CRI Online

د تبت تمدن د ساتنې کارونه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-30 15:14:57

ګرانو اورېدونکو، د چين په لوېديځ د چينګ های او تبت په لوړو کې خلک لرغونی او ځلانده تمدن جوړ کړی. د تبت د دارو او درملو پوهنه نه يوازې د تبتي کولتور مهمه برخه ده، بلکې هم عجيبه ده چې علمي ارزښت لري. د هنر او کولتور پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دوديز تبتي دارو او درملو پوهې د ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړو.

د تبتي درملو کولتور د تبت قوم خلک د خپلو دوديزو طبي تجربو پر بنسټ د لرغونې هند د طبي پوهنې ، د لوېديځ د دوديزې طبي پوهنې او د چين د دوديزې طبي پوهنې په وسيله رامنځته شوی ځانګړی طبي سبک دی چې څه د پاسه ٤ زره کلن تاريخ لري.

خو د لرغونو کتابونو د ويجاړېدلو او د اړوندو استعداد لرونکو کسانو د کموالي له امله د تبتي درملو د پوهنې پرمختګ له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.د تبتي کولتور د ساتنې او پر له پسې پرمختګ لپاره په ٢٠٠٦ کال کې د تبتي درملو پوهنه د چين د نامادي کولتوري اثارو د ساتنې په لومړنۍ ډلې نوملړ کې ټاکل شوی ده.د اړوندو تګلارو د پلي کېدو له لارې د تبتي درملو پوهنه په چټک ډول پرمختګ کوي چې لازياتو ناروغانو ته مرستې برابرې کړي.

د لرغونو کتابونو ويجاړېدل د تبتي درملو پوهنې په وړاندې عمده ستونزه ده. د لرغونو کتابونو د ساتنې لپاره د چينګ های ولايت د تبتي درملو څېړنيز انسټيټوټ د تبتي درملو لوی کتاب تاليف کړی چې پيمانه يې تر اوسه په چين کې تر ټولو ستره ده.دغه کتاب د ٢٠١٢ کال په دسمبر کې چاپ شوی چې په کې ټول ٦٠ فصلونه شته.د چينګ های د تبت روغتون مرستيال انګ چينګ څای دان وويل

په اتمه پيړۍ کې تبتي درمل په نړۍ کې پرمختللی طبي سيسټم و او وروسته ګام په ګام کمزوری شوی دی.اوس موږ بايد د دې پوهنې د دواملرونکي پرمختګ لپاره کوښښ وکړو.

د خبر له مخې،نوموړی کتاب تر شلو کلونو وروسته جوړ شوی چې څه نا څه زره تنه کارپوهانو په وار سره د مدرک د لټولو او د چاپونې په کارونو کې يې ګډون کړی دی.د نوموړی کتاب تاليف کميټې د تبت،چينګ های ، ګان سو په ګډون ولايتونو او سيمو او د بريټانيا،امريکا او هند په ګډون له لسو هېوادونو څخه ليدنې کړې چې د تبتي درملو په اړه څه د پاسه١١٥٠ ډول لرغوني سندونه لټولي دي. دغه سندونه د تبتي درملو د تاريخي برياليتوبونو په اړه هر اړخيز لنډيز دی چې په پوره توګه د تبتي درملو ژور کولتور ترې ښکاري.

بر سېره پر دې چينګ های ولايت هم د تبتي درملو کولتور د خپرونې لپاره کوښښ کوي. د شي نينګ ښار په شمال کې د تبتي درملو موزيم مرستيال څای ګونګ تای وويل تېر کال ١٣٠ زره تنه سيلانيانو دغه موزيم ته سفر کړی چې اوس لازيات خلک د دغه موزيم له لارې د تبتي درملو کولتور پېژني.

زيات شمېر کسانو له موزيم څخه د ليدنې له لارې د تبتي کولتور په اړه معلومات تر لاسه کړی. د بېلګې په توګه ستر رنګونه و ملکي نندارتونونه د خلکو په حيرانتيا کې اچولې دي.

په دې وروستيو کلونو کې چينګ های ولايت د چين د تبتي درملو پوهنې د دواملرونکي پرمختګ لپاره مهمه سيمه ګرځېدلې ده چې د تبتي طبي خدمتونو په اړه د خلکو غوښتنې يې پوره کړي.د اړوندو استعداد لرونکو کسانو د روزنې لپاره د چينک های د تبت روغتون د چينګ های پوهنتون د تبتي درملو له پوهنتون سره همکاري کړې چې د زده کړې نوې اډې يې جوړې کړي.ښاغلي انګ چينګ څای دان وويل:موږ د تبتي درملو له پوهنتون سره نژدې اړيکې لرو او زموږ روغتون تل د چينګ های پوهنتون کلينکي ښوونيز روغتون دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای