CRI Online

د ٢٠١٣ کال د ترکيې کولتوري کال فعاليت په بېجينګ کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2013-03-30 18:52:05

پر ځايي وخت د مارچ د ٢١ نېټې په شپه د ٢٠١٣ کال د ترکيې د کولتوري کال پرانيستونکو مراسم د باو لي په تياتر کې تر سره شول.د ترکيې د بالټ نڅاوو عمومي ادارې څه نا څه زره تنه هنرمندانو او څه د پاسه لس تنه چيني هنرمندانو چيني نندارچيانو ته يوه ځلانده ننداره وړاندې کړې.(اواز ١)

د همدې ورځې پرانيستونکی مراسم د ترکيې د کولتور او سيلانۍ وزارت ، د چين د کولتور وزارت او په چين کې د ترکيې د سفارت له خوا جوړ شول چې په ٧٠ دقيقو کې د ترکيې ٢٥ ځلاندې نڅاوې نندارې ته وړاندې شوې.

د ترکيې د کولتور او سيلانۍ وزير عمر سيليک د پرانيستونکو مراسمو ډېره ستاينه وکړه او د ترکيې د کولتوري کال فعاليت د بريالۍ تر سره کېدو په اړه يې پوره بارو څرګند کړ.هغه د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل د چين او ترکيې ترمنځ اړيکې د نورو دوه اړخيزو اړيکو په پرتله توپيرونه لري، که څه هم دواړو هېوادونو د خپلمنځيو سياسي اړيکو له ټينګېدو راهيسې په سياسي، اقتصادي او سوداګريزو برخو کې ستر پرمختکونه تر لاسه کړي دي، خو له دې امله چې دواړه هېوادونه ټول ځانګړی او لرغونی تاريخ لري، نو په کولتوري برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاری کافی نه ده.ښاغلي عمر سيليک وويل (اواز ٢)

تېر کال د چين کولتوري کال فعاليت د ترکيې لپاره ستر اهميت لري. اوس موږ د ترکيې کولتوري کال فعاليت تر سره کوو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي او اقتصادي اړيکو د چټک پرمختګ لپاره ګټه لري.موږ هيله لرو چې د دغه فعاليت له لارې به لازيات چينايان د ترکيې په اړه ژوره علاقه ولري.

په چين کې د ترکيې لوی سفير مرات سالم يسنلي د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل (اواز ٣)

د ٢٠١٣ کال د کولتوري کال فعاليت د دواړو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تبادلې نوی پيل دی. په ٢٠١٤ کال کې به هم زيات شمېر ځلانده کولتوري فعاليتونه چيني نندارچيانو ته وړاندې شي.موږ به په پر له پسې توګه په کولتوري برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تبادلې د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړو.

په چين کې د ترکيې د کولتور او مطبوعاتو مستشار لکنور يګيت وويل د چين او ترکيې له خوا د کولتوري کال فعاليتونه به په راتلونکی کې د دواړو هېوادونو پر کولتوري تبادلې ژوره اغېزه وکړي

د روان کال فعاليت د دواړو هېوادونو د اړوندو تصديو او سازمانونو ستر ملاتړ تر لاسه کړی دی.د ترکيې هوايي شرکت د دغه فعاليت عمده ملاتړ کوونکی دی چې چين ته د ترکيې سيلانيانو ته به اسانتياوې برابرې کړي.په بېجينګ کې د دغه شرکت استازي ويسيل تاس وويل(اواز ٤ )

موږ به څه دپاسه ٢ زره ترکي مسافرينو ته چې په فعاليت کې د ګډون لپاره چين ته راغلي دي، اسانتياوې برابرې کړو.

د خبر له مخې،د ترکيې کولتوري کال يو کلن فعاليت به د چين په ١٢ ښارونو کې تر سره شي چې په کې به د هنري نندارتونونو،موسيقۍ ، نڅاوو ، اوپېراګانو او فلمونو په ګډون يو لړ نندارې چيني نندارچيانو ته وړاندې شي.بر سېره پر دې د چين او ترکيې هنرمندان به متقابله تبادله وکړي چې ډول ډول کولتوري فعاليتونه جوړ کړي.

د چين او ترکيې کولتوري کال فعاليت د دواړو هېوادونو مشرانو تر لاسه شوی مهم ګډ نظر دی. په ٢٠١٢ کال کې د چين د کولتوري کال فعاليت په بريالۍ توګه په ترکيه کې تر سره شوی و چې په ترڅ کې يې د کولتوري تبادلې په اړه څه د پاسه ٧٠ پروژې بشپړی شوی او له دې لارې ترکيانو د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای