CRI Online

د چين د کارټوني فلم د جوړولو چارو نهه کلن پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2012-07-02 20:38:38

د چين د کولتور وزارت په اړه د کولتوري چارو د مديريت مشر ليو يو جو په دې وروستيو ورځو کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د چين حکومت خپله هيله او تابيا د کارټوني فلم د جوړولو چارو پر پرمختګ تړي.له ٩ کلونو راهيسې په چين کې د کارټوني فلم د جوړولو چارو سيسټم په بنسټيزه توګه قايم شوی چې د کولتوري کيفيت ، د چارو پيمانې، تخنيکونو،د ساينس څېړنې او ښوونې او د ټولنيزو اغېزو په برخو کې لاسته راوړنې موندل شوې دي.په تېره بيا په وروستيو ٥ کلونو کې د چين د کولتور وزارت له څو وزارتونو سره يو ځای اړوندې تګلارې جوړې او فعاليتونه تر سره کړي او په مستقيمه او غښتلی توګه يې د چين د کارټوني فلم د توليدولو چارو پرمختګ پياوړی کړی دی .مثلا په ٢٠١٠ کال کې د چين د کولتوري چارو د نمونوي سيمو او اډو څېړنيزې پانګې له ١٤ مليارډ او ٣ سوه مليونه يوانو پيسو څخه زيات شوی چې په کې د چين د کارټوني فلم څېړنيزې پانګې له يو مليارډ يوانو څخه اوښتی و چې د چين کارټوني فلم د جوړولو چارې چټک پرمختګ موندلی دی. تر ٢٠١٠ کال پورې د هغو کارټوني فلم د اخيستلو تصديو شمېر ١٣ ته رسېدلی چې توليدي ارزښت يې له سل مليونه يوانو څخه اوښتی دی. ښاغلي ليو يو جو وويل

(اواز ١)

د مرکزي حکومت د ماليې څانګې د يادو چارو د پرمختګ لپاره ځانګړې پانګې بېلې کړې چې له ٢٠٠٧ کال څخه تر اوسه پورې يې٦٩١ مليونه يوانه پيسې اختصاصې کړې دي . بر سېره پر دې د کارټوني فلم د توليدولو تصديو د ادارې لارې چارې او د مالياتو امتيازې تګلارې يې هم جوړې کړې چې په نتيجه کې د تصديو ماليات کم شوي دي.

که څه هم په شلمه پيړۍ کې په چين کې زيات شمېر غوره کارټوني فلمونه جوړ شوي او ځينو يې په نړۍ کې جايزې تر لاسه کړې، خو د چين د دغو چارو پرمختګ لاهم په لومړنۍ پړاو کې دی.ښاغلي ليو يو جو وويل

(اواز ٢)

له ٢٠٠٣ کال راهيسې يوازې ٩ کلونه تېر شوي، دولتي شورا په ٢٠٠٦ کال کې د کارټوني فلم د توليدولو چارو د ملاتړ په اړه څو نظريې خپرې کړې او ورپسې په ٦ کلونو کې دغې چارې په چټکۍ سره پرمختګ موندلی او لاملونه يې دا دي : لومړۍ، بازاري غوښتنې يې غښتلی دي. دوهم، د حکومت ملاتړ قوی دی.

خو د اروپا، امريکا، جاپان او د کوريا جمهوريت په پرتله د چين کارټوني فلم د اختراعاتو، تخنيکونو او بازاري پلورنې په برخو کې لاهم ستر واټن لري. ښاغلي ليو يو جو وويل روان کال به نوي تدبيرونه ونيول شي.

(اواز ٣)

د کارټوني فلم د جوړولو چارو اداره او نظارت اوس د کولتوري چارو د پرمختګ په وړاندې يوه ستره مسئله ده. د کولتور وزارت دې مسئلې ته ډېره پاملرنه کوي، په تېره بيا د چين د کولتوري نظام د اصلاحاتو له امله د کولتوري قوانينو د اجرا کېدو اصلاحات ګام په ګام بشپړ شوي او په دې برخه کې اداره به لاځواکمنه شی.

د ٢٠١٢ کال په پيل کې د بېجينګ پوهنتون د کولتوري چارو د انسټيټوټ کارپوه شيانګ يونګ له خبري رسنيو سره د مرکې په وخت کې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د کولتوري چارو د پرمختيا قانون جوړ شي چې د چين کولتوري چارې په معياري او مناسبه توګه له خپلو قاعدو سره سم پرمختګ وکړي. ښاغلي ليو يو جو وويل اوس دغه قانون د څېړنې په حال کې دی .

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو په بهير کې د بهرنيو هېوادونو زيات شمېر کارټوني فلمونه چين ته ننوتلي چې د چينايانو د نندارې کچه لوړه شوې، دغه راز په چين کې د کارټوني فلم جوړولو له ځوانو تصديو څخه لا لوړې غوښتنې وړاندې شوې دي. ښاغلي ليو يو جو وويل چين د کارټوني فلمونو لوی صادرونکی هېواد دی، خو اوس غښتلی جوړونکی هېواد نه دی. د چين د کارټوني فلم د جوړولو ټولنه بايد د دغو چارو د پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای