CRI Online

د کولتوري نظام د اصلاحاتو په بهير کې بايد د چيني ځوانانو کولتور بهر ته خپور کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-01-13 15:06:36

د ٢١مې پيړۍ لس کلونه تېر شوي دي ، اوس چين په لازياتو ځايونو کې نړۍ ته خپل ځان او کولتور معرفي کوي، خو بايد نه يوازې بهر ته دوديز کولتور ، بلکې ځوان کولتور هم نړيوالو ته خپور شي. ځوان کولتور په ټولنيز کولتور کې تر ټولو ستر خوځنده ځواک لري، د نوی کولتور د جوړېدو لپاره بايد د ځوانان کولتوري پرمختګ ته وهڅول شي او د ځوان کولتور خپرېدا تازه هوا ته اړتيا لري.د ځوان کولتور توليدي او صادراتي بهير ټولنيز ملاتړ ته اړتيا لري او په ترڅ کې به لازياتې ټولنيزې او اقتصادي ګټې رامنځته شي.

له ٢١مې پيړۍ راهيسې په امريکا کې د لېدي ګاګا په ګډون زيات شمېر ځوان سندرغاړي رامنځته شوي دي. که څه هم دوی ځوانان دي، خو د سندرو ويلو توان يې ډېر لوړ دی. د جاپان د کارتون کولتور د چين پر ځوانانو ستره اغېزه کړې . کله کله به د چين د لويو ښارونو په پارکونو کې يوه ډله ځوانان وليدل شي چې د جاپان په کارتونونو کې د جامو په اغوستنې سره عکسونه اخلي.

چين ژور کولتوري دودونه او غښتلی کولتوري ځواک لري چې بايد د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته لازيات ځوان سندرغاړي وروپېژني.خو اوس په چين کې د ځوان کولتور توليدي سيسټم غښتلی نه دی ، بهر ته د ځوان کولتور صادرات کمزوري دي او نړيوالو ته د چيني ځوانانو د سالمې بڼې د خپرونې کارونه ډېر لږ دي. خو اوس پوښتنه دا ده چې د چيني ځوانانو د کولتور د رامنځته کېدو او د پرمختګ خنډونه څه دي؟

لومړی، په اوسني ښوونيز نظام کې د ځوانانو اختراعي توان ته د هڅونې برخه هغومره پياوړې نه ده لکه څومره چې لازمه او اړينه. له منځنيو ښووځيو څخه تر پوهنتونونو پورې ډول ډول سيالي د ځوانانو د يادونې او پوهنې توان د پياوړتيا او تشويقولو لپاره تر سره کېږي، خو د اختراعي توان په اړه هڅونه لږه ده.دغه راز دا ستونزمنه ده چې د ځوان کولتور اختراع توليدي توان ته بدل شي.

دوهم، اوس په چين کې اختراع او اختراعي چارې يوازې د حکومت او علمي ټولنې له خوا تکراره شوی يوه مفکوره ده چې د خلکو ترمنځ ژوره اغېزه نه لري.

بر سېره پر دې، په دې وروستيو کلونو کې د کمونېستي ځوانانو اتحاديې د مرکزي کميټې په ګډون د حکومتي څانګو د ملاتړ له امله د محصلينو او ځوانانو د پروژو د جوړولو او د کوچنيو پورونو د پروژو په ګډون نظريې ګام په ګام د ځوانانو د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. خو د کولتوري نظام د اصلاحاتو په وړاندې به په راتلونکي کې بهر ته د چيني ځوانانو کولتور د خپرونې کارونه څنګه تر سره کړی شي ؟

لومړی، بايد په پوره توګه د ځوانانو علاقمندۍ او ابتکاراتو د هڅولو لپاره کوښښونه وکړی شي. د ساينس او ټېکنالوژۍ په برخو کې لومړنی څېړنې ته او د هنر په برخه کې لومړنی هنر تشويق کړي او له بېلا بېلو لارو چارو د چيني ځوانانو اصلي توليدات نړۍ ته وړاندې کړي.

دوهم، اختراع د پروژو له جوړولو سره يو ځای کړي چې د اختراع د غوښتنې پر بنسټ د محصلينو د پروژو د جوړولو چارې پياوړې کړي.

د ځوانانو کولتور بايد بېلا بېل او د اختراع له روحيې څخه ډک دی.که نړۍ غواړي پوهېږي چې چيني ځوانان څه شی فکر کوي او څه کار کوي؟موږ به ددې په اړه نړۍ ته خبر ورکړو. چيني ځوانان اختراعي توان لري، ښايي چې د هېواد بڼې په راتلونکی تبليغاتي فلم کې به لازيات ځوان چيني طرحان، لارښوونکي او پوهان رامنځته شي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای