CRI Online

د پيرو حکومت په روان کال کې له لاسه ورکړې ١٥٠٠ تاريخي اثارو د بېرته اخيستنې پلان لري

cri     (GMT+08:00) 2012-02-13 10:22:56

د پيرو د کولتور وزارت د تاريخي اثارو د څارنې او کنټرول ادارې د فبرورۍ په ٢ نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد په ٢٠١٢ کال کې د خپلو ١٥٠٠ تاريخي اثارو د بېرته اخيستنې پلان لري چې بهر ته د قاچاقچيانو له خوا وړل شوي دي.

پيرو لرغونی تاريخ لري چې د انکا ادب سرچينه ده او بيا بيا د جنوبي امريکا د تمدن زړه په توګه بلل کېږي. هر وخت پخوا په پيرو کې زيات شمېر کيمټي تاريخي اثار له خاورو څخه راايستل شوي دي ، خو د تاريخي لاملونو له امله زياتره يې بهر ته قاچاق شوي دي. نو په بهر کې د خپلو تاريخي اثارو د بېرته اخيستنې کار د پيرو حکومت يو ستر کار ګرځېدلی دی. د فبرورۍ په ٢ نېټه د پيرو د کولتور وزارت د تاريخي اثارو د څارنې او کنټرول ادارې يو چارواکي اعلان وکړ چې په ٢٠١٢ کال کې به څه نا څه ١٥٠٠ تاريخي اثار هېواد ته بېرته راوړل شي او د دغه هېواد د کولتور څېړنيزو څانګو ته به وسپارل شي. د خبر له مخې، ياد شوي تاريخي اثار په عمده توګه د پخوانۍ کولمبيا او د هسپانيې په استعماري موده کې چيني باب ، منسوجات، د کور سامانونه او تيل رنګونه او اکثريت يې په امريکا، هسپانيا، مکسکو، ارجنټاين، ايټاليا او استراليا ته قاچاق شوي دي. پيرو په عمده توګه په بهرنيو هېوادونو کې د خپلو سفارتونو او قونسلګريو له لارې د نوموړو تاريخي اثارو د پلورلو مخه نيسي او د عدليې محکمې، خبرو اترو او په خپله خوښه سره د بسپنه ورکولو او پيرو ته يې بېرته د سپارلو له نورو هېوادونو څخه د خپلو تاريخي اثارو غوښتنه کوي.

د خبر له مخې، په يادو شويو ١٥٠٠ تاريخي اثارو کې څه د پاسه ٢٠٠ په بهر کې د پيرو د سفارتونو له خوا اخيستل شوي او ژر به پيرو ته ولېږدول شي. په امريکا کې د پيرو د تاريخي اثارو په اړه ١٠ قضيې د قاچاقچيانو تر محاکمې وروسته محکوم شوي چې ١٦٧ تاريخي اثار بېرته پيرو ته وسپارل شي. په ايټاليا کې ١٥ چيني باب هم له نوموړې لارې پيرو ته بېرته سپارل شوي. په هسپانيا کې د پيرو سفارت په ١٩٢٩ کال کې د ابريا او امريکا په نندارتون کې ننداره شوی تاريخي اثار بيا لاس ته راوړي. بر سېره پر دې، په بهر کې يو شمېر تاريخي اثار تر اوسه پورې نه دي ټاکل شوي، خو د اټکل له مخې به روان کال د پيرو له خوا بېرته واخيستل شي. په امريکا کې د پيرو د ٢٢ هنري توليداتو په اړه ٢٢ قضيې تر اوسه پورې نه دی محکوم شوی، خو د محکوميت نتيجه به يې ژر اعلان شي . په استراليا کې د پيرو د تاريخي اثارو په اړه ٩ ليلامونه بند شوي. بر سېره پر دې د ارجنټاين ٣ تنه غونډوونکي د پيرو ١٠٥٥ تاريخي اثار لري او ښايي چې نوموړي تاريخي اثار به په روان کال کې د پيرو د حکومت له خوا بېرته واخيستل شي.

په دې وروستيو کلونو کې د پيرو حکومت په بهرنيو هېوادونو کې د خپل تاريخي اثارو د بېرته اخيستلو لپاره ډېر هلې ځلې کړي. د دغه هېواد د کولتور وزارت د وختي خبرداری يو بشپړ سيسټم جوړ کړی چې که تاريخي اثار غلا شي، اړوندو سيمه ييزو، ملي او نړيوالو څانګو ته به يې خبر ورکړي. بر سېره پر دې، د پيرو حکومت د کولتوري چارو يوه ځانګړې تبادلوي شبکه هم جوړه کړې چې د تاريخي اثارو د بېرته اخيستنې لپاره اسانتياوې برابرې کړي. له شمېرنې سره سم، په دې وروستيو ٥ کلونو کې پيرو په بريالۍ توګه په بهرنيو هېوادونو کې ٥٢٠٠ خپل تاريخي اثار بېرته راوړي.

د روان کال د جنورۍ په ١٩ نېټه د پيرو د بهرنيو چارو وزارت د دغه هېواد د کولتور وزارت ته په دې وروستيو ورځو کې د امريکا له خوا بېرته ورکړل شول. يو قيمتي تاريخي اثر سپارلی چې ٢٠ کلونه مخکې بهر ته قاچاق شوی و .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای