CRI Online

په بېجينګ کې د راغونډونې په نامه هنري فيسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-05-13 20:00:00

په بېجينګ کې د راغونډونې په نامه ١٢مې دورې هنري فيسټيوال په دې وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پرانيستل شو. د اپرېل له ٢٨ نېټې راهيسې د کيوبا، هسپانيا، ارجنټاين، فرانسې او جاپان په ګډون د ٢٠ هېوادونو څه د پاسه ٦٠ هنري ډلې به په يوه مياشت کې نندارچيانو ته ٦٠ نندارې او څو نندارتونونه وړاندې کړي چې چيني نندارچيانو ته د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو کولتورونو وښودل شي.

په بېجينګ کې د راغونډونې په نامه هنري فيسټيوال په اسيا کې تر ټولو لوی پسرلني هنري فيسټيوال دی چې تر اوسه پورې ١١ دورې په بريالۍ توګه تر سره شول. د روان هنري فيسټيوال اصلي موضوع رومانتيک پسرلۍ ده. د چين د کولتور وزارت د بهرنيو چارو ادارې مرستيال جانګ ای پينګ وويل

(اواز ١)

په بېجينګ کې د راغونډونې هنري فيسټيوال تل د نړۍ د بېلا بېلو کولتورونو د ښودلو يو ستر ميدان دی. له لسو کلونو راهيسې، څه د پاسه ١١٠ هېوادونو او سيمو زر هنري ډلې او ٣٠ زره تنه هنرمندان په دغه فيسټيوال کې ګډون کوي او د نندارچيانو شمېر لس مليونه تنو ته رسېږي.

په روان هنري فيسټيوال کې د موسيقۍ، نڅاوو، اوپيراګانو، په ميدانونو کې نندارو او نندارتونونو په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي.د چين د بهرنيو کولتوري نندارو شرکت منيجر جانګ يو وويل

(اواز ٢)

په بېجينګ کې د راغونډونې هنري فيسټيوال ځانګړتيا دا ده چې په تياترونو او ميدانونو کې نندارې او د خيرښېګڼې نندارې سره يوځای شوی دی.

د اپرېل په ٢٨ نېټه د نوموړی فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې د کيوبا د بالټ هنري ډلې له خوا د اسماني بټيو جهيل په نامه د بالټ ننداره د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلی ده چې د کلاسيک بالټ هنر پر بنسټ د کيوبا ملي ځانګړتياوې او عصري سبک په کې هم ښودل شوی دی.بر سېره پر دې، د ارجنټاين ، جنوبي افريقا او فرانسې د هنرمندانو له خوا يو لړ نڅاوو هم د نندارچيانو تود هرکلی تر لاسه کړی دی.

د نيويارک د پايتخت تياتر چيني نژاد سندرغاړی تيان هاو جيانګ به په بيجينګ کې د لومړي ځل لپاره هغه خاصه شخصي ننداره وښيي چې هم د اوپيرا او هم د ډرامې هنري بڼې لری او نوم يې دی زما سندرې او زما مشر ورور. د نندارې په جوړوونکي ډله کې د المان او امريکا غوره هنرمندان راغونډ شوی دی. ښاغلي تيان هاو جيانګ وويل

(اواز ٣)

هيله لرم چې په ښه توګه دغه ننداره نندارچيانو ته وړاندې کړم. زه د اوپيراګانو يو تمثيل کوونکی يم. په دغه ننداره کې به هم کيسې ليدل او هم سندرې اورېدل کېږي او هيله لرم چې تاسو ته تازه احساسات ورسوم.

د خبر له مخې، په بېجينګ کې د راغونډونې په نامه ١٢مې دورې هنري فيسټيوال کې په پر له پسې توګه د بېجينګ له لارې د هېواد هنري اغېزې د پراخوالي نظر څرګند شوی. د کيوبا د بالټ هنري ډله، د ارجنټاين د ټېنګو هنري ډله، د سکاټلنډ د تاريزی الو غږولو هنري ډله او د هسپانيې مشهوره سندرغاړې لوز کاسال به په بېجينګ کې تر نندارې وروسته شانګهای، ګوانګ جو او لان جو ته لاړ شي چې لازياتو نندارچيانو ته ځلاندې او په زړه پورې نندارې وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای