CRI Online

په توکيو کې د ٢٠١٢ کال د چين د کولتور فيسټيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2012-09-16 19:15:40

٢٠١٢ کال د چين او جاپان ترمنځ د سياسي اړيکو د عادي کېدو له ٤٠ کليزې سره برابر دی. د سپتمبر د ٧ نېټې په سهار په توکيو کې د ٢٠١٢ کال د چين د کولتور فسټيوال پرانيستل شو. دا لومړی ځل دی چې په جاپان کې د چين سفارت او اوسېدونکو چينايانو او د چيني پانګوالو سازمانونو په ګډه دومره لوي کولتوری فعاليت تر سره کوی.په جاپان کې د چين سفير چنګ يونګ هوا ، د جاپان پخواني صدراعظم يوکيو هاتوياما، د جاپان د بهرنيو چارو د وزير مرستيال څويوشي ياماګوچي او د اقتصادي ډلو د ګډې ټولنې مشر هيروماسا يونيکورا په ګډون يو شمېر شخصيتونو د دغه فيسټيوال په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

(اواز ١)

په جاپان کې د چين لوی سفير چنګ يونګ هوا په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

(اواز ٢)

باور لرم چې د دغه فعاليت له لارې به نه يوازې د جاپان ټولنې ته د چيني کولتور سترې ځانګړتياوې او د عصري چين د تمدن او ترقۍ بڼه وښودل شی، بلکې عامو وګړيو ته به د چين د پېژندنې لپاره يو پل جوړ شی.

د جاپان پخواني صدراعظم يوکيو هاتوياما وويل ٤٠ کلونه مخکې د دواړو هېوادونو مشران د نظريو يووالي ته رسېدلي وو کېدای شی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځينې مسئلې د هوښيارو نسلونو له خوا ښه حل شي.

(اواز ٣)

د اوسنۍ زمانې په وړاندې لازيات جاپانيان بايد د چين د کولتور فيسټيوال وګوري.که څه هم بېلا بېلې مسئلې موجودې دي، خو هم هيله من يم چې موږ د چين او جاپان ترمنځ پر دوستانه اعتماد ټينګار وکړو او له دغه فعاليت څخه خوند واخلو.

په توکيو کې د ٢٠١٢ کال د چين د کولتور فيسټيوال ٣ ورځې دوام لري چې په کې د ملي سندرو ويلو او نڅاوو کولو، د موسيقۍ الاتو غږولو او د چيني فلمونو د ښودلو په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي .

که څه هم په دې وروستيو ورځو کې د چين او جاپان ترمنځ ځينې شخړې پېدا کېږي، خو يو شمېر چاپاني خلکو په پر له پسې توګه څرګنده کړې چې دغه شان کولتوري تبادله لا هم د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستانه تبادلې د پياوړتيا لپاره ډېره لازمه ده.د چين د کولتور فيسټيوال د اجرايوي کميټې د ادارې مشر کونګ يي وويل

(اواز ٤)

د خبري رسنيو له خوا برابر شوې خبرونه او تلويزيوني انځورونه محدود دي او په هر اړخيزه توګه لوستونکو او ليدونکو ته د بېلا بېلو برخو پېښې وړاندې نه کېږي. مثلا د چين په باب د جاپان د ځينو خبري رسنيو لخوا خپاره شوي راپورونه غيرجامع نه وو او د چيني کولتور او چينايانو په هکله د يو شمير جاپانيانو د سوتفاهم سبب وګرځېده چې په داسی حال کې هيله من يو چې د ياد فعاليت له لارې جاپانيان پر چين باندي ښه پوهېدای شی.

په جاپان کې د چين لوی سفير چنګ يونګ هوا په خپله وينا کې وويل

(اواز ٥)

د نويو نړيوالو حالاتو او د چين او جاپان دواړو خواوو د نوی پرمختګ په وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه همکاری د ستر پرمختګ له ګتورې مودې سره او هم له ځينو سختو ننګونو سره مخامخ ده.د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د عادي کېدو د ٤٠ کليزې په موقع کې موږ بايد د چين او جاپان ترمنځ پر دوستانه اعتماد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ پر سمې لارې ټينګار وکړو ، د دواړو هېوادونو د خلکو بنسټيزو ګټو ته دې ډيره پاملرنه وکړو ،په ښه توګه دې ډول ډول پيچلۍ مسئلې حل کړو او بېلا بېل موانع دې له منځه يوسو څو چې د چين او جاپان ترمنځ اړيکې په سالم او ثابت ډول پرمختګ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای