CRI Online

چين د کولتوري چارو د روزنې لپاره پوره کوښښ کوي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-25 20:09:27

د چين د کولتور د وزارت مرستيال لي شياو جيه د نومبر په ٢٣ نېټه د ٢٠١١ کال د چين د کولتوري چارې د لسو لويو نمونوي اډو د اغېزې د ارزونې په فعاليت کې وويل که غواړي کولتوري چارې په ملي اقتصاد کې د ستون رول ولوبول شی ، بايد د هېواد په کچه کولتوري چارې وروزل شي چې په نړيوالو سياليو کې غښتلی ځان ونيسي .

د نومبر د ٢٣ نېټې په سهار د نوموړی فعاليت د ارزونې نتيجه اعلان شوه چې له مخې يې د چين د بهرنۍ کولتور ګروپي شرکت په ګډون ١٠ تصدۍ په کې مخکيني مقام نيسی. له ٢٠٠٤ کال څخه تر اوسه پورې د هېواد په کچه څه د پاسه ٢٠٠ داسې نمونوي اډې پيژندل شوې دي. د چين د کولتور وزارت مرستيال لي شياو جيه وويل

(اواز ١)

د هېواد په کچه د کولتوري چارې د نمونوي اډې د کولتوري چارې د پرمختګ عمده ځواک ګرځېدلی دی چې يو لړ لويې کولتوري تصدۍ او ګروپي ډلې رامنځته شوې چې د سيالۍ او نوي والي غښتلی توان او سترې اغېزې لري.

دا لومړی ځل دی چې په چين کې د هېواد په کچه د کولتوري چارې د نمونوي اډو د مجموعي توان د ارزونې او هڅونې فعاليت تر سره شوی چې د ارزونې جدي اصول او مشخص معيارونه جوړ شوی دی . د کولتور وزارت د کولتوري چارې لويې مديرې ليو يو جو وويل

(اواز ٢)

موږ غوښتنه کوو چې په ارزونې کې ګډون کوونکي اډې بايد د چين په کولتوري چارو کې لومړنی ځاي ونيسي او د نمونې رول ولري.

د چين د بهرنۍ کولتور ګروپي شرکت په نوموړو لسو تصديو کې يو دی چې په دې وروستيو کلونو کې د توليداتو د جوړولو او د کولتوري سرچينو د راغونډولو، د هېواد د بازاري شبکې ابادۍ ، د نړيوالې کولتوري سوداګرۍ او د هېوادونو ترمنځ د تبادلې د سترو پروژو د جوړولو په برخو کې فعال پرمختګونه تر لاسه کړي ، په بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو کې يې د کولتوري چارې د ادارې بنسټيز جوړښتونه جوړ کړي او له نورو هېوادونو او سيمو سره د چين د کولتوري راشې درشې د نژدېوالي لپاره يې د لارښود رول لوبولی دی. د ٢٠١١ کال د مهمو پروژو او نمونوي توکو په اړه د چين د بهرنۍ کولتور د ګروپي شرکت مشر جانګ يو جيه داسې وويل

(اواز ٣)

د وخت او فضا سفر ،د ماماميا په نامه د موسيقۍ اوپيرا چې په چيني ژبه ښودل شوې، د چين د ملي لږکيو د نامادي کولتوري اثارو نندارتونونه او نندارې او په بېجينګ کې د راغونډونې په نامه کولتوري فعاليتونه او د اسيا هنري فيسټيوال زموږ د شرکت لخوا تر سره شوي دي.

اوسمهال د چين کولتوري ابادی په ډيره ښه موده کې ده او له زياتو ښو فرصتونو سره مخامخ ده چې دکولتوري چارې د اډو د جوړولو لپاره زياتې ښې زمينې برابرې شوي دي. خو په نړۍ کې د چين د کولتوري چارې د نمونوي اډې پيمانه او د سيالۍ توان لاهم کمزور دی. د چين د کولتور وزارت مرستيال لي شياو جيه د چين د کولتوري ادارې څانګو په استازيتوب د راتلونکی پرمختګ لوری او موخې وړاندې کړې دي.

(اواز ٤)

که غواړي کولتوري چارې د ملي اقتصاد د عمده چارې په توګه وګرځي، نو بايد د کولتوري چارې د لارښود ځواکونه وروزل شي. د کولتور وزارت او د بېلا بېلې کولتوري ادارې بايد په راتلونکی کې په پر له پسې توګه د کولتوري چارې د نمونوي اډو د لارښوونې ، ادارې ، ملاتړ او خدمت کارونه پياوړی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای