CRI Online

د چين په نينګ بوه ښار کې د اقتصاد د پرمختګ په وخت کې کولتور هم په ښه توګه ساتل کېږي

cri     (GMT+08:00) 2012-09-24 09:48:02

د جه جيانګ ولايت نينګ بوه ښار په چين کې يو تر ټولو لرغونی ښار دی او دغه ښار هم ستر خوځنده ځواک لري.له دوو زرو کلونو مخکې نينګ بوه ښار د ورېښمو لرغونې لار سوداګريز مرکز و او اوس په چين کې درېيم لوی سوداګريز بندر ګرځېدلی چې د څه د پاسه سلو هېوادونو او سيمو له ٦ سوه بندرونو سره د بيړيو تګ راتګ ساتي. د دغه ښار يو حکومتي چارواکي وويل برياليتوبونه د تېرې مودې استازيتوب کوي، موږ راتلونکي ته په درنه سترګه ګورو. د سپتمبر په ١٥ نېټه په نينګ بوه کې د چين د سمندر د اقتصاد او پانګونې د معاملې غونډه پرانيستله شوه چې د سمندر د اقتصادي پرمختګ لپاره يوه ښه ميدان برابر کړی. د نينګ بوه ښار د سمندر د اقتصادي دفتر مدير چن فی لونګ وويل د دغې غونډې موخه د لازياتو تصديو د پانګو راجلبول دی چې سمندري ساينس او ټېکنالوژۍ او د عصري سمندري چارو پرمختګ چټک شي.دا هم د نينګ بوه ښار د سمندر اقتصاد د پرمختګ په دوولسم پنځه کلن پلان کې يو مهم ګام دی. د چين تر ټولو لرغونی کتابتون په نينګ بوه ښار کې پروت دی چې نوم يې دی تيان يي ګه او پراخوالی يې ٢٦ زره مربع مترو ته رسېږي چې د مينګ په امپراطورۍ دوره کې جوړ شوی دی. څه نا څه ٣٠٠ زره پېړۍ لرغوني کتابونه،زرګونه نقاشۍ او يو شمېر قيمتي او ارزښتناک لرغوني لاسي اثار په دغه کتابتون کې ساتل کېږي.هر کال څه دپاسه ٤٠٠ زره تنه بهرنی سيلانيان نينګ بوه ته سفر کوي . د نينګ بوه ښار په سړکونو کې يو شمېر ودانۍ د پرتګال له سبک څخه ډکې دي. د خبر له مخې، په ١٥٢٢ کال کې د پرتګال سوداګرانو نينګ بوه ته راغلي و او وروسته يې په دغه ښار کې پاتې شوی وو.

د يو بل خبر له مخې،د چين او د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې د چيني ژبې خبري رسنيو لومړنی فورم د سپتمبر په ١٥ نېټه د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې په نان نينګ ښار کې په رسمي توګه پرانيستل شو.دغه فعاليت د چين د نيوز اژانس ، د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې د چينايانو دفتر او د ليو جو ښار د حکومت له خوا په ګډه جوړېږي.د تايلنډ، فليپين، کمبوديا او ماليزيا په ګډون د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې غړيو هېوادونو د مشهورو چيني خبري رسنيو مشرانو په کې ګډون درلود. د روانې مياشتې په ١٧ نېټه دغه فورم د نړيوالو ژبو په سيسټم کې د دواړو خواوو د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ،د چين په اړه د جنوب ختيځی اسيا د هېوادونو ټولنې د راپورونو او د چين او نړۍ کولتور ترمنځ د ديالوګ او تبادلې ميدان د جوړېدو په اړه بحثونه کړي. د ٥ ورځنۍ فورم په ترڅ کې څه نا څه سلو تنو استازيو له نان نينګ او ليو جو ښارونو څخه ليدنه کتنه وکړه او اړوند تبادلوي فعاليتونه يې تر سره کړي دي.

د چين د کورنۍ مغولستان د کولتوري اوونۍ فعاليت د سپتمبر په ١٧ نېټه د مغولستان په پلازمېنه ولان باتور کې پرانيسل شو چې د يو لړ فعاليتونو له لارې به په دې وروستيو کلونو کې د کورنی مغولستان تر لاسه شوي برياليتوبونه خلکو ته وښودل شي.د چين د کورنی مغولستان د خپلواکې سيمې اړوندو چارواکو، د مغولستان د کولتور، سپورټ، سيلانۍ وزير او د ولان باتو ښاروال په جلا جلا توګه ويناوې وکړې. دوی هيله څرګنده کړه چې د دغه فعاليت له لارې به د مغولستان او چين د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستی پياوړی او خپلمنځی کولتوري تبادلې او همکارۍ نژدې کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې به يې ترمنځ په پر له پسې توګه ټينګې شي.د کولتوري اوونۍ په فعاليت کې به يو لړ نندارتونونه او فورمونه تر سره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای