CRI Online

د ٢٠١٢ کال د لندن کولتوري فيسټيوال به پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2012-05-07 15:05:06

د لندن د المپيک لوبو د هرکلی لپاره به په لندن کې زيات شمېر کولتوري فعاليتونه تر سره شي. د اپرېل په ٢٦ نېټه د ٢٠١٢ کال د لندن د کولتوري فيسټيوال د تشکيلاتي کميټې د دغه فيسټيوال د بېلا بېلو فعاليتونو د مشخصې اجنډا اعلان وکړ.

د ٢٠١٢ کال د لندن کولتوري فيسټيوال به د روان کال د جون په ٢١ نېټه په رسمي توګه پرانيستل شي او د سپتمبر تر ٩ نېټې به پای ته ورسېږي.د ٢٠٤ ګډون کوونکو هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٢٥ زره هنرمندان به د بريټانيا په بېلا بېلو ځايونو کې څه د پاسه ١٢ زره فعاليتونه تر سره کړي. دغه فيسټيوال په ٢٠٠٨ کال کې د کولتوري المپيا د فعاليت له خوا رامنځته شوی دی. په همدې ورځ د دغه فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د کولتوري المپيا د شورا رئيس ، د بريټانيا کولتور، خبري رسنيو او د المپيک وزير جيريمي هونت پر دې ټينګار وکړ چې کولتوري فعاليت نړۍ ته د بريټانيا د ښودلو لپاره ستر اهميت لري.(اواز ١)

کولتور د بريټانيا لپاره د هسپانيا لپاره د لمر په شان دی. دغه فيسټيوال به زموږ يو کولتوري اختر وګرځي.

د بريټانيا د کولتوري، مخابراتي او اختراعي چارو وزير وايزي وويل د لندن کولتوري فيسټيوال به د بېلا بېلو ځايونو خلکو ته فرصتونه ورکړي چې د چيني کولتور په ګډون رنګارنګ کولتور احساس کړي.(اواز ٢)

دا به يو ستر فعاليت وي چې د لندن او بريټانيا په بېلا بېلو ځايونو کې ډول ډول فعاليتونه تر سره شي.د بېلګې په توګه د شېکسپير په نړيوال فيسټيوال کې به د چيني ژبې له لارې د شېکسپير اوپيراګان نندارې ته وړاندې شي.بر سېره پر دې، د موسيقۍ د سيند په نامه کنسرټ به هم جوړ شي .په لندن کې زيات شمېر چيني زده کوونکي شته، هيله لرم چې هغه مهال به دوی په دغو فعاليتونو کې ګډون وکړي.د دغو فعاليتونو له لارې به په هر اړخيزه توګه د بريټانيا کولتور او نړيوال کولتور وښودل شي.

د څه د پاسه ١٠ زره فعاليتونو د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو ترمنځ د لانجې د يادونې په وخت کې د کولتوري اولمپيا او د لندن د ٢٠١٢ کال د کولتوري فيسټيوال عمومي لارښوونکې مېرمن روس مکنزې داسې وويل

(اواز ٣)

البته موږ به د لرغونې يونان د حالاتو د بيا څرګندېدنې لپاره کوښښ وکړو.هنرمندان او لوبغاړي به د دغه فيسټيوال په موده کې په ګډه سره نمانځنه وکړي. د عصري المپيک لوبو د ابادۍ په اړه د پيري دي کوبيرتين په اصولو کې هنر، سپورټ او ښوونې د ٣ لويو رکنونو په توګه ټاکل شوی دی. نو زه اندېښنه نه لرم چې کوم لانجه به رامنځته شي. ځکه چې موږ د بريټانيا په بېلا بېلو ځايونو کې ستر فرصتونه برابر کړو او ښايي چې هر کس به په کې ګډون وکړي.خو د يو شمېر کسانو لپاره به په کې د ګډون شونتياوې لږې وي، دوی لوبغاړي دي، ځکه چې هغه مهال به ډېر بوخت وي.

د زمبابوی سندرغاړې شينګای شونيوا به له خپلو ملګريو سره يو ځای د موسيقۍ د سيند په نامه کنسرټ کې ګډون وکړي.هغه د دغه کنسرټ د يادونې په وخت کې خپله خوښي څرګنده کړه.

(اواز ٤)

ډېره خوشاله يم چې د اولمپيک لوبې به ژر پيل شي.هيله لرم چې چيني دوستان به لازياته خوشالي پيدا کړي.ځکه چې د اولمپيک د فيسټيوال په موده کې به زيات شمېر مشهور هنرمندان نندارې وړاندې کړي.د سپورټي لوبو د کتلو پرته به هم موسيقي واورو. هغه مهال به د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو نندارې خلکو ته وړاندې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای