CRI Online

د چين د تبت د کولتوري تبادلې پلاوي د فرانسې د پارلمان له غړيو سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2012-12-25 14:59:55

د تبت د ادارې انسټيټوټ د مرستيال پوبوڅه ژن په مشرۍ د چين د تبت د کولتوري تبادلې پلاوی پر ځايي وخت د نومبر په ٢٨ نېټه په پاريس کې د فرانسې د پارلمان له غړيو سره خبرې اترې وکړې.

پر ځايي وخت د نومبر په ٢٨ نېټه د چين د تبت د کولتوري تبادلې پلاوي په فرانسه کې پر ليدنې پيل وکړ.دا د چين د کمونېست ګوند تر اتلسم ملي کانګرس وروسته د تبت د کولتوري تبادلې لومړی پلاوی دی چې بهر ته سفر کوي.د ٢٨ نېټې په سهار د نوموړي پلاوي ٧ غړيو د فرانسې له پارلماني غړيو چاسايګن اندري او اسنسي فرانکويس سره د نظر تبادلې او خبرې اترې وکړې.د پلاوی مشر پوبوڅه ژن لومړی ٢ پارلماني غړيو ته داسې وويل

(اواز ١)

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس غونډې تر بريالۍ جوړېدو وروسته موږ په فرانسه کې د تبت کولتور د پرمختګ په اړه تبادله کوو. اتلسم ملي کانګرس په نړۍ کې د پاملرنې وړ يوه غونډه وه چې په تاريخ کې يوه نوې مرحله هم وه. په دغه غونډه کې په راتلونکو لسو کلونو کې د چين د پرمختګ لپاره پلانونه جوړ او طرحه شول او د مرکزي کميټې نوې دورې مشران هم پکې وټاکل شول.بايد داسې وويل شي چې اتلسم ملي کانګرس ډېر بريالی و او په دننه او بهرنيو هېوادونو کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

د چين د کمونېست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې د نوې دورې مشرانو د ملي لږکيو سيمې پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. ښاغلي پوبوڅه ژن د فرانسې پارلمان نوموړو ٢ غړيو ته وويل(اواز ٢)

دغه ځل موږ دلته د تبت کولتور او د اقتصادي ټولنې د پرمختګ په اړه د نظرونو تبادلې او هم په دغو برخو کې د فرانسې له ښو تجربو څخه زده کړه کوو چې د تبت اقتصاد او ټولنه به په لاښه توګه ورسره پرمختګ وکړي.

د خلکو ژوند د ښه والي او د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې مسئلې په اتلسم ملي کانګرس کې ٢ مهمې مسئلې دي.پوبوڅه ژن د دغو مسئلو په اړه د فرانسې له غړيو سره د نظريو تبادله وکړه.ښاغلي پوبوڅه ژن وويل (اواز ٣)

موږ د خلکو د ژوند او د ايکولوژيکی چاپيريال د ساتنې ابادۍ ته په درنه سترګه ګورو چې د چاپيريال د ساتلو لپاره يو لړ نوي تدبيرونه ونيسو.د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې د ښکلي چين د ابادۍ وړانديز شوی چې نه يوازې بايد په اقتصادي، سياسي ، ټولنيزو او کولتوري برخو کې ښې ابادۍ ته ورسېږو، بلکې هم بايد په ښه توګه د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې کارونه تر سره کړو.

د فرانسې د پارلمان غړي چاسايګن د تبت پلاوي ته د فرانسې پارلمان او د فرانسې د کمونېست ګوند بنسټيزو حالتو په اړه اړوند معلومات ورکړل او په جدي توګه يې د پوبوڅه ژن وينا واورېده.دوی د تبت د عمده اقتصادي او سيلانيزو چارو د پرمختګ په اړه نظرونو تبادلې وکړې. ښاغلي اسنسي د همدې ورځې د تبادلې ډېره ستاينه وکړه. هغه وويل

(اواز ٤)

د دغه ډول تبادلې او خبرو اترو له لارې مو په ښکاره توګه د چين دريځ وپېژندلو ، په عين وخت کې هم د تبت له استازيو سره مو مخامخ تماس ونيولو.

بر سېره پر دې، ښاغلي اسنسي څرګنده کړه چې اوس لاهم يو شمېر فرانسويان نه مني چې تبت د چين د خاورو يوه برخه ده.ځکه چې دوی د تبت د اوسنيو حالاتو او د چين د تګلارو په اړه پوره معلومات نه لري.هغه زياته کړه تبت د چين د نه بېلېدونکې برخې په توګه ستر پرمختګونه تر لاسه کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای