CRI Online

په بريټانيا کې د چيني فلمونو فيسټيوال پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2012-11-08 15:10:20

په دې وروستيو کلونو کې په نړۍ کې د چيني فلمونو اغېزې ورځ په ورځ لوړېږي او د چيني فلمونو په مشرۍ نړيوال فعاليتونه هم ورځ په ورځ زياتېږي.د نومبر د ٤ نېټې په شپه د بريټانيا د چيني فلمونو فيسټيوال په لندن کې پای ته ورسېد.دغه فيسټيوال په ٢٠٠٩ کال کې جوړ شوی چې په اروپا کې د چيني فلم تر ټولو لوی فيسټيوال دی.ډايريکتر څای شانګ جيون د لومړی دوری په فيسټيوال کې ګډون درلود او دغه ځل په فيسټيوال کې يې له دې امله چې تير کال د وينيس په فلمي اوونۍ کې د خلکو ګڼې ګوڼې په نامه فلم په ښودلو سره د نقره يي زمري په نامه د غوره ډايريکتر جايزه وګټله ، د ستر خدمت په جايزه ووياړل شو .ښاغلي څای د دغه فلمي فيسټيوال د پوخوالي ستاينه وکړه او و يي ويل .

(اواز ١)

د لومړۍ دورې په فيسټيوال کې حاضر وم او هغه فلم زما لومړی فلم و چې جايزه يې وګټله .زما په اند هر کس ترقي موندلې ده،په تېره بيا په بهر کې د چيني ژبې په وسيله د اخيستل شويو فلمونو فيسټيوال اغېزې د پراخېدو په حال کې دي. زما په نظر مشکل کار دا د ی چې دغه فيستيوال تر اوسه فعال دی .دومره ستر وياړ زما په غاړه درنه دنده هم ده ، نو زه دغه لوړ وياړ ته په ډېره درنه سترګه ګورم او هيله لرم چې لازيات چيني او بهرني نندارچيان دغه فلم وګوري او لازيات لندنيان حتی ډير بريټانيان زموږ غوره فلمونه خوښوي.په اصل کې زما په نظر دا هم د يو هېواد د کولتور د غښتلتيا نښه هم ده .

مشهورې فلمي هنرمندې مېرمن سه چين ګاو وا چې د ٣ بې واده ميندو په نامه فلم کې عمده رول لوبولی ،په دغه فيسټيوال کې هم ګډون وکړ او په تيرو زياتو کلونو کې د چين د فلمي چارو لپاره د خپلو وتليو خدماتو په اتکا يې د ستر وياړ جايزه تر لاسه کړه.مېرمن سه چين ګاو وا هيله څرګنده کړه چې لازيات چيني فلمونه په بهر کې وښودل شي او د بهرنيو هېوادونو له ملګرو سره تبادله وکړي. دې وويل ( اواز ٢)

برتانيا د فلم دايرکتر ، جوړونې او طرحې له پلوه غوره والی لری . د فلمي څانګو ترمنځ همکاری ښه ده او له دې څخه څرګندېږي چې دغه فيستيوال ته په درنه سترګه کتل کېږي . هيله ده چې دوي ددي نظر لمخې پرمخ لاړ شی او ددوي کارونه کال په کال ښه کېږي او له چيني فلم اخيستونکو سره نړيواله همکاری هم لا نژدې کېږي. يوازې د کولتور له لارې د خلکو په فکر او نظر پوهېدای شې.نو کولتور د تفاهم د پياوړتيا په برخه کې د خلکو ترمنځ د يوې ارتباطي پيټۍ رول لوبوي. زه له فلمونو سره ډېره مينه لرم، که دغه فلمي فيسټيوال په پر له پسې توګه پرمختګ وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ کولتوري اړيکې به نژدې شي.

د بريټانيا د مشرانو جرګې غړي ميچيل بېتس د نوموړی فلمي فيسټيوال د پای په مراسمو کې وويل فلم د مهم کولتوري شکل په توګه د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا لپاره ستر رول لوبولی دی. هيله ده چې د چيني فلمونو دغه فيسټيوال د دغه ډدل تفاهم د نورهم پياوړتيا لپاره نقش ولوبوي . هغه وويل

(اواز٣)

په بريټانيا کې د چيني فلمونو فيسټيوال په ٧ ورځو کې د چين ٣٠ فلمونه ښودل شوي دي او د ٣ فلمونو د اصلي لوبغاړو او نندارچيانو ترمنځ د کتنې غونډې تر سره شوی ، بر سېره پر دې، په بهر کې د چيني فلمونو د چاپونې حق معاملې او د چين او د بهرنيو هېوادونو د فلمي او تلويزيوني سرچينو د ګډو ترتيباتو په اړه د نړيوالې سوداګرۍ او پولي معاملې غونډې او د فلمي چارو فورمونه هم تر سره شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای