CRI Online

چين به د مطبوعاتو د چاپ چارې پرمختګ چټک کړي

cri     (GMT+08:00) 2012-01-17 16:07:40

د چين د مطبوعاتو او چاپونې د عمومي ادارې مرستيال وو شو لين د جنورۍ په ٩ نېټه وويل په راتلونکو ٥ کلونو کې به په جدي توګه په نړۍ کې د چين د مطبوعاتو د چاپ چارې د سيالۍ توان پياوړی کړي او د مطبوعاتو د چاپ غښتلي هېواد د ابادۍ کارونه به چټک کړي.

په نړۍ کې د چين د مطبوعاتو د چاپ چارې د سيالۍ او خپرونې توان د لوړتيا لپاره د چين د مطبوعاتو او چاپونې عمومي ادارې د روانې مياشتې په ٩ نېټه بهر ته د چين د مطبوعاتو د چاپ چارې د کاروبارو پراخوالي په اړه يو شمېر نظريې خپرې کړې. د مطبوعاتو د چاپونې ټولنې په اند نوموړې نظريې په ٢٠١٢ کال کې د مطبوعاتو او چاپونې د عمومي ادارې د لومړني سند په توګه خپرې شوي چې په نړيوال بازار کې د مطبوعاتو د چاپ چارې د اغېزې د پراخوالي، د چيني کولتور د نرم ځواک د لوړتيا او د چيني کولتور اغېزې د پياوړتيا لپاره د چين د مطبوعاتو او چاپونې چارې ټينګ هوډ او باور څرګندېږي.د چين د مطبوعاتو او چاپونې د عمومي ادارې مرستيال وو شو لين په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل

(اواز ١)

د نوی چين د جوړېدو له ٦٠ کلونو راهيسې د چاپ چارې پرمختګونه موندلی دي، په تېره بيا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې تر پلي کېدو وروسته زموږ اقتصاد په نړۍ کې د دوهم لوی اقتصادي ټولنې په توګه بلل شوی چې د چاپ شويو ورځپاڼو او کتابونو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی. خو اوسنی مسئله دا ده چې زموږ د چاپ چارې اغېزه ستره نه ده.

د نوموړو نظريو خپرېدل د مطبوعاتو او چاپونې چارې د نړيوالې تبادلې نوی حالاتو د رامنځته کېدو لپاره ګټور وي. د چين د مطبوعاتو او چاپونې د عمومي ادارې د بهرنۍ تبادلې او همکارۍ د مديريت مشر جانګ فو های وويل

(اواز ٢)

دا لومړی ځل دی چې د هېواد په کچه بهر ته د چاپ چارې د ننوتنې په اړه ترتيبات نيولي دي، د مطبوعاتو او چاپونې د عمومي ادارې له خوا اړوند سندونه خپاره شوي، د اوسنيو اړوندو تګلارو په اړه سيسټمونه جوړ کړي او بهر ته د مطبوعاتو او چاپونې چارې د ننوتنې په اړه ١٠ نوې تګلارې پلې کړي.

په نوموړی نظريو کې د کولتوري توليداتو او خدمتونو د صادراتو د چټکتيا لپاره لس نوی تګلارې وړاندې شوي چې په بهر کې د پروسس خدمتونو او بهر ته د معاملې د صادراتو او وارداتو په اړه محتويات هم پکې شامل دي. ښاغلي جانګ فو های وويل لس نوې تګلارې د نوموړو نظريو عمده ټکي دي.

(اواز ٣)

لس نوی تګلارې د دغو سندونو عمده برخه ده يعنې د مطبوعاتو او چاپونې سرچينو د نور ښه والي په اړه لس نوې تګلارې.

په يادو شويو نظريو کې وړاندې شوي چې بهر ته د چين د کولتوري توليداتو د ننوتنې او د نړيوالو کولتوري بازارونو د پيدا کولو موخې دا دي چې په ٥ کلونو کې د چاپ حقونو د صادراتو انډول له ٧ زرو څخه اوښتې وي، د ديجيټال برېښنايي توليداتو او خدمتونو صادراتي ارزښت له يو مليارډ امريکايي ډالرو څخه زيات شي، د کتابونو صادراتي اندازه له ١١ مليونه او ٥٠٠ زره ټوکونو څخه اوښتې ده، صارداتي ارزښت به له ٤٢ مليونه امريکايي ډالرو څخه زيات شي او د طباعي خدمتونو د صادراتي پيمانې عمومي ارزښت سل مليارډ يوانو ته ورسېږي چې د چين د مطبوعاتو او چاپونې د نړيوالې سيالۍ توان به په ښکاره توګه لوړ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای