CRI Online

د لوېديځ فلمي شرکت د چين په لوېديځ کې د فلمونو جوړولو د لارښوونکي رول لوبوي

cri     (GMT+08:00) 2013-01-18 16:44:41

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس روحيې د ژورې زده کړې لپاره د چين نړيوالې راډيو د کولتور چين او شان شي ته د سفر په نامه د خپرونې فعاليت تر سره کړی . خبريالانو په دې وروستيو ورځو کې د چين د لوېديځ فلمي شرکت له مشر جانګ هونګ سره يوه مرکه وکړه.هغه وويل دغه شرکت به د چين په لوېديځ کې د ژورو کولتوري سرچينو په وسيله د لوېديځې سيمې د فلمي چارو د لارښوونکي په توګه وګرځي.د هنر او کولتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د لوېديځ فلمي شرکت په اړه ځينې معلومات وړاندې کړو.

نوموړی شرکت په چين کې د فلمي چارو په ٤ لويو شرکتونو کې يو دی او پخوا د شي ان فلمي فابريکه وه چې ٥٠ کلن تاريخ لري.د تېرې پيړۍ په ٩ لسيزه کې د تلويزيون د تعميمولو او د امريکا د هاليوډ فلمونو د ننوتلو له امله د چين پر فلمي چارو سترې اغېزې شوې وې.بېلا بېلو فلمي ډلې په جلا جلا توګه د شرکتونو په توګه بدلې شوي. د ٢٠٠٩ کال په مې کې د لوېديځ فلمي شرکت په رسمي توګه جوړ شوی دی. تر هغه وروسته دغه شرکت د پرمختګ بهير چټک کړی او په سختو بازاري سياليو کې يې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.ښاغلي جانګ هونګ په دې هکله داسې وويل:

(اواز ١)

په دې وروستيو ٣ کلونو کې موږ په خپله ٥ هغه فلمونه جوړ کړي چې د هر فلم پانګونه يې له سل مليونه يوانو څخه اوښتې ده او زموږ ٥ فلمونو ډول ډول سترې جايزې تر لاسه کړي دي.

د سختې بازاري سيالۍ په وړاندې له ٢١ پيړۍ راهيسې د چين زياتې فلمي ډلو د ادارې لارې چارې بدلې کړي.د لوېديځ فلمي شرکت د شان شي ولايت د لرغونې تاريخ او کولتور پر بنسټ خپله ځانګړې لار پيدا کړې.ښاغلي جانګ هونګ وويل:

(اواز ٢)

د بازار لپاره موږ بايد د بازارونو څېړنه وکړو او د پرمختګ بېلې لارې پيدا کړو. د لوېديځ فلمي شرکت بايد د لوېديځ سيمې د فلمونو سبکونه وساتي. د لوېديځ فلمونو له امله زموږ شرکت رامنځته شوی، نو موږ بايد د دې ملاتړ وکړو.دغه راز موږ د چين د فلمي چارو اصلي قوت او د لوېديځ فلمونو د لارښوونکي شعار وړاندې کړو او دا هم زموږ موخه ده.

شان شي د چين د کولتور يوه سرچينه ده چې په کې لرغونی تاريخي او کولتوري سرچينې د لوېديځ فلمي شرکت د ځانګړي پرمختګ لپاره زمينې برابرې کړي. د دغه شرکت د هنر دفتر مدير او د شرکت د منيجر مرستيال لي ای مين وويل د خپل کولتور پر بنسټ او د ټولنيزو ګټو تر نظر لاندې پرمختګ د لوېديځ فلمي شرکت د پاملرنې وړ دی. نن ورځ فلمي چارې په چټک ډول پرمختګ کوي، که زموږ شرکت يوازې د بازار له غوښتنې سره فلمونه جوړ کړي، ښايي په لنډه موده کې يو شمېر اقتصادي ګټې تر لاسه کړی شي،خو د تصديو د دايمي پرمختګ لپاره به ګټوره چاره نه وي.ښاغلي لي وويل:

(اواز ٣)

موږ په دې وروستيو کلونو کې د سيمه ييزو سرچينو د استعمالولو په برخه کې ځينې کارونه تر سره کړو. موږ د چين چيانګ په نامه د شان شي د ځانګړې اوپيرا پر بنسټ يو لړ نوي فلمونه به جوړ کړو.

د لوېديځ فلم شرکت اوس د چين د فلمونو په شرکتونو کې څو لومړني مقامونه نيسي. د بېلګې په توګه د اې په کچه نړيوال فلمي فېسټيوال کې لوړه جايزه تر لاسه کړې، د تر لاسه شويو نړيوالو جايزو شمېر يې لومړی مقام نيسي او د فلمونو صادراتي اندازه يې هم په دې لړ کې لومړی مقام نيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای