CRI Online

په بېجينګ کې د صنعتي سرچينو د ساتنې او بيا استفادې چارې

cri     (GMT+08:00) 2011-12-23 20:45:58

له ١٩٨١ کال څخه تر اوسه پورې په بېجينګ کې زرګونه فابريکې او ورکشاپونه چې د دغه ښار صنعتي پرمختګ او ښاري تاريخ ثبت کړی، له منځه وړل او اصلاح شوي دي. د هغوي پر ځای زيات شمېر سوداګريزې نوې ودانۍ رامنځته شوي او يوازې د صنعت ډېږ لږ تاريخي ځايونه پاتی شوي چې د پنبو د نساجي دوهمه ملي فابريکه په کې يوه ده.دغه فابريکه د تېرې پيړۍ په پنځمه لسيزه کې جوړه شوی چې په چين کې لومړنۍ هغه فابريکه ده چې له ملي تجهيزاتو څخه استفادې کړی او پيمانه يې تر ټولو لويه ده چې له دغه فابريکې څخه د چين د صنعتي ابادۍ بهير څرګندېږي. د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې په پلازمېنه بېجينګ کې د چارو جوړښتونو د تعديلولو له امله د پنبو د نساجي فابريکې د بند او انتقالي له انتخابونو سره مخامخ و. هغه مهال په بېجينګ کې کولتوري ابتکاري چارې په چټک ډول پرمختګ کړی چې د چاو يانګ په اوسېدونکي سيمه کې د نړيوالو خبري رسنيو ساحې رامنځته شوې دي. د پنبو او نساجي پخوانۍ دوهمه ملي فابريکه په نوموړې سيمې کې پرته او يو مهم ټکی و.تر بحثونو وروسته دغه فابريکه د يو تاريخي ابتکاري کولتوري سيمې په توګه ساتل شوی چې په کې د لای جين په نامه کولتوري ابتکاري پارک جوړ شوی دی.

(اواز ١)

يعنې د لای جين کولتوري ابتکاري پارک چې پراخوالی يې ١٢٠ زره مربع متره او د ابادۍ پراخوالی يې له لس زره مربع مترو څخه اوښتی دی.

په دغه پارک کې يو کارکوونکي وويل د لای جين کولتوري ابتکاري پارک تر جوړېدو وروسته زيات شمېر تصدۍ راجلب شوي چې د کرايې انډول يې سل سلنې ته رسېدلی و او په کې ٤٣ سلنه د نوی خبري رسنيو تصدی ، ٢٨ سلنه د ابتکاري ډيزاين سازمانونه، ١٤ سلنه د اعلانونو او ٩ سلنه د کارتون تصدی دي او نور ٦ سلنه يې ټول له ابتکاري کولتور سره اړيکې لري.

دلته د نوي او لرغونې زمانې سبکونه يو ځای کېږي، ټرافيکي او عامه تاسيسات بشپړېږي او د لرغونې فابريکو د ابادۍ سبکونه ځانګړې دي چې د کولتوري ابتکاري چارو زيات شمېر پانګه اچوونکي يې راجلب کړي دي. پاتې شوي صنعتي ورکشاپونه او تاسيسات د استعمالولو ارزښت لوړ دی چې له دوی څخه استفادې د سپمولو ټولنې د ابادۍ له غوښتنې سره سمون خوري او سترې ګټې به ورته ورسوي. د بېجينګ د ملي پنبو د کولتوري ابتکاري پرمختګ د شرکت مشر ليو جيان وويل

(اواز ٢)

په دغه سيمه کې د کارکوونکو شمېر له لسو زرو څخه زيات او هر کال توليدي اندازه يې له لسو مليارډو يوانو څخه اوړي.

د خبر له مخې، اټکل کېږي په ٢٠١١ کال کې به د لای جين پارک د ادارې عايدات ٦٢ مليونه يوانو او په ٢٠١٢ کال کې به يې ١١٠ يا ١٢٠ مليونه يوانو ته ورسېږي. بر سېره پر دې، د اټکل له مخې به په دغه سيمه کې د هر کال عايدات له ٨ مليارډو څخه تر ١٠ مليارډو يوانو پورې او ماليات يې به يې له يو مليارډ څخه تر يو مليارډ او ٢٠٠ مليونه يوانو پورې وي.

د بېجينګ په شمال جيو شيان چياو برېښنايي تصدۍ تر بيا ابادۍ وروسته د ٧٩٨ مشهورې کولتوري او هنري سيمې ګرځېدلی دی چې زيات شمېر سيلانيان راجلب کړي دي چې د تېرې پيړۍ په ٥ لسيزه کې له لرغونې ودانيو څخه عصري هنري سبک يې احساسېږي. له دې امله بېجينګ ښار هم د لومړي ځل لپاره د امريکا د نيوز ويک مجلې د ١٢ نړيوالو ښارونو په کلنۍ ټاکنه کې شامل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای