CRI Online

د يخو سيمو لومړی نندارتون په هاربين ښار کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-01-18 16:29:25

د جنورۍ په ٥ نېټه د ٢٠١٣ کال د يخني سيمې لومړی نندارتون د چين په شمال هاربين ښار کې پرانيستل شو. دا لومړی ځل دی چې په چين کې د يخو سيمو يو مجموعي نندارتون تر سره شو.د روسيې، جرمن او کاناډا په ګډون د لسو هېوادونو ١٣ ښارونه او څه د پاسه ٤٠٠ چيني او بهرني شرکتونه په کې ګډون کوي.

د ٢٠١٣ کال د يخو سيمو نندارتون د هاربين ښاروالي،د دې ښار د نړيوالې سوداګرۍ د پرمخبيونکې کميټې او د چانګ چنګ نړيوالې نندارې شرکت له خوا جوړ دی . د دغه نندارتون اصلي موضوع همکاری، پرمختګ، د متقابل ګټو پر بنسټ ګټه اخيستنه ده. په دغه نندارتون کې د هاربين د ځانګړی جغرافيايي مقام او اقليم په وسيله د يخو سيمو ولسي کولتور د احساسولو او د سيلانۍ د معرفی کولو په ګډون يو لړ فعاليتونه تر سره کېږي.

د لتويا دوهم لوی ښار دوګاوفيلس د هاربين دوست ښار دی، دواړو ښارونو له ١٠ کلونو راهيسې خپلمنځی د دوستۍ او همکارۍ اړيکې ټينګې کړې دي. د دوګاوفيلس د ښاروال مرستيالې ليويا جنکوسکا په مشرۍ پلاوی په دغه نندارتون کې ګډون وکړ. مېرمن ليويا وويل له دغه نندارتون څخه د همکارۍ او ګډې ګټې نظريې څرګندېږي.

(اواز ١)

زموږ په پلاوی کې ٥ تنه د تصديو خاوندان دي چې هر يړ د يوې ساحې استازيتوب کوی.د بېلګې په توګه د ساختماني چارو ، فلزکارۍ او د عامو خبري رسنيو ساحې او داسی نور..

په ياد نندارتون کې زيات هغه توکي ايښودل شوي چې د خلکو له ژوند سره نژدې تړاو لري.داسې ويل کېږي چې د دغه نندارتون له لارې چيني او بهرنيو فابريکو ته د نندارې يو ميدان برابر شوی.د هاربين د څرمني کاليو بازار يوې مسؤلې جانګ هونګ يان وويل

(اواز ٢ )زموږ د هاربين د څرمنيو کاليو بازار د چين د څرمنيو کاليو بازار يوه څانګه ده. موږ په دغه نندارتون کې په عمده توګه يو شمېر مشهور توليدات د نندارې لپاره ايښودل شوي دي .

ښاري اوسېدونکي ښاغلي جانګ چې د دې نندارتون پرانيستنې ته ډېره پاملرنه کړې ، وويل له دې امله چې هاربين د چين په شمال کې پروت دی او په ژمي کې هوا ډېره سړه ده. نو هغه هيله لري چې په دغه نندارتون کې هغه توکي واخلي چې په يخو سيمو کې استعمالېږي او بيې يې ټيټې وي.

هر کال په مني کې په يخو سيمو کې سختې واورې اوري او د سړکونو پاکول په دغو سيمو کې يوه ستونزه ده.په هاربين کې د کای لې شرکت د واورو د پاکولو ګاډي جوړوي. د دوي له خوا جوړ شوي ګاډي نه يوازې د چين په شمال لوېديځ کې مشهور دي، بلکې هم په امريکا، روسيې او اروپايي هېوادونو پلورل کېږي.

هاربين ښار د کنګلونو او واورو فيسټيوال او د يخو سيمو نندارتون د جوړولو په بهير کې زياتې تجربې راغونډې کړې دي. د روسيې د ياکوتيا د خپلواک جمهوريت ځينې استازي په دغه نندارتون کې ګډون کوي ، دوي له يوې خوا خپل سيلانيز توليدات معرفی کوي او تجربې تر لاسه کوې چې په خپل هېواد کې د دغه ډول نندارتون د جوړولو لپاره تياري ونيسي.

(اواز ٣ ) موږ په نندارتون کې زيات شمېر توليدات ليدلي او د جوړوونکو تجربې يې خپلې کړې دي ..زه له ياکوتيا څخه راغلی يم او ساختماني چارې او ډيزاين پرمخ وړم. روان کال هيله لرو چې په خپل وطن کې د کنګلونو او واورو دا ډول فيسټيوال جوړ کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای