CRI Online

چين به د ادبي او هنري استعداد لرونکي کسانو د روزنې لپاره کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2011-12-01 15:12:02

د چين د ادبي او هنري ټولنې د ګډ اتحاد نهمه ملي غونډه او د ليکوالانو ټولنې د اتمه ملي غونډه په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې تر سره شوه. له څو کلونو راهيسې يادې شوې دواړو سازمانونو په ادبي او هنري ساحه کې د هغو غوره کسانو د روزنې لپاره يو لړ غښتلي تدبيرونه نيولي دي چې اخلاقي سويه به يې لوړه او شمير به يې زيات وي .د چين د ادبي او هنري ټولنې د ګډ اتحاد مرستيال چين جه ګانګ وويل په راتلونکو ٥ کلونو کې به چين په پر له پسې توګه د ادبي او هنري استعداد لرونکي کسانو د روزنې لپاره کوښښ وکړي.

په تېرو ٥ کلونو کې د چين د ادبي او هنري ټولنې د ګډ اتحاد او اړوندو څانګو څه د پاسه ١٤٠ بېلا بېل روزنيز کورسونه جوړ کړي دي چې څه دپاسه ٩ زره تنه ليکوالان او لوبغاړي او يا اداري چارواکي پکې روزل شوی دي. د چين د ليکوالانو ټولنې ٢ زره تنه نوي ليکوالان منلي دي چې په کې د ٨٠٠ تنو عمرونه له ٤٥ کلونو څخه ټيټ دي. ښاغلي چين جه ګانګ خبريالانو ته وويل په راتلونکی کې به د ادبي او هنري استعداد لرونکي کسانو روزنه دوام ولري.

(اواز ١)

په راتلونکي کې به د چين د ادبي او هنري ټولنې ګډ اتحاد د بااستعداده کسانو، په تېره بيا د ځوانو ليکوالو او لوبغاړو د روزنې لپاره زياته هڅه وکړي چې د وياړنې، مسؤليت او ماموريت له لحاظه ددوي احساسات پياوړی شي. په عين وخت کې هم بايد په نويو هنري برخو کې لازيات استعداد لرونکي کسان راجلب شي.

د چين مشهور لوبغاړي ګونګ هان لين وويل د بااستعدادو کسانو د روزنې په بهير کې هم بايد ځوانانو ته د نندارې کولو لازيات فرصتونه برابر شي.

(اواز ٢)

ځوانان ميراث اخيستونکي دي ، په چين کې يوه اصطلاح ده چې وايي ځوانان به هرومرو په هره ساحه کې له زړو کسانو څخه واړوي. بايد ځوانانو ته لا زيات فرصتونه برابر شی څو چې دوی د بېلا بېلو هنرونو په صحنو کې خپل استعدادونه وښيي

د چين د ادبي او هنري چارو ګډې ټولنې په تېرو شپږو کلونو کې اساسي يونټونو ته دوه زره ډول ډول هنري ډلې لېږلې دي په بله ژبه تقريبا زرګونه تنه لوبغاړي د نمايش لپاره د هېواد ګوټ ګوټ ته تللي دي چې ګڼ شمير وګړو ترې هنري خوند اخيستې ده . د چين نامتو اهنګ جوړونکي شوپي دونګ وويل چې د بااستعداده کسانو روزنه بايد د يو دايمي سيسټم لمخې دوام ولری.

په ٢٠١٠ کال کې د چين د ليکوالانو ټولنې د استعداد لرونکي کسانو د روزلو په غرض د منځنۍ او اوږدې مودې پلان جوړ کړی چې د لسو کلونو د کوښښونو له لارې د لوړپوړيو ليکوالو شمېر په ثابت ډول زيات شي .د خبر له مخې، د چين د ليکوالانو ټولنې به په فعاله توګه د ځوانو ليکوالانو او د مهمو خبري رسنيو او انترنيټ په ګډون سازمانونو سره د تبادلې نظامونه جوړ کړي چې لازيات ځوانو ليکوالانو ته د خپل استعداد د ښودلو زيات فرصتونه او ډګرونه برابر کړي.

د ښاغلي چين جه ګانګ په وينا په راتلونکو ٥ کلونو کې به د دغه اتحاد عمده کار دا وی چې د ځوانو ليکوالو او لوبغاړو روزنه د علمي ، سيستماتيک او رسمي نظامونو له مخې ترسره شی . هغه وويل

کوشش به وکړو چې د روزنې او تربيې په پوهنځي کې ډله په ډله غيرمسلکي لوبغاړي وروزل شی څو چې دوي په دايمي توګه په اساسي يونټونو کې د وګړو لپاره ننداره وکړي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای