CRI Online

د پولي چارو په مرسته د کولتوري چارو د پرمختګ د پياوړتيا په باب غونډه

cri     (GMT+08:00) 2012-12-27 15:34:30

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په اړه د اطلاعاتو او چاپونې ټولنې او د چين د اطلاعاتو او کولتور د پياوړتيا ټولنې له خوا ځانګړې غونډه چې عنوان يې دی د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس روحيه زده کول او د پولي چارو په مرسته د کولتوري چارو پرمختګ پياوړی کول و، د دسمبر په ٢٥ نېټه په بېجينګ کې ختمه شوه.د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال او د چين د اطلاعاتو او کولتور د پياوړتيا ټولنې افتخاري مشر سون جيا جنګ په دغه غونډه کې ګډون وکړ او مهمه وينا يې وکړه.

په ياده غونډه کې يوه عمده دنده د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرېس روحيه زده کول او اصلي موضوع يې د پولي چارو په مرسته د کولتوري چارو د پرمختګ پياوړي کول وو.د دغې غونډې موخه د کولتوري او پولي چارو ترمنځ د همکارۍ ژورتيا ده.د چين د اطلاعاتو او چاپونې عمومي ادارې مشر ليو بين جيه په دغه غونډه کې ګډون درلود او د سوسيالستي اطلاعاتو او چاپونې چارو د سمسورتيا او ابادۍ د پياوړتيا په اړه يوه وينا يې وکړه.د چين د مرکزي پوځي کميسيون پخواني مرستيال او د چين د اطلاعاتو او کولتور د پرمختيا ټولنې افتخاري مشر چه هاو تيان په دغه غونډه کې هم ګډون درلود. د چين د اطلاعاتو او چاپونې عمومي ادارې پخوانی مرستيال او د اطلاعاتو او کولتور د پرمختيا ټولنې مشر لي دونګ دونګ د دغې غونډې مشري وکړه.

ښاغلي سون جيا جنګ په خپله وينا کې وويل د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ٣٠ کلونو راهيسې په چين کې تر ټولو ستر او ژور بدلون د مفکورې او کولتور بدلون دی.د هېواد لپاره کولتوري ځواک او د سيالۍ توان د هېواد د شتمنۍ او د ملي غښتليتوب مهمه نښه ده چې په بېلا بېلو ټولنو کې د پرمختللې کولتوري مفکورې له لارې څرګندېږي.خو د چين د کولتوري چارو کيفيت او د ادارې سويه لاهم ټيټه ده.هغه هيله څرګنده کړه چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په اړه د اطلاعاتو او چاپونې ټولنې او د چين د اطلاعاتو او کولتور د پرمختيا ټولنې په پوره توګه خپل ټول امتيازونه وکاروي او د مطبوعاتي او کولتوري چارو د سالم پرمختګ لپاره کوښښونه وکړي.

ښاغلي ليو بين جيه په خپله وينا کې د پولي چارو په مرسته د کولتوري چارو پرمختګ د پياوړتيا ستاينه وکړه او و يې ويل چې اوسمهال د پرمختيا کليدي موده ده . د چين د پرمختيايي بانک مرستيال وانګ يونګ شنګ وويل دغه بانک به د پيسو راغونډولو له لارې د غښتلي کولتوري تصديو ملاتړ وکړي چې نړيوال بازارونه پرانيستل او په نړۍ کې د چيني کولتور اغېزې لوړې شي.

په غونډه کې د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د نفوسو او کار څانګې مشر څاي فانګ او د بېجينګ د ښوونکو پوهنتون مشرې يودان هم په جلا جلا توګه ويناوې وکړې. دوی په اتفاق سره زياته کړه چې د سوسياليستي کولتور د ښيرازۍ په بهير کې کولتوري چارې درنې دندې په غاړه لري. په عين وخت کې بانکونه بايدد کولتوري تصديو قوي پولي ملاتړ وکړي څو چې د چين د کولتوري چارو نوې ځلانده زمانه پرانيستل شي او د ځواکمن سوسياليستي کولتوري هېواد د ابادولو لپاره فعال خدمتونه ترسره شي.

ښاغلي لي دونګ دونګ په وروستۍ وينا کې تائيد کړه چې د ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې د راتلونکې يوې مودې لپاره د کولتوري چارو د پرمختيا په باب هراړخيز ترتيبات ټاکل شوي دي . د چين د اطلاعاتو او کولتور د پرمختيا ټولنه به د اړوندو اصلاحاتو د ژورتيا او د سيالۍ توان د پياوړتيا د اصولو سره سم خپلې لازمې دندې بشپړې کړي ، د نورو کسبونو له پوهانو او ماهرانو سره به نژدې همکاری وکړي څو چې د غښتلي سوسياليستي کولتوري هېواد او د نسبتأ شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره خدمتونه ترسره کړی شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای