CRI Online

د چين د تاريخي اثارو د ادارې مشر په غونډه کې د راتلونکي کال مهم کاري ټکي څرګند شوي

cri     (GMT+08:00) 2013-01-08 16:54:42

د دسمبر په ٢٥ نېټه د ٢٠١٢ کال د چين د تاريخي اثارو د ادارې مشر غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د تاريخي اثارو د ادارې مشر لي شياو جيه په غونډه کې د راتلونکي کال مهم کاري ټکي څرګند کړي.هغه وويل په ٢٠١٣ کال کې به په چين کې د لومړي ځل لپاره په هر اړخيزه توګه د تاريخي اثارو خوځنده عمومي پلټنه تر سره شي.دا به په راتلونکي کال کې د چين د تاريخي اثارو په کارونو کې تر ټولو مهم کار دی.ښاغلي لي شياو جيه وويل

(اواز ١)

د روانې پلټنې موخه دا ده چې په هر اړخيزه توګه په دولتي يونټونو کې د خوځنده تاريخي اثارو د ساتلو عمومي حالت پېژندل او د خوځنده تاريخي اثارو د دولتي ادارې خدمتي معلوماتي ميدان جوړ شي چې د علمي ادارې لپاره بنسټ برابر کړي.

ښاغلي لي زياته کړه چې په راتلونکي کال کې به د تاريخي اثارو د خوندي کولو او ساتلو او د امنيتي تاسيساتو د معياري کېدو په برخو کې يو لړ سترې پروژې پلې شي.

(اواز ٢)

په لرغونو کليو کې به د رسمي ودانيو او د تاريخي اثارو د ساتنې پروژو ازمايښتي ځايونه جوړ شي او د تبت او شينجيانګ د مهمو تاريخي اثارو د ساتنې پروژې پلې کړي.

دغه راز به ښايي په چين کې د خوځنده تاريخي اثارو د ساتلو حالت روښانه وي او د تاريخي اثارو د ساتنې کارونه به نورهم پياوړې شي.

(اواز ٢)

په راتلونکي کال کې د تاريخي اثارو د ساتنې کارونه د پاملرنې وړ دي. بر سېر پر دې، د ځلاندې نندارې بازار هم د پاملرنې وړ دی.د دسمبر په ٢٢ نېټه خلکو ته د چين د ملي تياتر د پرانيستنې ورځې هنري فېسټيوال تر سره شو. د چين د ملي هنري ډلې او د بېجينګ اوپيرا د ملي تياتر په ګډون د ١٥ هنري ډلو څه د پاسه ٥٠٠ تنه هنرمندانو په ٨ ساعتو کې خلکو ته يو لړ ځلاند پروګرامونه وړاندې کړي.

(اواز ٣)

د ځلاندې نندارې پرته ډول ډول فعاليتونه هم د نندارچيانو پاملرنې راجلب کړي دي. د ملي تياتر مشر چن پينګ وويل خلکو ته د پرانيستنې ورځې هنري فيسټيوال د ملي تياتر د جوړېدو د ٥ کاليزې د لمانځنې يوه لاره ده.خلک په همدې ورځ په ملي تياتر کې راغونډ شوي چې د هنر له لارې خوشالي احساس کړي.ښاغلي چن پينګ د راتلونکو څو کلونو پلانونو د يادونې په وخت کې داسې وويل

(اواز ٤)

زموږ له ټاکلي پلان سره سم به تر ٢٠١٥ کال پورې ٥٠ پروګرامونه جوړ شي، تر اوسه ٢٨ جوړ شوي. دغه راز به د ٢٠١٥ کال تر پايه پورې څه د پاسه ٦٠ پروګرامونه جوړ شي.

د ٢٠٠٧ کال د دسمبر په ٢٢ نېټه د چين ملي تياتر په رسمي توګه پرانيستل شو. د هر کال د دسمبر ٢٢ نېټه خلکو ته د پرانيستنې ورځې په توګه ټاکل شوې ده چې په وړيا توګه خلکو ته پرانيستل کېږي.روان کال ملي تياتر خلکو ته د پرانيستنې ورځې هنري فيسټيوال جوړ کړی چې په يوه ورځ کې يې ٣٩ نندارې او ٢٠ هنري فعاليتونه خلکو ته وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای