CRI Online

د تاريخي اثارو ساتنې او د کولتوري چارو همغږۍ پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2013-01-30 15:19:55

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس روحيې د ژورې زده کړې او تطبيق لپاره د چين نړيوالې راډيو د کولتور چين او شان شي ته د سفر په نامه د خبرونو راټولولو فعاليت تر سره کړ.خبريالانو په دې وروستيو ورځو کې د شي شه ولايت د شي ان ښار تاريخي کنډوالو موزيم چې دغه لرغونې پلازمينه د تانګ د امپراطورۍ په دوره کې د ورېښمو لرغونې لار د پيل په توګه ګڼل کېږي، وليدله او د تاريخي اثارو د ساتنې او د کولتوري چارو د همغږۍ پرمختګ په برخو کې يې د تر لاسه شويو تازه پرمختګونو په اړه معلومات لاس ته راوړل.

ټولو ته معلومه ده چې شی ان ښار د تانګ په سلسله کې چان ان نومېده او د ورېښمو لرغونې لار پيل و.د شي شه يعنی د شي ان ښار په لويديځ تاريخي کنډوالو کې په دې وروستيو کلونو کې د ملکي پانګونو په وسيله د چين لومړنی ملي موزيم جوړ شوی دی.دغه موزيم د نوموړو اثارو په کنډوالو کې جوړ شوی چې د شي شه تاريخي ځايونو لرغونی سبک ښه ساتل شوي او له دې لارې د تانګ د امپراطورۍ دورې سوداګری، د ورېښمو لرغونې لارې حالت او د شي شه ولسي کولتور څرګندېږي.د شي ان د دا تانګ کولتور د پانګونې شرکت د نوموړي موزيم ملکي پانګه اچوونکی او هم د تاريخي کنډوالو ساتونکی دی.د دغه شرکت د ادارې مشر لي جونګ هانګ وويل(اواز ١)

په ٢٠٠١ کال کې موږ په دې خبر شوو چې په مي جيا چياو سيمه کې د نويو هستونګنځيو د جوړولو پروژه به پيل شي. خو په لرغونې زمانه کې دغه ځای د تانګ د امپراطوري دورې د پايتخت چان ان ښار لويديځه منطقه وه .زموږ په اند که دغه لرغونې منطقه هواره شي ، نو قيمتي تاريخي او کولتوري سرچينه به تباه شي ځکه چې دا منطقه يوازنۍ تاريخي کنډوالې دي چې له لارې يې د تانګ د امپراطورۍ دورې سوداګريز او ولسي کولتور څرګندېږي.که په دې سيمه کې د تاريخي کنډوالو د ساتلو ځينې ګټور کارونه تر سره شي او د دې سيمې د استعمالولو له لارې کولتوري چارې سمسورې شي، دا به يوه ډېره ښه پروژه وي.

د موزيم ابادۍ د ښاري کېدو او د لرغونو ښارونو د اصلاح په بهير کې د شي شه تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره مهم رول لوبولی دی.د کارپوهانو د څېړنې او د تاريخي سندونو د تصديقولو له امله د چين د تاريخي اثارو ادرې منلې چې د شي شه تاريخی ځای د سوی او تانګ د امپراطورې دورو پيل او مهمه نښه ده.د ملکي پانګونو د ګډون او د کولتوري اثارو د ساتنې له لارې د شرکت سوداګريزو پروژو ته لازيات کولتوري ارزښت برابر شوی دی.ښاغلي لي جونګ هانګ وويل

(اواز ٢)

ټولوچينايانو ته معلومه ده چې شي ان په لرغونې زمانه کې د چين د تانګ سلسلې پايتخت و، خو په نړۍ کې زياتو کسانو شي ان نوم نه دی اورېدلی ، حتی يو شمېر بهرنيان د چين په اړه زيات مالومات هم نه لري.خو زيات شمير سواد لرونکو کسانو د ورېښمو لرغونې لارې نوم اورېدلی دی. نو د ورېښمو لرغونې لار يو نړيوال کولتوري مفهوم دی.

د خبر له مخې، په وروستيو کلونو کې د شي ان د دا تانګ شي شه کولتوري چارو شرکت په پر له پسې توګه د تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره کوښښ کړی او په عين وخت کې يې د ورېښمو لار د پيل په مرکزيت د بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ پياوړی او د سوداګريز انکشاف بهير چټک کړی دی. د بلګې په توګه يوځانګړی واټ جوړ شو چې د ورېښمو لرغونې لار په اوږدو کې د ١٢ پرتو هېوادونو د سوداګرۍ حالت ،نندارې او خوراکونه پکې ښودل شوي او هم د ورېښمو لرغونې لارې ته د چين د عصري مشهورو انځورګرانو د سفر په نامه د کولتوري تبادلوی فعاليت تر سره شوی دی .د چين هنرمندانو د ترکيې او ايران په ګډون هېوادونو ته سفر کړی چې د هېوادونو ترمنځ کولتوري تبادلې د پياوړتيا په وخت کې د ورېښمو لرغونې لار د پيل په توګه د شي شه تاريخي ځای شهرت هم ورسره لوړ شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای