CRI Online

اختراع يا نوښت به د چين د کتابتونونو پرمختګ ته خوځنده ځواک وروبخښي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-30 20:10:01

د ٢٠١٢ کال د چين د کتابتونونو کلنۍ غونډه يعنې د چين د کتابتونونو نندارتون د نومبر له ٢٢ نېټې څخه تر ٢٣ نېټې پورې د ګوانګ دونګ ولايت په دونګ ګوان ښار کې تر سره شو.ګډون کوونکو د کولتور د غښتلی هېواد د ابادۍ په اړه د کتابتونونو د مسؤليت او دندې د اصلي موضوع په هکله د نظريو تبادله وکړه. د دوی په اند اختراع يا نوښت به د چين د کتابتونونو پرمختګ ته خوځنده ځواک وروبخښي.

د ٢٠١٢ کال د چين د کتابتونونو کلنۍ غونډه په عمده توګه د کولتور وزارت او د ګوانګ دونګ ولايت د حکومت له خوا جوړه شوی چې د چين د کتابتونونو په برخه کې تر ټولو لوړه کچه غونډه ده.نننۍ غونډه د کاري غونډې، د کارپوهانو غونډې او نندارتونونو له خوا جوړېږي چې په پوره توګه د حکومت ، اړوندو سازمانونو او د ټولنې فعال رول لوبېږي.

د شانګهای کتابتون مشر وو جيان جونګ د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې هيله څرګنده کړه چې د کتابتونونو د روانې کلنۍ غونډې له لارې به د خلکو د اختراع توان پياوړی شي.

(اواز ١)

زما په اند کتابتونونه اوس د بدلون په حال کې دي ، د دونګ ګوان کلنۍ غونډې د کتابتونونو د اختراع د پرمختګ لپاره يو ښه ميدان برابر کړی.هيله لرم چې د دغې غونډې له لارې به د وګړيو د اختراع توان لوړ شي.

د کتابتونونو د پرمختګ سويه د يو هېواد يا سيمې د تمدن کچې د ارزونې يوه مهمه نښه ده.د خبر له مخې، په دې وروستيو کلونو کې د چين د کتابتونونو چارې په چټک ډول پرمختګ کړی او د کتابتونونو شمېر په پر له پسې توګه زيات شوی او پيمانې يې هم پراخې شوې چې د هېواد د کتابتونونو د تاسيساتو شبکه په بنسټيزه توګه رامنځته شوې ده.

د ملي کتابتون مشر او د چين د کتابتون ټولنې افتخاری مشر جو هه پينګ د نوموړې کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل عصري معلوماتي ټېکنالوژۍ د کتابتونونو چارو د پرمختګ په بهير کې مهم رول لوبوي.

(اواز ٢)

د عصري معلوماتي ټېکنالوژۍ د تعميمولو سرعت چټک دی ، د ديجتالي کتابتونونو د پراخوالي پروژې ، د کولتور د ګډو استعمالولو پروژۍ او د لوستنې د عامه ديجتال کوټو د ابادۍ کارونه په ثابت ډول تر سره شوي چې د کتابتونونو د نوی ډول خدمتي لارې چارې ګام په ګام رامنځته شوې دي.

په چين کې د کولتوري چارو د ستر پرمختګ سره سره د کولتور د سترې سمسورتيا کارونه هم په پر له پسې توګه پياوړې کېږي، لازياتې تصدۍ د کولتوري چارو پرمختګ ته پاملرنه کوي. د لانګ چاو شرکت مرستيال يوان يي شنګ وويل د کولتور پرمختګ اختراع او نوښت ته اړتيا لري او تصدی د اختراع مرکزيت دی.

د خبر له مخې، تر اوسه پورې د لانګ چاو شرکت د ٣٠ ولايتونو په ګډون د ٦٠٠ ولسواليو د کولتور د ګډو استعمالولو مرکزونو ته بشپړې لايحې برابرې کړي او په بريالۍ توګه يې د دونګ ګوان کتابتون په ګډون يو لړ غوره ديجتالي کتابتونونه جوړ کړي چې له امله يی د کولتوري خدمتي سويه په ښکاره توګه لوړه شوې ده.

د شانګهای د کتابتون مشر وو جيان جونګ وويل (اواز ٣)

زه د کتابتونونو د راتلونکي پرمختګ لپاره پوره باور لرم، ځکه چې د چين کولتور د ستر پرمختګ او سمسورتيا په حال کې دی. موږ بايد په هر اړخيزه توګه له دې فرصت څخه په استفادی سره ديجتالي کتابتونونه او خدمتي نظام جوړ کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای