CRI Online

د کولتور د غښتلی هېواد ابادۍ د چين د کمونېست ګوند هدف دی

cri     (GMT+08:00) 2012-11-25 19:40:50

په دې وروستيو کلونو کې د اقتصاد د چټک پرمختګ له امله چين په نړۍ کې د ډېر پاملرنې وړ هېواد ګرځېدلی دی.خو ډېری بهرنيان چې د چين د کولتور په اړه زيات معلومات نه لری ، د چين په اړه سوتفاهم لري.د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې چې تازه پای ته ورسېد، د کولتور د غښتلی هېواد ابادول د هېواد د راتلونکي پرمختګ د ستراتيژيک هدف په توګه ټاکل شوي او يوه موخه يې په بيلابېلو شکلونو د چيني کولتور معرفي کول دي څو چې نړۍ يو واقعي چين وپېژني.

(اواز ١)

په دې وروستيو ورځو کې د ګنګنام ډول په نامه کوريايي سندره په نړۍ کې ډېره مشهوره شوې ده چې له دې لارې د کوريا جمهوريت د نړيوالو د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. نوموړې سندره د کولتور د خپرېدا يوه نمونه ده.

په دې وروستيو کلونو کې د چين سياسي او اقتصادي ځواک چټک پياوړی او مجموعي دولتي ځواک يې په ښکاره توګه غښتلی شوی دی. زيات شمېر بهرنيان پر چين د پوهېدلو بيړنۍ هيلې لري.د امريکا د هاليووډ شرکت د هوا مو لان او د کونګ فو پندا په نامه ښکلي فلمونه جوړ کړي چې د چين له کولتور سره اړيکې لري.خو د چين د کولتور د خپرونې کوششونه کافي نه دي او زيات شمېر بهرنيان د چين د کولتور په اړه بنسټيز معلومات نه لري،أن سوتفاهم لري.

د فو دان پوهنتون کار پوه که جيان شيونګ وويل د چين د اقتصاد د کلک قوت پرمختګ چټک دی، خو په نړۍ کې د چين لخوا نيول شوې د کولتوري توکيو ونډه کمه ده.د کولتور ابادی بايد د هېواد له اقتصادي او نړيوال مقام سره سمون وخوري.

ددې هدف د تحقق لپاره چين ګام په ګام نورو هېوادونو ته د چيني کولتور د خپرولو پلان پلی کوي او کوشش کوي چې د حکومتونو ترمنځ د تبادلې، د کولتوري توکيو د صادراتو او د خبري رسنيو ترمنځ د تبادلې له لارې نړيوالو ته چيني کولتور معرفی کړي. د بېلګې په توګه په نړۍ کې د کونفسيوس څه د پاسه ٣٩٠ انسټيټوټونه جوړ شوي چې د نورو هېوادونو خلکو ته چيني ژبه ورزده وکړي ، دغه راز د چين ډېر کولتوري مرکزونه هم جوړ شوي دي.د چين ليکوال موه يان د ٢٠١٢ کال د نوبل د ادبياتو جايزه وګټله چې هغه د چينايانو په سترګوکې پر چيني کولتور د نړيوالو د پوهېدا يوه نښه بلل کېږي.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د تبليغاتو څانګې مرستيال سون جه جيون وويل

(اواز ٢)

هيله من يم چې بهر ته د چيني کولتور د خپرېدا له لارې بېلا بېل هېوادونه د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي او چين د نړۍ په سوله ييز پرمختګ کې ګډون وکړي.موږ بهر ته د چيني کولتور خپرېدا ته ډېره پاملرنه کوو.

د چين واکمن ګوند په دې وروستيو کلونو کې په پر له پسې توګه د کولتوري پرمختګ ملاتړ کړی او کوي يې.د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې چې تازه پای ته ورسېد، د کولتور د غښتلی هېواد ودانول د هېواد د راتلونکي پرمختګ يو ستراتيژيک هدف په توګه ټاکل شوي او د کولتور د عمومي ځواک او د سيالۍ توان د پياوړتيا لپاره لار ښودل شوې ده .

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس استازې او کارپوهې يو دان وويل د کولتورونو ترمنځ توپيرونه شته ، خو د غوره والي او خرابوالي ترمنځ اختلاف نشته او اوس تر ټولو مهم کار په موثره توګه د کولتور خپرېدل دي.

(اواز ٣)

موږ بايد د چيني کولتور لپاره نړيوال چاپيريال ولټوو او د چيني کولتور د موثرې خپرونې کارونه پياوړی کړو.

په دې برخه کې د ګانګنام ډول په نامه د کوريا جمهوريت سندره به ښايي د چيني کولتور خپروونکو ته ګټور الهام ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای