CRI Online

د چين د سترې برخې ، هانکانګ ، مکاو او تايوان ځوانانو د لومړۍ دورې فورم تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2013-05-16 20:38:25

د چين د لويې برخې ، هانکانګ ، مکاو او تايوان ځوانانو د لومړۍ دورې فورم د مې له ١٠ نېټې څخه تر ١١ نېټې پورې په بېجينګ کې جوړ شو. د چين د سترې برخې، هانګ کانګ ، مکاو او تايوان ځوانان په بېجينګ پوهنتون کې راغونډ شوي او د څلورو ځايونو د کولتور، ښوونې، اقتصاد او ټولنې ٤ برخو په باب يې بحثونه کړي دي. د دوی خوب دا دی چې له همغږۍ او متقابلې مرستې څخه ډک چين رامنځته شی

نوموړی فورم د بېجينګ پوهنتون په اړه د مکاو کولتور د تبادلې ټولنې او د بېجينګ په پوهنتونونو کې د هانګ کانګ ، مکاو او تايوان زده کوونکو د ١١ ټولنو له خوا جوړ شوی چې په بېجينګ کې د يادو څلورو ځايونو زده کوونکو په فعاله توګه ګډون درلود.

د دغه فورم اصلی موضوع اختراع او څلور خواوې وې.اختراع د خلاصون ،نوښت او د اختراعي توان معنا لري.څلور خواوې د سترې برخې ، هانګ کانګ، مکاو او تايوان د څلورو ځايونو ځوانان دي او د کولتور، ښوونې، اقتصاد او ټولنې په ګډون د دغه فورم څلور عمده اجينداوې هم وې.

د دولتي شورا د هانګ کانګ او مکاو چارو دفتر په اړه د تبادلې د مديريت مرستيال وو وی په پرانيستونکو مراسمو کې وويل دغه فورم د بېلا بېلو ځايونو زده کوونکو د څېړنې او فکر کولو لپاره ګټور دی.(اواز ١)

ليدلی می دی چې په فورم کې ګډون کوونکي زده کووونکي د هېواد له څلورو ځايونو څخه راغلي دي، زما په اند ددې فورم جوړونه زموږ لپاره ګټوره ده چې کولی شو له څو نقطه نظرو شيان وګورو او مسئلې تحليل کړو.له ٣٥ کلونو راهيسې زموږ تر لاسه شوی برياليتوبونه ستر دي.

په بېجينګ کې د مکاو د ځانګړې ادارې د نمايندګۍ مشرې مېرمن کانګ وی وويل د زده کوونکو له خوا جوړ شوی دغه فورم د خوب د پوره کېدو بهير دی.

(اواز ٢)

ژوند د نظر او خوب د پوره کېدو په بهير کې تېرېږي.د خپلې هيلې د پوره کېدو په عين وخت کې بايد خپل ژوند هم د چيني خوب، د هېواد سمسورتيا او د خلکو ژوند د نېکمرغۍ د تر سره کېدو په لار تير شی.

د بېجينګ په پوهنتونونو کې د يادو څلورو ځايونو زده کوونکو د څلورو ځايونو د اقتصاد، ټولنې، کولتور او ښوونې په اړه څه د پاسه ٢٠ تيزسونه وړاندې کړي او د چيني فلمونو د راتلونکی پرمختيايي لور په ګډون يو شمېر مسئلو په اړه يې بحثونه کړي دي.د بېجينګ پوهنتون د هانګ کانګ او مکاو د څېړنيز مرکز د مدير مرستيال کار پوه سون دای ياو د مقالو د ارزيابي په کارونو کې ګډون کړی، د ده په اند د زده کوونکو نظرونه ډېر ارزښتناک دي.

د ياد فورم عمده جوړوونکي د بېجينګ پوهنتون د مکاو د کولتوري تبادلې د ټولنې مشر هوانګ ځه څای په فورم کې ويلي چې د څلورو ځايونو ترمنځ تبادله او همکاری ورځ په ورځ زياتېږي او د څلورو ځايونو پرمختګ هم نژدی اړيکې لري.ځوانان د ټولنې راتلونکی دی، نو د څلورو ځايونو د ځوانانو ترمنځ د تبادلې د پياوړتيا له لارې به د څلورو ځايونو د راتلونکی پرمختګ د پياوړتيا امکان زيات وي.ښاغلي هوانګ وويل(اواز ٣)

موږ باور لرو چې په راتلونکي کې به د څلورو ځايونو د پرمختګ فضا لا پراخه وي، ځکه چې زموږ ترمنځ اړيکې نه يوازې د اقتصاد پر بنسټ دي،د هيواد ستره برخه، هانګ کانګ، مکاو او تايوان د جغرافيا،تاريخ او احساساتو له لحاظه سره نژدې اړيکې لري.کله چې يوه خوا له ستونزو سره مخامخ وي،نورې ٣ خواوې به بې له ځنډه د مرستې لاس اوږد کړي.دغه راز موږ هم باور لرو چې د څلورو ځايونو ترمنځ همکاری به ښه راتلونکی لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای