CRI Online

د چين کلتوري ابادۍ ته د ملي ولسي کانګرس استازيو پاملرنه

cri     (GMT+08:00) 2012-03-28 20:37:17

((خپرېدا، نوښت او د کلتور د ستر پرمختګ او سمسورتيا لپاره کوښښونه)) د چين په دوولسم پنځه کلن پلان کې د کلتور د برخې سرليک جوړوي. له دغه عنوان څخه د چيني کلتور د خپرېدا د قطعې او د نوښت د کموالي په هکله اندېښنې ښکاريږي، په رښتينې توګه د کلتوري او اقتصادي پرمختګونو ترمنځ نابرابرۍ موږ ته زيانونه رسولي دي. د ملي ولسي کانګرس استازي زموږ د منعوي کور ابادۍ او کلتوري خپرېدا او نوښت ته پاملرنه کوي.

(( اوس مهال موږ کافي خوراکونو او جامې لرو، خو د هنري ساعت تيرۍ، منعوي ښېګڼو او علمي پوهنې له کمبود سره مخامخ يو. ))

د چين د ملي ولسي کانګرس استازي او د هه نان ولايت د کای فنګ ولسوال د فلم ښودلو شرکت منيجر ګو جيان هوا يادې څرګندونې وکړې. هغې له تېرو اته دېرشو کلونو راهيسې د بزګرانو لپاره په زړه پورې ښوونيز فلمونه ښودلي دي، نو هغه په ښه توګه د بزګرانو کلتوري اړتياوې پېژني. تېر کال ځايي حکومت په دې هکله د ګو جيان هوا وړانديز ته په درنه او د قدر په سترګه ګوري او له دې سره سمه يې پريکړه وکړه چې هر کال په کليو کې د فلمونو د ښودلو لپاره دری لکه يوانه ولګوي چې له امله يې تر اوسه پورې ځايي کليوالو د شپږو زرو ځله لپاره د علمي تخنيکونو فلمونه کتلي دي.

د ګو جيان هوا وړانديز د کليوالو د هيلو په استازيتوب. د اقتصاد او ټولنې د چټک پرمختګ او د مادي سويې د لوړوالي سره سره د کلتور ارزښت، مقام او رول ورځ په ورځ ښکاريږي او د خلکو هنري اړتياوې بېړنې کيږي. د سېچوان ولايت د کلتور ادارې مشرې جنګ شاو شين په دې نظر ده چې کلتور بايد د خلکو له ژوند سره نژدې اړه ولري او لا زياتې او لا ښې کلتوري نندارې او توليدات کليوالو ته وړاندې شي.

(( اوس دوه خبرې په وار سره ياديږي چې يو د خلکو ژوند او بل کلتور دی. که د خلکو له ژوند سره د کلتور اړيکې ټينګې شي، د ټولنې کلتور ته به پاملرنه ځواکمنه او زياته شي. د چين د څو دورو په ملي ولسي کانګرسونو کې د خلکو ژوند تر بحث لاندې نيول شوی دی، خو د نژدې کلونو په ملي ولسي کانګرسونو کې هغه مسئلې بيا بيا يادې شوې چې منعوي او کلتوري ژوند بايد د خلکو ژوند په برخو کې شامل وي. ))

څرنګه کلتوري نندارې او توليدات د ګوښه کليو اوسېدونکو ته وړاندې او ورسول شي؟ استازيو زيات اړوند وړانديزونه کړي دي.د هه بۍ ولايت استازې ليو دان لي وويل:

(( په کليو کې زياتره اوسېدونکي بوډاګان او ماشومان دي او د دوی ژوند ډېر تنګ او له ستونزمنو حالاتو ډک دی، د دې توان نه لري چې د کلتوري نندارو ټيکټونه واخلي، نو يوازې د حکومت په مرسته موږ په کليو کې د دوی د کورونو په وړاندې تر شنه اسمان لاندې د نندارو صحنې جوړوو او دوی ته لا زياتې نندارې وړاندې کوو، تر څو کليوال اوسېدونکي له لا کلتوري نندارو څخه برخمن شي.))

استازې جنګ شاو شين څرګنده کړه چې په کليو کې کلتوري ابادي د چين د کلتوري پرمختګ وروسته پاتې والي او ستونزه ده، خو د هېواد له خوا د زياتو پيسو له لګولو وروسته کلي لا هم د هنري ابادۍ د کارکوونکو او توان له کمبود سره مخامخ دي. په دې هکله د يي چوان د برېښنايي انرژۍ ګروپ مشر دای سونګ لينګ وويل:

(( د هنرمندانو روزنه بايد پياوړې شي، ځکه د کليو کلتوري ابادي له دوی څخه نه بېلېږي. ښه به دا وي چې په هر کلی کې يو هنرمند شتونه ولري.))

استازې جنګ شياو شين وويل چې:

((کلتوري ابادی بايد رښتينی، ژوند او عامو خلکو ته نژدې شي. کلتور نه يوازې له ويلو او نڅاوو څخه جوړيږي.کلتوري ابادي يو اوږد مهالی بهير دی.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای