سرچينو د راغونډولو له لا رې دې د سيمه ييز کولتور د سيالی جامع توان پياوړی شي.

د نظريو تر پوره تبادلې وروسته ګډون کوونکو وزيران د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د کولتور وزيرانو د غونډې نظام د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلی او له لومړنې پرېکړې سره سم به په ٢٠١٢ کال کې په سينګاپور کې لومړنۍ رسمي غونډه تر سره شي.

ښاغلي څای وو وويل په نوموړې پرېکړه کې په هر اړخيزه توګه د سيمه ييزې سولې او سمسورتيا د پياوړي کېدو په بهير کې د کولتوري خبرو اترو او همکارۍ رول تر پاملرنې لاندې راغلی دی .(اواز ٣)

د دغه نظام جوړېدل به د خبرو اترو او همکارۍ نظام د نورې هم بشپړتيا لپاره ګټور وي او د دواړو خواوو ترمنځ د لا ښه تبادلې او همغږۍ او متقابل کولتوري ځانګړتياوو د ساتلو او سيمه ييز کولتور د سيالۍ عمومي توان د لوړتيا لپاره به لازياتې زمينې برابرې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای