CRI Online

په ادبي برخه کې د چين د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ اړيکې نژدې شوی

cri     (GMT+08:00) 2012-10-11 15:25:55

له دې وروستيو کلونو راهيسې په سياسي، اقتصادي او کولتوري برخو کې د چين د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ اړيکې او د ليکوالانو ترمنځ تګ راتګ ورځ په ورځ نژدې کېږي.د دغه پيړۍ په نامه يو لړ کتابونه چې دولسي ښوونې چاپونې ادارې ،د چونګ چينګ د چاپونې ډلې او د تايوان د باو پينګ د چاپونې ادارې له خوا خپاره شوی، د تايوان تنګي دواړو غاړو د ځوانو ليکوالانو ترمنځ تبادلې د پياوړتيا ډېره ګټوره ده.د دغه پيړۍ په نامه د يو لړ کتابونو اصلي موضوع د تايوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ د نسل په نسل مينه ده.

په نوموړو کتابونو کې چې د لنډو کيسو يا د ناولونو څخه ډک دي، د سترې برخې او تايوان د غوره ليکوالانو اثار د دواړو غاړو کولتوري شخصيتونو او لوستونکو ته معرفی شوی او د تاريخ، کولتور، ولسي دودونو او ټولنيزو حالت په اړه محتويات ښودل شوي چې د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د کولتوري تبادلې د نويو نمونو د جوړونې او د دواړو غاړو ځوانانو ترمنځ د متقابل تفاهم د پياوړتيا لپاره ستر اهميت لري.د چونګ چينګ د چاپونې ادارې عمومي منيجر يو يانګ وويل

(اواز ١)

د نهو تنو ليکوالانو اثار چې د تايوان تنګي دواړو غاړو د ځوانو ليکوالانو ترمنځ متقابل تفاهم د پياوړتيا او د دواړو غاړو ترمنځ کولتور د ساتنې لپاره فعال رول لري چې په اوسنۍ زمانه کې د دواړو غاړو د ځوانانو روحي بڼې ښودل شوی دی. د تېر کال له مني څخه د روان کال تر مني پورې اړوندو کارکوونکو په بريالۍ توګه د دغو کتابونو د خپرېدو لپاره نه ستومانه کيدونکی کوښښونه کړي دي.

ياد شوی ٩ تنه ليکوالان اوس د تايوان تنګي دواړو غاړو غوره او اغېزمن ځوان ليکوالان دي.دوی د ټولنيزو بدلونونو او د بشري تمدن د پرمختګ په اړه ځيرک احساس لري چې د ترقۍ او فکر کولو په ترڅ کې يې د دغه پيړۍ په نامه ستر ادبي اثار چاپ کړي دي.د دغو کتابونو عمومي طرح کوونکي او د ولسي ادب په نامه د مجلې مسؤل مدير شه جان جيون وويل که څه هم دغه ليکوالان د ودې سابقې بېلا بېلې دي او د دوی ادبي سبکونه هم يو شان نه دي، خو دوی ټول د ليکوالانو دندې پلې کړې چې په جدي توګه نړۍ انځوروی او اوسنۍ پيړۍ څرګندوي.ښاغلي شه جان جيون وويل

(اواز ٢)

د دغه پيړۍ په نامه يو لړ کتابونه يو نوی پيل دی.د تايوان تنګي دواړوغاړو د هغو ليکوالانو شمېر ډېر دی چې عمرونه يې له ٥٠ کلونو څخه ټيټ دي او لازيات ليکوالان د دواړو غاړو متقابلې پېژندنې ته اړتيا لري. هيله ده چې د تايوان تنګي دواړه غاړې به د خپلمنځي تګ راتګ پيمانه پراخه کړي، دغه راز به د دواړو غاړو لوستونکي لازيات متقابل غوره اثار ولولي.باور لرم چې د چاپونې حق او د لوستلو چاپيريال د ښه والي له امله لا زيات اثار موږ ته وړاندی شی.

د چين د مطبوعاتو او چاپونې عمومي ادارې مرستيال سون شو شان په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل د دغه پيړۍ په نامه د يو لړ کتابونو خپريدل د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د کولتوري تبادلې لپاره يو ارزښتناک کار دی.

(اواز ٣)

په دې وروستيو کلونو کې د دواړو غاړو د کولتوري چاپونې ارګانونو په پر له پسې توګه خپلمنځی تبادلې پياوړې کړې او پيمانې يې ګام په ګام لويې شوې چې تر اوسه پورې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ګډ پرمختګ ښه حالت رامنځته شوی دی.

د دواړو غاړو غوره اثار به د دواړو غاړو خپروونکو د کوښښونو له لارې لازياتو لوستونکو ته معرفي شي چې د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو او د سولې او ترقۍ په ترڅ کې به فعال رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای