CRI Online

د کانفوسيوس انسټيټوټ خدمتي ساحې به پراخې شي

cri     (GMT+08:00) 2011-12-19 16:32:01

د کانفوسيوس انسټيټوټ شپږمه غونډه د دسمبر په ١٢ نېټه په بېجينګ کې پرانيستله شوه چې د ١٠٥ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٢ زره تنه استازيو په کې ګډون درلود. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو غړې او د کانفوسيوس انسټيټوټ د مقر شورا مشرې ليو يان دونګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې وويل په راتلونکي کې به د کانفوسيوس انسټيټوټ خدمتي ساحې پراخې او په فعاله توګه به د چيني ژبې د ښوونې پراخوالی او ژورتيا پياوړې شي.

د کانفوسيوس انسټيټوټ په بهر کې د چيني ژبې د ښوونې، د چيني ژبې ښوونکو د روزنې او د چيني کولتور د معرفي لپاره ګټه نه اخيستونکی سازمان دی. د کانفوسيوس لومړنی انسټيټوټ د ٢٠٠٤ کال په نومبر کې د کوريا جمهوريت په سيول کې جوړ شوی. د څو کلونو د چټک پرمختګ له لارې د روان کال د نومبر تر پايه پورې د کانفوسيوس ٣٥٠ انسټيټوټونه او د منځنيو او کوچنيو ٥٠٠ کلاسونه په ١٠٥ هېوادونو او سيمو کې جوړ شوي دي. مېرمن ليو يان دونګ وويل

(اواز ١)

روان کال د چين او د بهرنيو هېوادونو د ګډو کوښښونو له امله د کانفوسيوس انسټيټوټ او د چيني ژبې د نړيوالې ښوونيزې چارې نوي پرمختګونه تر لاسه کړي دي. روان کال د کانفوسيوس ٣٦ نوی انسټيټوټونه او ١٣١ نوي کلاسونه جوړ شوي دي او لازيات ځوانانو د چيني ژبې پر لوستلو پيل وکړ. څه د پاسه ٨ زره ښوونکي او داوطالبان د چيني ژبې د تدريس لپاره سلو هېوادونو ته لېږل شوي او د ١١٨ هېوادونو څه د پاسه ٥ زره زده کوونکو سکالرشپونه تر لاسه کړي او چين ته د زده کړې لپاره راغلي دي.

مېرمن ليو يان دونګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين پرمختګ له نړۍ څخه او د نړۍ سمسورتيا او ثبات هم له چين څخه نه جلا کېږي. په اوسنۍ زمانه کې د ژبو او کولتور په پرخو کې تبادلې ځانګړې اهميت لري. د نورو هېوادونو د ژبو د زده کړې له لارې به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ ټولنيز بنسټ لاټينګ شي. د چين حکومت په فعاله توګه د کانفوسيوس انيټيټوټ د ابادۍ ملاتړ کوي چې د چيني ژبې د لوستلو لپاره د بېلا بېلو هېوادونو خلکو بيړنۍ هيلې پوره کړو.

(اواز ٢)

د روان کال په اکتوبر کې چين د کولتوري ابادۍ د پياوړتيا په اړه نوی ترتيبات نيولي دي. موږ به له نورو هېوادونو سره د بېلا بېلو کچو او ډولونو کولتوري تبادلې تر سره کړو . په عين وخت کې به موږ هم په فعاله توګه د چيني ژبې د نړيوالې ښوونيزې چارې ملاتړ وکړو څو چې له بېلا بېلو هېوادونو سره د همکارۍ له لارې د کانفوسيوس انسټيټوټ د چين او د بهرنيو هېوادونو ترمنځ د تبادلې مهم ميدان وګرځي.

له ٢٠٠٦ کال څخه تر اوسه پورې په مسلسله توګه د کانفسيوس انسټيټوټ ٦ دورې غونډې تر سره شوې دي. د سږنۍ غونډې اصلی موضوع د کانفوسيوس انسټيټوټ راتلونکي لس کاله ده. ليو يان دونګ هيله څرګنده کړه چې د کانفوسيوس انسټيټوټ په پوره توګه د کولتوري تبادلې د ميدان په توګه رول ولوبوي. (اواز ٣)

اوس د چيني ژبې د زده کړې په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو غوښتنې بېلې دي چې له اقتصادي او سوداګريزی همکارۍ څخه کولتوري تبادلې ته پراخې شوی. په بېلا بېلو ځايونو کې د کانفوسيوس انسټيټوټونه بايد د نويو حالاتو په وړاندې د خدمتي ساحو د پراخولو او د ښوونيزو محتوياتو د زياتولو لپاره کوشش وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای