CRI Online

د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د لومړنی نندارتون پيمانه لويه ده

cri     (GMT+08:00) 2013-06-21 16:18:23

د چين او جنوبي اسيا ترمنځ لومړنی نندارتون يعنې د چين د کون مينګ د وارداتي او صادراتي توليداتو د راکړي ورکړي د ٢١ مې دورې نندارتون د جون په ١٠ نېټه د چين په کون مينګ ښار کې پای ته ورسېده.د تېرو دورو نندارتونونو په پرتله د سږنی نندارتون پيمانه ډېره لويه ده او د ګډون کوونکو سوداګرانو نظرونه بدل شوي دي.

نوموړی نندارتون پخوا د جنوبي اسيايي هېوادونو د توليداتو نندارتون په نامه يادېده . تېر کال د چين د دولتي شورا له خوا د نوموړي نندارتون په نامه ونومول شو.د نندارتون د دفتر مدير جانګ دي خبريالانو ته وويل (اواز ١)

د نندارتون په نامه تر تر ټاکنې وروسته د دغه نندارتون کچه د هېواد په کچه لوړه شوې ده. پخوا د نندارتون موخه يوازی د توليداتو ننداره کول او پلورل وو ، خو اوس د توليداتو د معاملې پرته په نندارتون کې د خدمتي سوداګرۍ،د پانګونې همکارۍ او سيلانۍ په برخو کې محتويات هم شامل دي.

روان کال د چين او جنوبي اسيا ترمنځ نندارتون کې د ګډون کوونکو هېوادونو شمېر او د نندارتون پراخوالی د تېرو دورو په پرتله ستر دی.د جنوبي اسيا د ٨ هېوادونو پرته د نړۍ د نورو ٣١ هېوادونو او سيمو سوداګرانو او تصديو هم په نندارتون کې ګډون کړی دی. د نندارتون غرفې ٢٤٠٠ او پراخوالی يې ٧ زره مربع مترو ته رسېدلی دی. د جنوبي اسيايي هېوادونو سوداګرانو له دې نندارتون څخه خوښي څرګنده کړه.(اواز ٢)

يو هندي سوداګر وويل زه د خپل هېواد لاسی هنري شيان خرڅوم، په تېرو څو دورو نندارتونونو کې مې ګډون کړی ، دغه نندارتون او چيني بازارونه ورځ په ورځ ښه کېږي.

په دغه نندارتون کې د جنوبي اسيا د هېوادونو رنګارنګ توکي ښودل شوي او بيې يې مناسبې دي.د جنوبي اسيا د هېوادونو د تصديو او پروژو د راجلبولو نه پرته ددې نندارتون بله دنده نورو هېوادونو ته د چيني تصديو ننوتلو ته مرسته ورکول دي.د يون نان ولايت د ماشين الاتو د يوې لويې تصدۍ استازي چنګ هونګ هيله څرګنده کړه چې د دغه نندارتون له لارې له لازياتو بهرنيو همکارانو سره تماسونه ونيسي.(اواز ٣)

پخوا موږ په ميانمار ،ويتنام او لاوس کې توليدات پلورلي وو، خو هغه مهال د دغو هېوادونو خلکو د چيني توليداتو په اړه ډېر معلومات نه درلودل. دغه ځل موږ د چين او جنوبي اسيا ترمنځ د نندارتون له لارې له لازياتو بهرنيو همکارانو سره اړېکې ټينګې کړې دي.

په وروستيو کلونو کې په سوداګريزه برخه کې د چين او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ همکاری په پر له پسې توګه پياوړې شوې .د دواړو خواوو ترمنځ سوداګريز ارزښت په چټکۍ سره زيات شوی دی چې له ٢٠٠٠ کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې له ٥ مليارډ ٧ سوو مليونو امريکايي ډالرو څخه ٩٣ مليارډ امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی چې په منځنۍ توګه هر کال ٢٦ سلنه زيات شوی دی.په عين وخت کې د يون نان او د جنوبي اسيا د هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت هم له ١٩٩٧ کال څخه تر ٢٠١١ کال پورې له ٢٨ مليونو امريکايي ډالرو څخه تر يو مليارډ ٨١ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی دی چې په ١٥ کلونو کې يې ٣٨ چنده زيات شوی.اوس جنوبي اسيا د يون نان ولايت عمده سوداګريزه همکاره ده. د يون نان ولايت والي لي جي هنګ وويل (اواز ٤)

دواړه خواوې د متقابل پوهاوي د ټينګولو ،د همکارۍ ساحې د پراخولو او د يو بل کمبود د پوره کولو قوي هيله لری څو چې ګډه پرمختيا ومومي.دغه ډول همکاری د دواړو خواوو له ګټو سره سمون خوری او ښه راتلونکی هم لری .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای