زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه د چيني او بهرنيو انټرنيټي کارونکو مسابقې تازه پای ته ورسېدې او د جايزې ورکولو مراسم چې د چين د نړيوالې راډيو او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د مطبوعاتي دفتر لخوا په ګډه جوړشوی ، د جولاي د يوولسمې نيټې په شپه په ارومچي ښار کې ترسره شول.
(اواز ١)
ګرانو اورېدونکو، د شينجيانګ د ښکليو سندرو په مل زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه د انټرنيټي سياليو جايزه ورکونې امراسم د ارومچي ښار په هويتاک هوټل کې پرانيستل شول چې د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د تبليغاتي چارو مشر هو وی او د چين د نړيوالې راډيو د مشر مرستيال شيا جي شيوان په ګډون مشرانو په کې برخه درلوده. بر سېره پر دې، د چين، بريټانيا، مصر، اردن، ترکيې او ايران په ګډون د ١١ هېوادونو ١١ تنه جايزه اخيستونکي هم د بلنې له لارې په يادو مراسمو کې حاضر وو.
ښاغلي شيا جي شيوان لومړی زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه د يو لړ فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او و يې ويل.
(اواز ٢)د ٢٠١١ کال په سپتمبر کې د چين نړيوالې راډيو او د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې حکومت له مطبوعاتي دفتر سره په بريالۍ توګه زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه د اسلامي هېوادونو د مطبوعاتي عکاسانو لپاره د خبرونو او عکسونو راټولولو فعاليت تر سره کړی.د ٢٠١١ کال له دسمبر څخه د ٢٠١٢ کال تر فبرورۍ پورې د چين د نړيوالې راډيو د انګليسي، عربي، فارسي او ترکې څانګو په ګډون د لسو ژبو ويبپاڼو له تيان شان انټرنيټ او نورو کورنيو او بهرنيو مشهورو ويبپاڼو سره يو ځای زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه د چيني او بهرنيو انټرنيټي کارونکو مسابقې تر سره کړې څو چې د دوی د هنري اثارو او د نويو خبري رسنيو له لارې نړيوالو ته يو واقعي شينجيانګ ورپېژندل شی.
٢ مياشتني فعاليتونه د چين او بهرنيو هېوادونو د انټرنيټي کارونکو د ډېر پاملرنې وړ دي. زيات شمېر بهرنيو انټرنيټي کارونکو د ښکليو عکسونو تر کتلو وروسته شينجيانګ ته د سفر توده هيله پارولې ده. د شينجيانګ د اويغوري خپلواکې سيمې د مطبوعاتي دفتر مديرې هو هان مين وويل دغو فعالتونو په هراړخيزه توګه په نړۍ کې د شينجيانګ بڼې د لوړتيا لپاره ستر رول لوبولی دی.
(اواز ٣)د چين نړيواله راډيو د چين د بهرنۍ خپرونې د عمده ځواک په توګه د شينجيانګ د تبليغاتو په اړه زيات فعاله کارونه تر سره کړي دي. په روان کال کې به موږ دغه فعاليت ته دوام ورکړو .
د ترکيې انټرنيټي کارونکې اېدا اوزسوی د جايزې ګټونکو په استازيتوب په خپله وينا کې وويل
(اواز ٤)زما په کمره کې د شينجيانګ په نامه فعاليت ما ته يو ښه فرصت برابر کړی چې په شينجيانګ کې د بېلا بېلو ميله پالو قومونو د خلکو ژوند او په دغه سيمه کې ځلاند دوديز کولتور له نژدې وګورم.
نوموړو ١١ تنو انټرنيټي کارونکو په ٦ ورځو کې له تورفان، کاناس او اينينګ سيمو څخه ليدنې کړې او پخپلو سترګو يې د شينجيانګ ښکلۍ طبيعي منظرې وکتلې او غوره کولتوري ژوند يې احساس کړی دی. د چين د نړيوالې راډيو د مشر مرستيال شيا جي شيوان هيله څرګنده کړه چې دغه اسيايي او افريقايي انټرنيټي کارونکي د شينجيانګ سفيران وګرځي او يو واقعي شينجيانګ د نورو زياتو هېوادونو خلکو ته معرفي کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |