CRI Online

د چين د چاپ چارو جوړښت د تعديلولو بهير چټک شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2012-09-18 20:23:11

په بېجينګ کې د کتابونو د ١٩ دورې نړيوال نندارتون روان دی. د چين او د بهرنيو هېوادونو د مشهورو تصديو استازيو او اړوندو کارپوهانو د دی اصلي موضوع په اړه بحثونه کړي دي چې د ډيجتال په چاپيريال کې د چاپونو تصديو موجوديت او پرمختګ. د دوی په اند بايد د چاپ چارو په جوړښت کې تعديل او په پوره توګه د ډيجتال چاپ چارې پرمخبوتلل شي

د نوموړي نندارتون يو جوړوونکي يعنې د چين د ديموکراسۍ د پرمخبيوونکې ټولنې د مرکزي کميټې رئيس يان جيون چي د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل اوسنۍ زمانه د نړيوال کېدو او ډيجتال يوه زمانه ده چې د دوديز چاپ چارې د جوړښت تعديلولو او د پرمختګ لارې چارې بدلولو چټکتيا او د نوی ډيجتال چاپ چارې هراړخيز پرمختګ اوس د نړيوال چاپ چارې يوه ګډه نظريه ده.

له شمېرنې سره سم په ٢٠١١ کال کې د چين د ډيجتال چاپ چارې په پر له پسې او غښتلی توګه پرمختګونه کړی چې په تېر کال کې په دغه ساحه کې عمومي عايدات څه نا څه ١٣٧ مليارډ او ٨ سوه مليونه يوانو ته رسېدلی چې د ٢٠١٠ کال په پرتله ٣١ سلنه زيات شوی دی.

اوس په چين کې د ٣ لويو مخابراتي تصديو د ډيجتال چاپ چاري پرمختګ کوي. د چين د مخابراتو د ډيجتال لوستونکو توليداتو د اډې عمومي منيجر شياو وی وويل په راتلونکي کې به د ډيجتال د لوستنې په برخه کې لوستونکو ته لاښه ميدان برابر او لازيات سوداګران به راجلب کړي.

(اواز ١)

زما په اند اوس د ډيجتال لوستنه د غښتلی پرمختګ په حال کی ده. موږ په خلاصه توګه د ډيجتال لوستنې په برخه کې په ټول قوت سره يې هرکلی کوو. تر ټولو مهم دا دی چې موږ د خپرونې او راجلبولو پراخ ځواک لرو.

د چين د ډيجتال چاپونې نوی تخنيکونه په چټک ډول پرمختګ کوي او د ډيجتال د چاپونو تخنيکونو استعمال د چين د ډيجتال چاپ چارې د عمومي پرمختګ لپاره ډېرې ګټورې دي.

د چين د مطبوعاتو او چاپونې عمومي ادارې مشر ليو بين جيه په ياد فورم کې وويل که څه هم په چين کې د ډيجتال چاپ چارو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي، خو لاهم له سختو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. د بېلګې په توګه د دوديز چاپونې تصديو د ډيجتال کېدو بهير ورو دی او د ډيجتال چاپونې معيارونه يو شان نه دي.

د دوديزو چاپونې سوداګرانو او د ډيجتال سوداګرانو ترمنځ د چاپونې حق ټاکنه هم په دغه نندارتون کې د ګډون کوونکو او کارپوهانو د پاملرنې وړ مسئله ده. د چين د مخابراتو د ډيجتال لوستونکو توليداتو د اډې عمومي منيجر شياو وی وويل دوی د تخنيکونو په برخه کې ياده مسئله حل کړي.

(اواز ٢)

که د چاپ چارې موجودې دي، د ډيجتال چاپ په چارو کې بېلا بېلې ټولنې به د قانوني چاپونې درناوی وکړي.

تر اوسه پورې د بېجينګ د چاپونې نړيوال فورم ١٨ دورې په بريالۍ توګه تر سره شوی او په منځنۍ توګه هره دوره د چين د چاپونې څه د پاسه ٥٠٠ تصدی او د ٥٠ بهرنيو هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٢ زره تصدۍ په کې ګډون کوي او د لوستونکو شمېر ٢٠٠ زره تنو ته رسېدلی دی. دغه فورم بهر ته د چين د چاپ چارې د پرمختګ او اړوندو تګلارو د معرفي کولو، د چين او بهرنيو هېوادونو د چاپونې چارې کسانو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ او متقابلې تبادلې لپاره يو مهم ميدان ګرځېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای