CRI Online

مشهور خطاطان او انځورګران د چين په نړيواله راډيو کې راغونډ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-23 20:05:54

 د راتلونکی دسمبر ٣ نېټه د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو له ٧٠ کاليزې سره برابره ده. له ٧٠ کلونو راهيسې د چين د نړيوالې راډيو د خپرونې چارو په پر له پسې توګه پرمختګ کړی او په نړۍ کې اغېږه يې هم ورځ په ورځ لوړېږي. د نومبر په ١٥ نېټه د خطاطۍ او نقاشۍ د غوره اثارو يو نندارتون د چين په نړيواله راډيو کې تر سره شو چې د سي ار ای راډيو د جوړېدو د ٧٠ کاليزې د نمانځنې لپاره يو پرانيستونکی فعاليت ګڼل کېږي.

د چين مشهور خطاط اويانګ جونګ شه ،د چين د خطاطۍ ټولنې مرستيال وانګ جيا شين، د چين د نقاشۍ ټولنې مشر هوانګ ګوانګ هوی او د چين د خطاطۍ ټولنې د سلاکار جانګ بياو په ګډون څه د پاسه سلو مېلمنو په نوموړی فعاليت کې ګډون درلود.

د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګانګ نيان په پرانيستونکو مراسمو کې د خطاطانو او انځورګرانو استازي ښاغلي هوانګ ګوانګ هوی ته د خطاطۍ او نقاشۍ اثارو د ټولولو تصديق نامې ورکړې. تر هغه وروسته وانګ ګنګ نيان له ښاغلي اويانګ جونګ شه سره يو ځای د دغه نندارتون د پرانيستلو اعلان کړی.

(اواز ١)

د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو د ٧٠ کاليزې په اړه د خطاطۍ او نقاشۍ د غوره اثارو نندارتون پرانيستل کېږي.

څه د پاسه ١٢٠ غوره اثار په نوموړي نندارتون کې ښودل شوي دي. ښاغلي اويانګ جونګ شه ، جانګ های او تيان بوه پينګ په ګډون يو شمېر مشهور خطاطانو او انځورګرانو د سي ار ای راډيو د جوړېدو د ٧٠ کاليزې د نمانځنې لپاره د ځانګړی خطاطۍ او انځورګرۍ اثار بشپړ کړي چې په کې د چين د خطاطۍ ټولنې غړي شاو يو جنګ له خوا تر سره شوی د خطاطۍ اثر له ٧٠ کلونو راهيسې د چين د نړيوالې راډيو د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه کوی.

د همغږۍ پسرلي په نامه يو تصوير چې د چين مشهور انځورګر جاو جن ګانګ په دقيق ډول کښلی دی ، د سوسياليزم د غښتلی کولتوري هېواد د ابادۍ د ښه پيل سمبالوی . هغه د نوموړی نندارتون لوړه ارزونه وکړه.

(اواز ٢)

روان کال د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو له ٧٠ کاليزې سره برابر دی چې د نمانځنې فعاليتونه يې ډېر د پاملرنې وړ او ځانګړی دی. له دې امله چې د چين د نړيوالې راډيو سرچينه اواز دی ، نو دغه فعاليتونه د کولتوري ابادۍ له لحاظه تر سره شوی دی.

په دې وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د چين مقام ورځ په ورځ لوړېږي او د خطاطۍ او نقاشۍ په استازيتوب د چين دوديز کولتور په نړۍ کې اغېزه هم ورځ په ورځ پراخېږي. د چين د نړيوالې راډيو مرستيال وانګ مينګ هوا وويل زموږ راډيو به د هېوا په کچه د بهرنيو تبليغاتو د خبري رسنۍ له ميدان څخه په استفادی سره د غوره چيني کولتور او د دوديزې چيني خطاطۍ او نقاشۍ د هنر د خپرولو لپاره نورهم کوښښ وکړي چې له نړيوالو سره د کولتوري تبادلې له لارې د ګډ تمدن دايمي نظام جوړ شي.

(اواز ٣)

د چين نړيواله راډيو کوښښ کوي چې نړۍ ته د غوره چيني کولتور د خپرونې په موخه په فعاله او پوره توګه د اوسنيو خبري رسنيو او انټرنيټ له لارې د چين غوره خطاطۍ او نقاشۍ هنر بېلا بېلو هېوادونو وګړيو ته وروپېژني.

د چين نړيواله راډيو د ١٩٤١ کال د دسمبر په ٣ نېټه جوړه شوی چې اوس په ٦١ ژبو نړۍ ته خپرونې کوي ، په بله ژبه په داسی مجموعی خبری سازمان بدل شوې ده چې د نورو هېوادونو نه مخکې په زياتو ژبو خپرونې کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای