CRI Online

دوی د خوب د رښتينی لپاره نڅا کوی

cri     (GMT+08:00) 2012-04-19 10:04:07

د قزاقستان د ځوانانو د نڅاوو د درېيمې دورې نړيوالې سيالی د مارچ له ٢٦ نېټې څخه تر ٣٠ نېټې پورې د دغه هېواد په لومړی لوی ښار الماتا کې تر سره شوې چې د روسيې او ترکيې په ګډون د يو شمېر هېوادونو نڅاګرو زده کوونکو په کې ګډون درلود. د دوی په زړه پورې نندارې د د قضاوت کوونکو لخوا وستايلې شوې او هغوي هم د خپل برخليک لپاره ښکلۍ هيلې لری.

(اواز ١)

هيله لرم چې په راتلونکی کې به د مارينسکي په نامه تياتر کې نڅا وکړم.

هيله من يم چې د نړۍ د مشهورو تياترونو لپاره د شخصي نڅاګرو په کتار کې ودرېږم.

غواړم چې په ستيژ کې د شلو کلونو لپاره ننداره وکړم

نوموړی سيالی د کلاسيک او ملي نڅاوو په دوو برخو مربوطه وه او په لوړو، منځنيو او ټيټو دريو ټيمونو ويشل شوې ده. د روسيې، ترکيې، قرغيزستان، ازبکستان او قزاقستان په ګډون د نڅا ٦ ځانګړو ښوونځيو زده کوونکو په دغه سيالی کې ګډون درلود او عمرونه يې له ١٨کلونو څخه ټيټ وو.

جايزې ګټونکو زده کوونکو د سيالۍ تر ختمېدو وروسته سمدلاسه ښه زيري خپلو پلرونو او ميندو ته ورکړي. د لوراموستولوا لور چې د ملي نڅا د ټيټې درجې ټيمونو په سيالۍکې يې لومړۍ درجه جايزه تر لاسه کړې ، د الماتا د نڅا په ښوونځی کې زده کوونکې ده او همدغه ښوونځی د يادې سيالۍ کوربه ښوونځی دی او د تېرې پيړۍ په ٣ لسيزه کې جوړ شوی چې د قزاقستان د نڅا کولو هنر د پرمختګ شاهد دی. د ځينو کسانو په وينا د دغه ښوونځي تاريخ د قزاقستان د بالټ نڅا د پرمختګ تاريخ دی. د دغې ښوونځي ښوونکې او د نوموړی سيالۍ د تشکيلاتي کميټې مرستيالې انوارا سديموا د نڅاوو د نړيوالې سيالۍ د جوړېدو د موخې او اهميت د يادونې په وخت کې داسې وويل

(اواز ٢)

سيالی زموږ لپاره ډېره لازمه ده چې د ښوونځيو ترمنځ د تبادلې لپاره ګټوره ده، زموږ د ښوونځي پرمختګ له سياليو سره نژدی تړاو لري .

مېرمن انوارا زياته کړه چې سيالی د نڅا کولو هنر د خپريدا لپاره ګټوره ده. اوس په قزاقستان کې څه د پاسه ٥٠ تياترونه شته چې ٢ يې د اوپيرا او بالټ تياترونه دي. ان د کلاسيک بالټ نندارې د کتلو لپاره د ټکټ اخيستل يو ستونزمن کار دی. زموږ خبريال د نڅا په ښوونځي کې هنري فضا او چاپيريال احساس کړی. کله چې د موسيقۍ اواز رامنځته کېږي، زده کوونکي په نڅا پيل کوي. د قزاقستان د ځوانانو د نڅاوو د درېيمې دورې نړيوالې سيالی د قضاوت کوونکی کميټې مشر او د دغه هېواد مشهور هنرمند بولات ايوهانوف وويل چې قزاقيان د يادې سيالۍ له لارې د نڅا کولو پر راتلونکي پرمختګ باندی پوره باور لری.

(اواز ٣)

قزاقستان د اروپا او اسيا د لويو وچو په منځ کې واقع دی چې له امله يې په اروپايي او اسيايي کلتورونو او هنرونو پورې اړه لری چې د کلاسيک نڅاوو په ګډون اروپايي هنر هم په چټکۍ سره پکې پرمختګ کوي. د بېلګې په توګه د الماتا د نڅا په ښوونځي کې د بالټ د ښوونې توان ډېرغښتلی دی. نو زموږ د نڅا هنر نه يوازی نه دی تباه شوی ، بلکې د ګام په ګام پرمختګ په لور وړاندی کوي .

ښاغلي بولات وويل دغسې ځوان زده کوونکي د نڅا کولو ښه بنسټ لري او د دوی برخليک يې ډېر روښانه دی . باور دی چې ددوي خوبونه رښتيني شی

په واقعي توګه هر کس خپل خوب لري، ځوانان هيله لري چې په راتلونکي کې به يو مشهور نڅاکوونکی وګرځي او ښوونکي او هنرمندان هيله لري چې د نڅا هنر به په پر له پسې توګه پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای