CRI Online

په قزاقستان کې د چيني ژبې د زده کړې توده څپه رامنځته شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-21 19:10:17

په دې وروستيو کلونو کې د چيني ژبې له زده کړې سره د قزاقستان وګړيوعلاقه زياته شوېده .د دغه هېواد سوداګران،د تصدۍ خاوندان او حکومتي چارواکي غواړي خپل اولادونه د چيني ژبې د زده کړې لپاره چين ته ولېږي څو چې دغه ژبه خپله کړي .

په دې وروستيو ورځو کې په قزاقستان کې د چين لوی سفير جو لي د دغه هېواد له خبري رسنيو سره د مرکې په وخت کې وويل هغه په قزاقستان کې په رسمي فعاليتونو کې د ګډون يا د پلازمينې استانا په واټونو کې د قدم وهلو په وخت کې ډېر ځلې له سيمه ييزو خلکو سره مخامخ شو او دوي هميشه په چيني ژبه ور ته سلام ووايه . د خبر له مخې،اوس په چين کې د قزاقستان زده کوونکو شمېر له ٨ زره تنو څخه اوښتی دی ، دا د قزاقستان لپاره چې نفوس يې ١٧ مليونه تنه دي، يو غټ شمېر دی.

له دې امله چې په قزاقستان کې لازيات خلک چيني ژبه زده کوي،نو په دغه هېواد کې د چيني ژبې ښوونيز او روزنيز سازمانونه ورځ په ورځ زياتېږي.له ٢٠٠٦ کال څخه تر اوسه پورې په قزاقستان کې د کنفوسيوس ٤ انسټيټوټونه جوړ شوي دي. بر سېره پر دې،د چيني ژبې د زده کړې په اړه کورسونه د سيمه ييزو پوهنتونونو او منځنيو ښوونځيو له خوا په تعليمي پروګرام کې ټاکل شوي دي.

په قزاقستان کې د چيني ژبې د زده کولو توده څپه ځکه رامنځته شوه ، عمده لامل يې دا دی چې د چين په اقتصاد کې ستر پرمختګونه تر لاسه شوي او د چين نړيوال مقام لوړ شوی دی.په عين وخت کې په دې وروستيو کلونو کې چين او قزاقستان په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځی همکاری پياوړې کړې ، لازياتې چيني تصدۍ په قزاقستان کې پانګې اچولې چې د سيمه ييز اقتصاد او ټولنې د پرمختګ، په تېره بيا د قزاقستان د استخدام لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.

د يو بل خبر له مخې، د مارچ په ٤ نېټه د چين د تاريخي اثارو ادارې او د هه نان،شان شي،ګان سو،چينګ های ولايتونو،د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې او د شين جيانګ د اويغور قوم خپلواکې سيمې حکومتونو په بېجينګ کې د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د تاريخي ميراثونو د ساتنې په اړه د ګډ تړون د لاسليکولو مراسم تر سره کړل.

د چين د کولتور وزارت مرستيال او د تاريخي اثارو د ملي ادارې مشر لي شياو جيه او د نوموړو ولايتونو مشرانو دغه تړون لاسليک کړ او د لاسليک په مراسمو کې يې ويناوې وکړې.

ښاغلي لي شياو جيه په خپله وينا کې د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې د کولتوري ميراثونو د ساتنې کارونو يادونه وکړه او د دغو کارونو تاريخي اهميت او سترې اغېزې يي تاېيدې کړې .هغه وويل له ګډ تړون څخه څرګندېږي چې د تاريخي اثارو ملي ادارې او د اړوندو ولايتونو او د خپلواکو سيمو حکومتونه د تاريخي ميراثونو د ساتنې لپاره ګډ نظر او ټينګ هوډ لري.د تاريخي اثارو ملي ادارې په پوره توګه د اړوندو سيمو د حکومتونو ملاتړ کوي چې په جدي توګه د ورېښمو لرغونې لارې په اوږدو کې تاريخي ميراثونه ساتي.

د يادو ولايتونو او خپلواکو سيمو مشرانو په خپلو ويناوو کې په اتفاق سره څرګنده کړه چې د ګډ تړون له غوښتنې سره سم به نړيواله همکاری همغږی او پياوړې کړي.

له ٢٠٠٦ کال راهيسې د م م د ښوونيز، علمي او کولتوري سازمان له غوښتنې سره سم چين او د منځنۍ اسيا اړوندو هېوادونو په نړيوالو ميراثونو کې د ورېښمو لرغونې لارې د شموليت لپاره اړوند کارونه تر سره کړي دي.د روان کال په جنورۍ کې په نړيوالو ميراثونو کې د ورېښمو لرغونې لارې د شموليت په اړه د چين، قزاقستان او قرغيزستان غوښتن ليک په رسمي توګه د م م يونيسکو سازمان ته وړاندې شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای