CRI Online

نورو هېوادونو ته د ډول ډول فلمي او تلويزيوني پروګرامونو ليږدونه د چيني کولتور د خپرونې لپاره ستر رول لوبوی

cri     (GMT+08:00) 2013-04-28 19:13:56

د کانيس د ٥٠مې دورې تلويزيوني فيسټيوال د اپرېل له ٨ نېټې څخه تر ١١ نېټې پورې د فرانسې په ښکلی جنوب کانيس ښار کې تر سره شو. روان کال چيني پلاوی د تېرو کلونو په پرتله ستر دی. د سلو هېوادونو او سيمو د څه نا څه ١١ زره تنه فلم او تلويزيون توليدونکو، خپروونکو او خبري رسنيو په دغه فيسټيوال کې ګډون درلود او په ٤ ورځو کې يې د پروګرامونو د نندارې، د خبري رسنيو د مطبوعاتي غونډو او فورمونو له لارې د نظريو تبادلې وکړې او خپل فلمي او تلويزيوني پروګرامونه يې معرفي کړل او و يې پلورل.

د چين پلاوی په١٩٩٠کال کې لومړی د کانيس په تلويزيوني فيسټيوال کې ګډون کړی او روان کال د چين د مرکزي تلويزيون او د شي ان د فلمي او تلويزيوني کولتور د خپرونې شرکت په ګډون ٨ تلويزيوني ستيشنونو او خبري رسنيو په دغه فيسټيوال کې په دې وروستيو کلونو کې جوړ شوي ښکلي تلويزيوني پروګرامونه نندارې ته وړاندې کړيدي .

له شلو کلونو راهيسې د کانيس په تلويزيوني فيسټيوال کې د چيني پلاوی مقام ورځ په ورځ لوړېږي. د چين د نړيوال تلويزيون د عمومي شرکت منيجر ما ژون شنګ وويل

(اواز ١)

د فرانسې د کانيس فلمي او تلويزيوني فيسټيوال د چين د فلمي او تلويزيوني پلاويو لپاره يو ستر فعاليت دی چې په واقعي توګه يې د بېلا بېلو هېوادونو خبري رسنيو ته د نندارې، د نظريو تبادلې او همکارۍ فرصتونه برابر کړي دي.د دغه فيسټيوال د نړيوال کېدو سويه لوړه ده. نورو هېوادونو ته د چيني فلمي او تلويزيوني پروګرامونو د ليږدونې او چين ته د بهرنيو فلمي او تلويزيوني پروګرامونو د راليږونې لپاره بايد تر هر څه لومړی د فرانسې د کانيس په فلمي او تلويزيوني فيسټيوال کې ګډون وکړي شی،ځکه چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوی فلمي او تلويزيوني فيسټيوال دی.

روان کال د چيني پلاوی بېلا بېلو خبري رسنيو ډول ډول تلويزيوني پروګرامونه راوړلي دي مثلا د طبيعي منظرې ،تاريخ او کولتور په اړه مستند ، کارټوني او ګونګفو تليويزيوني فلمونه .

د شانګهای د دونګ فانګ تلويزيوني ستيشن د پروګرامونو د خپرونې مسؤل لی لی وويل د ٤ ورځني فيسټيوال په موده کې د دوی د نندارې ځای زيات شمېر بهرنۍ خبري رسنۍ او سوداګران راجلب کړي دي.(اواز ٢)

د اروپايي سوداګرانو شمېر زيات دی چې په کې د بريټانيا او فرانسې ، دغه راز د سينګاپور او ماليزيا سوداګران هم شامل دي.دوی پخوا د چين د مستندو تلويزيوني فلمونو په اړه زياته علاقه درلوده ، خو روان کال ددوي علاقه څه بدل شوې چې زموږ د پروګرامونو د موډلونو په اړه يې هم ډېر علاقه من دي .د تېرې پيړۍ له ٩مې لسيزې څخه تر اوسه پورې د چين د فلمي او تلويزيوني پروګرامونو موضوعات او ډولونه ورځ په ورځ غنی شوي. د کانيس تلويزيوني فيسټيوال د تشکيلاتي کميټې مسؤلې لورين کراوډ په څو کلونو کې د کانيس تلويزيوني فيسټيوال او د چين د تلويزيوني ټولنې ترمنځ د همکارۍ او نن ورځ په نړيوال سټيج کې د چيني فلمي او تلويزيوني پروګرامونو د رول او اغېزې ډېره ستاينه وکړه.(اواز ٣)

موږ ډېره خوشاله يو چې له چين سره مو د ښې همکارۍ اړيکې ټينګې کړې دي. چيني پلاوی له شلو کلونو راهيسې د کانيس په تلويزيوني فيسټيوال کې ګډون کړی چې په دې موده کې د چين لازيات فلمي او تلويزيوني پروګرامونه په نړيوال بازار کې معامله شوې ده.داسې ويل کېږي چې د چين او د کانيس تلويزيوني فيسټيوال ترمنځ همکارۍ به لاپراخې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای