CRI Online

چين به د عمده مېلمه هېواد په توګه د لنډن د کتابونو په سږني نندارتون کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2012-03-27 19:58:42

د لنډن د کتابونو نندارتون په نړۍ کې يو ډېر مهم نندارتون دی. د روان کال په اپرېل کې به چين د لومړي ځل لپاره د عمده مېلمه هېواد په توګه په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.

د چين د اطلاعاتو او د چاپ عمومي ادارې د روانې مياشتې په ٧ نېټه په لنډن کې د ډېر پاملرنې وړ بازار په نامه د عمده مېلمه هېواد د فعاليتونو په اړه يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. د نوموړې ادارې د بهرنيو تبادلې او همکارۍ د مديريت مشر جانګ فو های د يو لړ شمېرنې يادونه وکړه او ويې ويل چې د چين له خوا د جوړيدونکو فعاليتونو او د ګډون کوونکو ليکوالانو شمېر ډېر زيات او د نندارتونونو پيمانې ډېرې سترې دي.

(اواز ١)

لومړی، له ما سره ٦٠٠ تنه راغلی او څه د پاسه زر تنه نور به هم پخپله راشي. دوهم، ١٨١ د چين د چاپ تصدۍ به په دغه نندارتون کې ګډون وکړي. درېيم، د چين د نندارتونونو پراخوالی به ٢٠١٩ مربع مترو ته ورسېږي. څلورم، څه د پاسه ١٠ زره ډوله چيني کتابونه به د چاپ حق په معاملې کې وټاکل شي. پنځم، د چين له خوا د جوړيدونکو فعاليتونو شمېر به له ٣٠٠ څخه واړول شي. شپږم، ٥٧ ليکوالان به د عمده مېلمه هېواد په فعاليتونو کې حاضر وي.بر سېره پر دې، موږ به دچاپ ٣٦ ځانګړی فعاليتونه تر سره کړو او ١١ نور هنري او کلتوري نندارې جوړې کړو.

په بريټانيا کې د چين لوی سفير ليو شياو مينګ په ياده شوی مطبوعاتي غونډه کې په خپله وينا کې وويل سږ کال د چين او بريټانيا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٤٠ کاليزې سره برابر دی. په سياسي، اقتصادي او کولتوري برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پر له پسې پرمختګ په حال کې دي. روان کال به د عمده مېلمه هېواد په توګه د لنډن د کتابونو په نندراتون کې د چين ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د پياوړتيا لپاره ګټور وي. سفير ليو شياو مينګ خبريالانو ته وويل

(اواز ٢)

د لنډن د کتابونو په نندارتون کې د چين د پاملرنې وړ بازار په نامه فعاليت د کولتور په ګډون زياتو ساحو کې د چين له خوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو د معرفي کولو يو مهم ميدان دی. له چين سره کولتوري تبادله ډېره لازمه ده.

د لنډن د کتابونو نندارتون د همکار په حيث د بريټانيا د کولتور ټولنه په تېرو ٣ کلونو کې تل د چين د پاملرنې وړ بازار په نامه د اړوندو فعاليتونو په پلانولو بوخته وه. د دغې ټولنې د ادبي چارو عمومي مديرې مېرمن نيکلين وويل روان نندارتون به په هر اړخيزه توګه په بېلا بېلو زمانو کې د چين ليکوالان بريټانوی لوستونکو ته وروپېژني.

د چين ليکوال بي فی يو په همدې ورځ د نوموړې مطبوعاتي غونډې په ځای کې هيله څرګنده کړه چې خپل کتابونه د بريټانوی لوستونکو خوښ وی او نندارتون په لنډن کې د اولمپيک د راتلونکو لوبو په شان بريالی شي.

(اواز ٣)

يوه مياشت وروسته به د لنډن د کتابونو نندارتون پرانيستل شي. زه باور لرم چې دا به يو ستر روحي ديالوګ وي. د روان کال په اګست کې به په لنډن کې اولمپيک لوبې پرانيستل شي او دا به يو ستر بدني ديالوګ وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای